1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې د تجريدولو غندنه

۱۳۸۶ تیر ۱۸, دوشنبه

د اُکسفام ) Oxfam ( نړيوالې مرسته کوونکې ټولنې، تېره اوونۍ، د غزې د ترړانگو د کلابندۍ يامحاصره کېدو او پدې توگه د غزې د ترړانگواوسېدونکوته د مرستو د مخنيوي پرضد احتجاج وکړ. د غزې د ترړانگو د محاصره کېدوله کبله د دغې سيمې يوميليون اودرې سوه زره تنه انسانان له يوه بشري بحران سره مخامخ کیدای شي.

بايدهره ورځ لږترلږه سل ترانسپورټي واحدونه غزې ته لاړشي
بايدهره ورځ لږترلږه سل ترانسپورټي واحدونه غزې ته لاړشيانځور: AP Graphics

اُکسفام ) Oxfam ( د شخړې له ټولوبرخه والونه غوښتنه کوي، چې د دې غم وخوري چې د غزې اوسېدونکوته د خوړوتوکې، درمل اواوبه، چې ډېره عاجله اړه ورته شته، سمدستي ورسېدلای شي.

د ملگروملتونو د څرگندونوله مخې، د خوړو د توکوموجودې زېرمې صرف په څوورځوکې پايته رسېږي؛ بنزين کمېږي اوځينې درمل چې حياتي ارزښت لري، ډېرپه نُدرت سره پيداکېږي. د غزې د اوسېدونکو د عاجلوبنسټيزواړتياوو د پوره کولولپاره، بايدهره ورځ لږترلږه سل ترانسپورټي واحدونه غزې ته لاړشي. اوس د مرسته شويوتوکوصرف شل ترانسپورټي واحدونه غزې ته رسېږي.


د لسگونوزره انسانانوروغتياته لوی خطر
د اُکسفام ) Oxfam ( ملگرې ټولنه Coastal Municipalities Water Utility چې د بيت لاحيا د اوبوپاکولو دستگاه چلوي، لدې نه وېره لري، چې دغه دستگاه چاودېدلای شي. هغه څه چې د زيانمن شويواوسېدونکو د روغتيالپاره د لوی خطر سبب کېداې شي. پدې معنی چې ترلس زره تنه انسانانوته د چټلواوبوله کبله مستقيم گواښ متوجه کېدای شي او درې سوه زره تنه انسانانوته د څښاک د اوبورسېدل په خطرکې لوېدای شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب