د غزې مذاکرات: ایران ویلي چې پر اسرائیل اعتماد نه شي کیدلی
۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبه
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني، په غزه کې د اوربند د مذاکراتو په اړه وویل چې پر اسرائیل باور نه شي کیدلی. د لبنان په سویل کې د استوګنې پر ودانۍ برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او دری نور ټپیان دي.
اعلان
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني، د جمعې په ماښام وویل چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني، ایران په دوحه کې د غزې په اړه ترسره شوو خبرو اترو په هکله په جریان کې اچولی دی.
اسرائيل د ايران اسلامي جمهوريت د عراق او سوريې له لارې د لبنان په سويل کې حزب الله ته د نظامي تجهيزاتو په رسولو تورنوي او تل په دغه سيمو کې د «ایران متحد حزب الله» پر مرکزونو بريدونه کوي.
د ۱۹۹۴م کال کې د ارجنتين په بونيوس آيرس کي د یهوديانو په «آميا» مرکز کې ترهګريز بريد د ۸۵ کسانو د مړيني سبب شو او تر ۲۰۰ زيات کسان پکي ټپيان شول. د ارجنتين دولت په دغه چاودنه کې تر اوسه درې وارې ايران په لاس لرلو تورن کړی او ادعا يې کړې ده چې د بريد طرحه په تهران کي جوړه شوی وه.
انځور: picture-alliance/dpa
انځورونه1 | 18
باقري کني په ایکس شبکه کې لیکلي چې پر اسرائیل اعتماد نه شي کولی او باید هر هغه کار ترسره شي چې په غزه کې د اسرائیلي پوځي عملیاتو د بندیدو سبب کیږي.
دغه څرګندونې په داسې یوه وخت کیږي چې جو بایډن د جمعې په ماښام د یوې اعلامیې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې هیڅ څوک نه باید په سیمه کې پر داسې یوه اقدام لاس پورې چې له کبله په غزه کې د اوربند او د یرغمل شوو د خلاصیدو په هکله د مذاکراتو د کمزورې کیدو سبب شي.
بایډن بې له دې چې د ایران نوم واخلي ویلي دي «د منځني ختیځ هیوادونه په غزې تړانګه کې د اوربند له پاره هڅې نه باید کمزورې کړي».
د امریکا ولسمشر همدارنګه د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په دې وروستیو ورځو کې په خبرو اترو کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړي دي. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ دغه خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې ادامه پیدا کړي.
د لبنان پر سویل برید کې ۹ تنه وژل شوي
لبنان په جنوب د نبطیه سیمې په «تول» ښارګوټي کې د استوګنې ودانۍ بمبار شوې ده. په دې برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.