1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې يوازې يو په درېمه برخه روغتونونه قسماً فعال دي

۱۴۰۲ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دې چې په غزه کې تر يو پر درېمه برخه هم لږ روغتونونه دمګړۍ فعال دي. په دې منځ کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د يوه بشري اوربند پر سر رايې اچوي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي په غزه کې نور هيڅ روغتون له لاسه نه شو ورکولی
د روغتيا نړيوال سازمان وايي په غزه کې نور هيڅ روغتون له لاسه نه شو ورکولیانځور: Abed Zagout/picture alliance/Anadolu

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) چارواکو ويلي دي چې په غزه کې يوازې ۱۱ او يا تر دې هم لږ روغتونونه قسماً فعال دي.

د فلسطين د اشغال شوې سيمې له پاره د روغتيا نړيوال سازمان استازي ريچارد پيرکورن د ملګرو ملتونو په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل: «په يوازې ۶۶ ورځو کې د روغتيايي سیسټم له ۳۶ فعالو روغتونو څخه يوازې ۱۱ قسماً فعال دي چې يو په شمال او لس په جنوب کې دي.»

نوموړي چې له غزې څخه یې د يوې ويډيو له لارې خبرې کولې، وويل: «موږ  نه شو کولی چې هیڅ يو روغتيايي مرکز او يا روغتون له لاسه ورکړو.» هغه وويل: «موږ هیله لرو او غوښتنه کوو چې داسې څه ونه شي.»

دا غوښتنه په داسې حال کې شوې ده چې د روغتيا نړيوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم غيبريوسس غزې تراډې ته د طبي وسايلو د کتارونو د ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د غزې پر يوه روغتون ظاهرا د بريد رپوټ

په غزې تراړه کې د حماس تر ادارې لاندې د روغتيا وزارت ويلي دي چې د اسرائيل ځواکونو د فلسطينيانو د دغي سيمې په شمال کې پر يوه روغتون بريد کړی دی.

د وزارت وياند اشرف القدرا په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د اسرئيل اشغالګر ځواکونه د کمال عدوان روغتون تر څو ورځو کلابندۍ او بمبارۍ وروسته اوس دغه روغتون ته داخل شوي دي.»

نوموړي وويل چې ځواکونو د روغتونو په انګړ کې نارينه چې د روغتون عمله هم پکې شامله ده، محاصره کړي دي. د اسرائيل پوځ په سملاسي توګه پر دې رپوټ کومه تبصره نه ده کړې.

په غزهکې حماس ډله واکمنه ده چې پر نورو سربيره امريکا متحده ايالاتو، آلمان، اسرائيل، ځينو عربي هېوادونو او اروپايي ټولنې د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ويلي دي چې د رپوټونو پر اساس دوو مېندو هغه وخت ژوند له لاسه ورکړ کله چې د دوشنبې په ورځ د روغتون زيږنتون د بريد ښکار شو.

د اوچا له خوا زياته شوې ده: «روغتون اوس هم د اسرائيل د ځواکونو او ټانکونو له خوا محاصره دی او په ګاونډ کې یې له درې پرله پسې ورځو راهېسې د پوځ او وسله والو ډلو ترمځ نښتې رواني دي.»

م.م. په غزه کې د بشري اوربند پر سر رايه اچوي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به په غزه کې د سملاسي بشري اوربند د غوښتنې له پاره د يوه غير الزامي پريکړه ليک پر سر رايه اچونه وکړي.

په داسې حال کې چې د اوربند له پاره غږونه نور هم لوړ شوي دي، امريکا متحده ايالاتو تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يو الزمي بڼه لرونکیپريکړه لیک ويټو کړ. 

خو د سې شنبې ورځې د پریکړه ليک د مسودې ژبه به هغه پريکړه ليک ته ورته وي چې په واشنګټن کې د حکومت له خوا یې مخه ونيول شوه.

د اکتوبر پر ۷مه نیټه پر اسرائيل د حماس ترهګرو په بريدونو کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل چې ډېر ملکيان پکې شامل ول. 

د حماس د روغتيا وزارت په حواله د اسرائيل په ځوابي بريدونو کې تر اوسه په غزه کې تر ۱۸۰۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي.

اسرائيل ويلي دي چې په غزه کې یې د ځمکنيو تهاجمي عملياتو له پېل راهېسې تر اوسه تر سلو ډېر عسکر وژل شوي دي.

«په لوېديځه غاړه کې څلور فلسطينيان وژل شوي»

د فلسطينيانو د روغتيا وزارت ويلي دي چې د اسرائيل عسکرو د اشغال شوې لوېديځې غاړې په جنين سيمه کې څلور فلسطينيان وژلي دي.

د فلسطينيانو د سرې میاشتې کميټې ويلي دي چې دا کسان پر زاړه ښار د بې پېلوټه الوتکې تر بريد وروسته وژل شوي دي.

د فلسطينيانو مسوولینو ويلي دي چې د اکتوبر پر ۷مه نيټه د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پېل راهېسې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د اسرائيل په ډزو او د ناقلينونو په بريدونو کې تقريباً ۲۷۰ فلسطينيان وژل شوي دي.

د سرې میاشتې کميټې له خوا ويل شوي چې اسرائيلي ځواکونو «د جنين کمپ عملياتو ته دوام ورکړی دی او د امبولانسونو عملې ته د مخکنۍ همغږۍ د داخليدو اجازه نه ورکول کيږي څو طبي قضيو ته رسيدګي وشي.»

د اسرائيل دفاعي ځواک پر دې موضوع سملاسي کومه تبصره ونه کړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل