1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د غزې تراډه؛ د رفح سرحدي لار جزوي پرانیستل سوه

مات فورد | ژباړه: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۱۳, دوشنبه

د غزې تراډي او مصر ترمنځ د سرحدي لارې پرانیستل، د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د طرحې په عملي کولو کې یو مهم گام دی. ډیری فلسطیني ناروغان له اوږدې مودې راهیسې طبي مرستو ته سترگې پر لار ول.

 په فلسطیني سیمه دیرالبلاح کې یوه ناروغه میرمن له سرحد څخه د تیریدو په تمه ده
ددغې ښځې په شان ، ډیری فلسطیني ناروغان له اوږدې مودې راهیسې طبي مرستو ته سترگې پر لار ولانځور: Mahmoud Issa/REUTERS

د غزې تراډې او مصر ترمنځ د رفح سرحدي لار له څه د پاسه یوه کال وروسته د لومړي ځل له پاره په دواړو خواوو کې د مسافرو پر مخ د دوشنبې په ورځ په محدود ډول پرانیستل سوه.

د مصر ټلویزیون او د اسرائیل امنیتي سرچینو د دغې سرحدي لارې پرانیستل تائید کړل، تمه کیږي چې دغه اقدام به فلسطیني زخمیانو او ناروغانو ته د غزې د پریښوولو امکانات برابر کړي؛ هغه سیمه چې له دوو کلونو جگړې وروسته یې پراخه ویجاړي تجربه کړې ده. دغه جگړه د حماس ډلې له ترهگر برید وروسته د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر میاشت کې پیل سوه.

هغه فلسطینیان چې له جگړې تښتیدلي ول هم اوس کولای سي خپلو ویجاړه سوو کورونو ته ستانه سي.

یوه اسرائیلي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «سر له اوسه، او د اروپايي ټولني د سرحدي مرستو د ماموریت د ټیمونو له رسیدو وروسته، د رفح سرحدي لار د اوسیدونکو د داخلیدو او خارجیدو له پاره پرانیستل سوې ده.»

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلي کایا کالاس، وویل: «د رفح د سرحدي لار پرانیستل، د سولي په طرحه کې یو محسوس او مثبت گام دی.» هغې زیاته کړه: «د اروپايي ټولنې ملکي ماموریت په سیمه کې حاضر دی تر څو د سرحدي لار عملیات وڅاري او د فلسطیني سرحدي ساتونکو ملاتړ وکړي.»

د اسرائیل عامه رسنۍ رپوټ ورکړ چې تمه کیږي د دوشنبې په ورځ ۵۰ کسان غزې تراډې ته ننوزي او شاوخوا ۱۵۰ کسان د ۵۰ ناروغانو په شمول، د مصر په هدف له دغې سیمې د وتو اجازه ترلاسه کړي.

سره له دې د مصر په حکومت پورې تړلو رسنیو اعلان وکړ چې د دغي سرحدي لاري د پرانیستلو په لومړیو ورځو کي به، په هرې خوا کې یوازې ۵۰ کسان د تیریدو اجازه ولري.

اسوشیتيد پرس خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي د لارې له پرانیستلو وروسته په لومړیو ساعتونو کې، هیڅوک په هیڅ خوا کې ونه لیدل سو چې له سرحده تیر سي.

مصري ژغورندویه ځواکونه د رفح پر سرحدي لار په کتارونو کې ولاړ ديانځور: Ahmed Sayed/Anadolu/picture alliance

د رفح د سرحدي لارې پرانیستل، د سولې د یوې طرحې یوه برخه ده چې د امریکا متحده ایالاتو، قطر او ځینو سیمه ایزو قدرتونو په مرسته، د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر میاشت کې ترلاسه سوې ده؛ که څه هم اسرائیل او حماس ډلې په وار وار سره یو بل له هغې څخه په سرغړونې تورن کړي دي.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په غزې کې روغتونونو اعلان وکړ چې د څو کوچنیانو په گډون لږترلږه ۳۰ کسان، د بې ځایه سوو پر اډې او یوې ودانۍ باندې بریدونو کې وژل سوي دي. 

د رفح سرحدي لار ولې دومره اهمیت لري؟

له جگړې مخکې، رفح بهرنۍ نړۍ ته د غزې تراډې یوازینۍ سرحدي لار وه چې د اسرائیل ترکنترول لاندې نه وه.

دغه سرحدي لار د انسانانو د تگ راتگ او همدارنگه د کالیو د انتقال حیاتي لار وه؛ او د زیتون د غوړیو په شان محصولات به د دغې فلسطینيسیمې څخه له نوموړي سرحدي لارې انتقالیدل او په مصر او عربي نړۍ کې به خرڅیدل.

خو کله چې د اسرائیل ځواکونو د ۲۰۲۴م کال په می میاشت کې دغه سرحدي لار ونیوله، نوموړې ارتباطي لار وتړل سوه او په غزې تراډه کې یې بشري او اقتصادي وضعیت لاپسې خراب کړ.

د یکشنبې په ورځ امبولانسونه د دغې سرحدي لار د مصر په خوا کې په کتار کې ولاړ ول تر څو تخلیه سوي ناروغان ترلاسه کړي، چې په پام کې ده د غزې له تراډې څخه به د وتلو لومړني اجازه لرونکي ډلې وي.

محمد ناصر، هغه فلسطینی چې د جگړې په اوایلو کې له ټپي کیدو وروسته یې خپله پښه له لاسه ورکړه، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د رفح سرحدي لار یوه حیاتي لار ده. زه باید جراحي عملیات وکړم چې په غزه کې یې امکان نسته، خو په خارج کې د ترسره کیدو وړ دي.»

اړونده موضوع: په غزه کې د جګړې دوه کاله؛ اسرائیل څه ترلاسه کړي؟

ناصر په غزه کې له په لسونو زرو ناروغانو او زخمیانو څخه یو دی، خو له هغوی څخه به یې یوازي یو شمیر د وتلو اجازه ولري.

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ترکنترول لاندې دی، یوه چارواکي وویل چې شاوخوا ۲۰۰ ناروغان له دغې سیمې د وتلو د اجازې د ترلاسه کولو په تمه دي. 

د رفح سرحدي لار څرنگه کار کوي؟

که څه هم د رفح سرحدي لار له تخنیکي پلوه تر یو ځایه پرانیستل سوې ده، خو له هغې څخه استفاده یوه څو مرحله یي او بیوروکراټیکه پروسه ده.

د اسرائیل د رسنیو د رپوټ له مخې، مصري چارواکي باید هره ورځ د هغو کسانو نوملړ وړاندې کړي چې د وتلو اجازه به ولري. د خلکو وتل او ننوتل باید په رفح کې د«اروپايي ټولني د سرحدي مرستو ماموریت»  (EUBAM) له خوا وڅارل سي، خو یوازې هغه کسان کولای سي تگ راتگ وکړي چې د اسرائیل د استخباراتي دستگاه له خوا تائید سوي وي.

د اسرائیل پوځي ځواکونه همدارنگه په فلسطیني خوا کې ځای پرځای دي او د اسرائیل سرتیري به امنیتي څېړنې ترسره کوي. خو پر پاسپورټونو باندې ټاپې به د فلسطین د خودمختارې ادارې استازې وهي.

له سرحدي لارې تیریدل یوازې د مسافرینو له پاره دي او غزې تراډې ته د مرستندویه موادو انتقال لا له دغې سرحدي لارې امکان نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب