د غزې جگړې د ختمولو له پاره د ترمپ طرحه خپره سوه
۱۴۰۴ مهر ۸, سهشنبه
اسرائیل د غزې جگړې د پای ته رسولو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالډ ترمپ، له خوا ۲۰ ماده یي طرحه ومنله. بنیامین نتانیاهو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپټمبر ۲۹) له ترمپ سره د لیدنې پر وخت په واشنگټن کې وویل:« زه د غزې په تراډه کې د جگړې د پای ته رسولو له پاره ستاسو د طرحې ملاتړ کوم.»
حماس ډلې اعلان کړی دی چې دغه وړاندیز یې د قطري او مصري منځگړيو له لارې ترلاسه کړې او غواړي په دقت سره هغه وارزوي او وروسته رسمي جواب وړاندي کړي.
د ترمپ د طرحې تر ټولو مهم بندونه
د جگړې پای: د دواړو خواوو د موافقې په صورت کې، جگړه سمدستي پای ته رسیږي. د اسرائیل پوځ باید تر "هوکړه سوو کرښو" پورې پر شاتگ وکړي او ټول پوځي عملیات په ټپه ودریږي.
یرغمل او زندانیان: د اسرائیل له خوا د طرحې له منلو وروسته د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې، ټول یرغمل (ژوندي یا وژل سوي) د غزې له تراډې بايد ستانه کړای سي. اسرائیل باید شاوخوا ۲۵۰ فلسطیني زندانیان چې په عمري بند محکوم سوي دي او شاوخوا ۱۷۰۰ زندانیان چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي له ۷ مې نیټې وروسته یې نیولي دي، آزاد کړي. د هر اسرائیلي یرغمل د سپارل سوي جسد په مقابل کې، اسرائیل مؤظف دی چې د ۱۵ فلسطینیانو جسدونه غزې ته واستوي. د اسرائیل د معلوماتو له مخې، له ۴۸ پاتو یرغملو څخه فقط ۲۰ کسان ژوندي دي.
بشري مرستې: د طرحې له منلو سمدستي وروسته غزې تراډې ته د بشري مرستو رسول پیل کیږي. اوبه او برېښنا به تامین او روغتونونه به بیا ورغول سي. د مرستو وېش به د ملگرو ملتونو، سرې میاشتې او نورو خپلواکو نړیوالو بنسټونو له خوا ترسره سي.
اړوند:ټرمپ: اسرائیل ته به اجازه ورنه کړم چې لوېدیځه غاړه ضميمه کړي
د غزې د خلکو وضعیت: هیڅوک به د غزې تراډې پریښودلو ته اړ نه سي، خو هغه کسان چې غواړي، کولای سي په آزادانه ډول تگ راتگ وکړي. پاته کیدو ته د خلکو د تشویق او د لاښه راتلونکي د جوړولو له پاره ځینې طرحې په نظر کې نیولې سوي دي.
د حماس نقش: حماس به د غزې په اداره کې د گډون حق ونه لري. د حماس هغه غړي چې وسله پر مځکه ږدي او "گډ سوله ایز" ژوند ته ژمن کیږي، امکان لري وبخښل سي او یا هم د وتلو اجازه ولري.
انتقالي دوره: اسرائیل باید د غزې تراډه اشغال یا ضمیمه نه کړي. د سیمې اداره په مؤقتي ډول د "تکنوکراتانو کمیټې" ته سپارل کیږي. په دغه کمېټه کې به فلسطینیان او نړیوال کارپوهان شامل وي او د ترمپ په مشرۍ د "سولې شورا" ترڅارنې لاندي به وي. په دغه شورا کې به وتلي سیاسې څېرې لکه د بریتانیا پخوانی صدراعظم توني بلیر، هم شامل وي. یو نړیوال ځواک (ISF) به د امنیت ساتلو دنده پرغاړه ولري او په عین حال کې به فلسطیني پوليس وروزل سي.
د غزې بیارغونه: د سیمې د کارپوهانو یوه ډله به د غزې د بیارغونې له پاره یوه برنامه طرح کړي. په دې برخه کې به د نړیوالو بنسټونو طرحې هم په نظر کې ونیولې سي. په اوږدمهاله توگه به دغه پروسه د"بین المذاهب تعامل" پر تکیه کولو له سولې سره مرسته وکړي او د فلسطیني ادارې په تشکیلاتو کې له اصلاحاتو وروسته، د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو له پاره زمینه برابره سي.
دا لا معلومه نه ده چې حماس به له نوموړې طرحې سره موافقه وکړي یا نه. ددغې ډلې چارواکو تر اوسه له بې وسلې کولو سره مخالفت کړی دی.
د ترمپ طرحې ته د عربي او اسلامي هیوادونو غبرگون
پر اسرائیل او فلسطیني خودمختاره ادارې سربیره، یو شمیرعربي او اسلامي هیوادونو هم د غزې د جگړې د پای ته رسولو له پاره د امریکا د ولسمشر د دغه نوښت ملاتړ کړی دی.
د قطر، اردن، متحدو عربي اماراتو، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د ترمپ د طرحې هرکلی کړی دی.
دغو هیوادونو په یوه گډه اعلاميه کې چې ترکیې، پاکستان او اندونیزیا هم لاسلیک کړې ده "له امریکا متحده ایالاتو او ښکیلو خواوو سره پر مثبت او رغنده همکارۍ" ټینگار کړی او ويلي يې دي چې هغوی به د یوې موافقې پر نهايي کولو باندي تعامل وکړي.
د ترمپ له طرحې د آلمان، فرانسې او بریتانيا ملاتړ
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول، هم د ترمپ طرحې ته په لومړي غبرگون کې څرگنده کړه چې د آلمان حکومت تیار دی چې د سولي د طرحې ملاتړ وکړي. د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر په خبره د غزې د سولې طرحه به د جگړې د پای ته رسولو له پاره بې ساری فرصت برابر کړي او دغه فرصت باید له لاسه ونه وزي او حماس باید هغه غنیمت وبولي.
واده فول همدارنگه ویلي دي چې هرڅوک چې پر حماس نفوذ لري، باید اوس ورڅخه استفاده وکړي.
د بریتانيا صدراعظم کییر ستارمر، هم د غزې د سولي د طرحې ملاتړ کړی دی او له حماس څخه یې وغوښتل چې دغه طرحه ومني او د وسلو پر مځکه ايښودولو او پاته ټولو یرغملو په آزادولو سره "دغه کړاو ختم کړي."
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، هم د ترمپ د طرحې د ملاتړ په ترڅ کې تیاری وښود چې فرانسه به د جگړې د پای ته رسولو له پاره هلوځلو او د یرغملو په آزادیدو کې گډون وکړي. مکرون ټینگار وکړ چې حماس د دغې طرحې له منلو پرته بله لار نه لري.