دا وروسته له نږدې څلورو کلونو څخه المان ته د اردوغان لومړی سفر دی. د ترکیې ولسمشر، له اولاف شولڅ سره تر لیدنې کتنې وروسته د یوه مطبوعاني کنفرانس په ترڅ کې په غزه کې د یوه بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه.
اروغان په دغه کنفرانس کې یو وار بیا پر اسرائیلو د شدید انتقاد په ترڅ کې وویل: «مونږ د ۱۳ زره ماشومانو، ښځو او پاخه عمر لروونکو کسانو خبره کوو چې وژل شوي دي. په غزه کې هر څه له خاورو سره برابر شوي دي.»
نوموړي د بشري اوربند پر اړتيا له ټینګار کولو سره وویل: «که المان او ترکیه په ګډه وکولی شي دا ډول یو اروبند رامنځته کړي، دا چانس شته چې سیمه د اور لمنې له پراخیدو څخه خلاصون ترلاسه کړي. هر څوک باید د یوې پایداره سولې له پاره د خپلې وسې په اندازه کوښښ وکړي.»
شولڅ د اردوغان د خبرو په غبرګون کې د اسرائیل له ځان څخه دفاع کولو پر حق ټينګار وکړ او ويې ویل: «د اسرائیل موجودیت زمونږ له پاره پریکړنده دی او د مناقشې وړ نه دی. دا هیواد د نړیوالو حقونو له مخې له خپل ځان څخه د دفاع کولو حق لري.»
جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر
یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP
د لوړي کچي فشار
د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.