د غزې د سولې طرحه؛ کنډوالو ته راستنېدل او نامعلوم راتلونکی
۱۴۰۴ مهر ۲۲, سهشنبه
نسرین حماد د دریو کوچنیانو مور ده او په اندیښنې سره انتظار باسي تر څو د خپل خاوند په هکله کوم خبر واوري چې د شیخ رضوان د ښار پر لور یې د سخت سفر اراده کړې ده. هغه په خپله په دیرالبلح کې پاته ده، په کوم ځای کې چې له خپلې کورنۍ سره په کډوالۍ کې ژوند کوي.
نسرین د ټیلیفون له لارې ډویچه ويله ته وويل: «خاوند مې نن (یکشنبه) په شیخ رضوان کې زموږ کورته ورغی. موږ پوهیدلو چې هلته بمباري سوې ده، خو په خپلو سترگو یې لیدل ډیر دردوونکی دی» هغې خپل له خاونده اوریدلي وو چې کور یې ویجاړ سوی دی او ددغې ناحیې ډیرې برخې نور د پیژندلو وړ نه دي.
د نسرین خاوند له هغو لسونو زرو کسانو څخه یو دی چې د اوربند له اعلان وروسته د جمعې د ورځې په نیمايي کې د غزې د تراډې شمال ته روان سول. ویډیویی تصویرونه ښيی چې له هغه وخته راهیسې خلک، ډیری وخت پلي له ساحلي لارې د غزې د تراډې شمال ته روان دي.
د کمرزوې سولې طرحه
اسرائیل او د حماس ډلې، تیره اونۍ له چټکو او غیرمستقیمو مذاکراتو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالډ ترمپ له خوا وړاندیز سوې ۲۰ ماده یي طرحې سره موافقت کړ. ددغې طرحې هدف د اسرائیل او حماس ترمنځ دوه کلنې جگړې ته د پای ټکې ايښوول دی.
اړوند:امریکا، مصر،ترکیې او قطر په شرم الشیخ کې د سولې تړون لاسلیک کړ
په دغه طرحه کې ډیری درج سوي مسایل لا باید تر بحث لاندې ونیول سي. حماس د دغه توافق د لومړۍ برخې په توگه ۲۰ پاته او ژوندي یرغمل آزاد او اسرائیل نیژدې ۲۰۰۰ فلسطیني زندانیان آزاد کړل چې ډیری یې پرته له تورونو په زندان کې ساتل کیدل. اسرائیل ته د نورو ۲۸ یرغملو د جسدونو سپارل پیل سوي دي.
دغه جگړه د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر پر ۷ مه پس له هغه پیل سوه، کله چې حماس، چې د اروپايی ټولنې، امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگر سازمان په توگه درجه بندی سوی، پر څو اسرائیلي کلیو، پوځي اډو او د موسیقۍ یوه جشن باندې یرغل وروړ. حماس په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۱ تنه یې یرغمل ونیول او د غزې تراډې ته یې انتقال کړل.
جگړې«زموږ په دننه کې هر څه ووژل»
حماد وايي، که څه هم د اسرائیل د بمباریو له توقف څخه د آرامۍ احساس کوي، خو د دوو کلونو سرگردانۍ په ترڅ کې د خپل کور له لاسه ورکول او د ژغورلو له پاره مبارزه یو بل مصیبت دی. هغه وايی چې کورنۍ یې په دغو دوو کلونو کې ۱۷ ځله بې ځایه سوې ده.
حماد وايی: «د خدای شکر دی چې جگړه پای ته ورسیده، خو پس له هغه چې هر څه یې زموږ په دننه کې ووژل. دغې جگړې زموږ دوستان، خپلوان او گاونډي ووژل. دغې جگړې غزه ویجاړه کړه. دغې جگړې موږ له رواني پلوه زیانمن کړو. دغه جگړه زموږ په منځ کې د هغو ناروغیو د پراخیدو سبب سوه چې د دارو درملو د کمښت، بیځایه کیدو او چاپیریالي ککړتیا له امله رامنځته سوي.« هغه ادامه ورکوي:«هیله لرم چې جگړه بیا هیڅکله له سره پیل نه سي او موږ هيڅکله بیره، یو ځل بیا تجربه نه کړو.»
اړوند:منځنی ختيځ: اسرائيل په غزه کي د اوربند تړون تصويب کړ
ملگري ملتونه اټکل کوي چې د جگړې له پیل راهیسې د غزې په تراډه کې دوه پر دریمه کورونه ویجاړ سوي او یا هم زیانمن سوي دي. د غزې په تراډه کې د روغتیا وزارت چې د حماس له خوا اداره کیږي، د وژل سویو کسانو شمیر څه د پاسه ۶۷ زره بولي چې ډیری یې ملکیان دي. د ملگرو ملتو د پلټنې یو کمیسیون دغه جگړه «نسل وژنه» بللې ده، داسي تورونه چې اسرائیل یې په قاطعیت سره ردوي.
«اسرائیل د ډیرو کلونو له پاره ځانته دښمن جوړ کړی»
د شپږو کوچنیانو پلار، محمود عفیف د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د غزې په ښار کې پاته سوی، که څه هم اسرائیل خپل عملیات ددغه ښار د نیولو له پاره سخت کړي دي. هغه وايي چې د غزې د تراډې جنوب ته د تلو له پاره یې پیسې او امکانات نه درلودل.
هغه د غزې له ښاره د ټیلفون له لارې ډویچه ویله ته وويل: «زه د غزې په لویدیځ کې د دریو بیلابیلو موقعیتونو په منځ کې په تگ راتگ کې وم او له خدایه شکرگزاره یم چې یو اولاد مې هم نه دی وژل سوی او زه په خپله لا هم ژوندی یم.»
خو د شجاعیه په سیمه کې د هغه کور له خاورو سره برابر سوی دی. عفیف وايی: «ما خپل کور چې له خپلو وروڼو سره می په ډیر شوق سره جوړ کړی وو، د حماس او اسرائیل د [جگړې] له امله له لاسه ورکړ.» هغه ادامه ورکوي:«دا هر څه چې په دغو دوو کلونو کې په غزه کې پيښ سول، هیڅ گټه یې ونه کړه. برعکس غزه یې د کلونو له پاره شاته واچوله او اسرائیل د راتلونکو کلونو له پاره ځانته ډیر دښمنان جوړ کړل.»
سره له دې چې د توافق د لومړي پړاو پر بنسټ یو اوربند رامنځته سوی او داسرائیل دفاعي ځواکونو د غزې د تراډې په دننه کې د توافق له مخې ټاکل سوې کرښې ته پرشاتگ کړی دی، د اسرائیل د چارواکو په حواله ددغې سیمې ۵۳ سلنه د پوځ تر کنترول لاندې ده. د اسرائیل د دفاعي ځواکونو یوه ویاند وویل چې د غزې د تراډې په شمال، ختیځ او جنوب کې ډیری سیمې له محدودې څخه وتلې دي او خبرداری یې ورکړی دی چې نوموړو سیمو ته ورننوتل «ځاني خطر» له ځانه سره لري.
د غزې د تراډې له شمال څخه د یوه خبر په تمه
په شیخ رضوان کې ځوانه فلسطیني ښځه، فاتد لباد هم له خپلوانو اوریدلي وو چې فامیلي کور یې ویجاړ سوی دی. د هغې کورنۍ پر ډیرو بیځایه کیدو او د جگړې له خطرونو سره سره، هڅه کړې ده چې د غزې په شمال کې خپل کورته نیژدې پاته سي. خو د سپټمبر په میاشت کې د اسرائیل له خوا د بریدونو په زیاتیدو سره، دغه کورنۍ مجبوره سوه چې د غزې د تراډې جنوب، خان یونس ته ولاړه سي او د یوه پخواني زندان په خونو کې ژوند وکړي.
لباد د غزې په تراړه کې د ځان له پاره کوم راتلونکی نه ویني:«کله چې مو کور له لاسه ورکړی وي، شمال ته بیرته ستنیدل معنی نه لري. موږ کولای سو په مؤقت ډول هلته واوسو تر څو پاسپورتونه مو صادر سي او [وروسته] د غزې له دوزخ څخه وتښتو، لومړی مصر او وروسته کوم بل هیواد ته ولاړ سو.» هغه ادامه ورکوي:«په غزه کې امکان لري جگړه پای ته رسیدلې وي، خو دوزخ ادامه لري. موږ نه پوهیږو، څه ډول راتلونکی زموږ په انتظار کی دی.»
د اروبند د دوام په هکله شک او تردید
په غزه کې ویره زیاته ده، ځکه د سیمې ډیری اوسیدونکي شک لري چې دغه اوربند به پر خپل ځای پاته وي. د ۲۰۲۵ م کال د مارچ میاشتې په نیمايی کې اسرائیل د اوربند توافق مات کړ او بریدونه یې له سره پیل کړل. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دې وروستیو ورځو کې خبرداری ورکړ، که حماس خپله وسله پر مځکه کښې نه ږدي او غزه غیر نظامي نه سي، اسرائیل جگړه له سره پیلوي.
په همدې دلیل د نسرین حماد په شان کسان د راتلونکي په هکله اندیښمن دي. د هغې کوچنیانو په وروستیو دوو کلونو کې هیڅ ډول رسمي زده کړې نه دي ترلاسه کړي او د روغتیایی سیستم ډیرې برخې تخریب سوې دي.
څوک به پرغزې حکومت کوي؟
په دې ترڅ کې یوه مهمه سیاسي پوښتنه موجوده ده چې پر غزې به څوک حکومت وکړي.
د غزې د سولې په طرحه کې یوه فلسطیني تکنوکراته اداره په نظر کې نیول سوې چې د نړیوالو سیاسي څېرو لکه د امریکا متحد ه ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ترمپ او د بریتانیې د پخواني صدراعظم توني بلیر تر نظر لاندې به وي. خو ډیری فلسطینیان ځانونه په دغه پروسه کې د تصمیم نیولو له پروسې څخه محروم احساسوي.
حماد وايی: «زه نه حماس غواړم او نه هم کومه بله فلسطیني ډله. له هرهغه نړیوال بڼسټ څخه به چې پر موږ حکومت کوي او غزه بیا رغوي، هرکلی وکړم.»
محمود عفیف ورته نظر لري: «زه نه پوهیږم چې څوک به پر غزې حکومت وکړي، خو په دې پوه یم چې نه غواړم له تیرې دورې څخه کوم څوک حکومت کړي.» له تیرې دورې څخه د هغه هدف د حماس ډله ده چې په ۲۰۰۷ کال کې یې دفلسطين د خپلواکمنې ادارې څخه واک ترلاسه کړ. د فلسطین خودمختاره اداره د اردن سيند د لویدیځې غاړې پر ځينو برخو چې د اسرائيل له لوري اشغال سوې، حکومت کوي.
عفیف وايی: «زه د خپلو اولادونو له پاره دا هيله لرم چې هر هغه څوک چې واکمن وي، د دوی له پاره ښه تره راتلونکی جوړ کړي.»