1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته غبرګونونه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

امریکا، اروپایي ټولنې، ترکیې، پاکستان او یوشمیر نورو هیوادونو د غني او عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې هرکلی کړی. خو په کور د ننه ځینو سیاسي جریانونو دا هوکړه غندلې هم ده.

Afghanistan Ashraf Ghani und Abdullah Abdullah
انځور: Office President Afghanistan/Sediq Sediqi

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سیاسي هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته تیر ماښام ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ته په ټیلفوني اړیکه کې مبارکي ویلې او له دواړو سیاسي مشرانو یې افغان سولې بهیر له پاره د ګډو هلو ځلو غوښتنه کړې.

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له دې سیاسي هوکړې هرکلی کړی. خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړه سیاسي مشران باید د تیرې دورې تیروتنې تکرار نه کړي.

د ناټو سرمنشي، یوناما، سعودي عربستان، ایران او ترکیې هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې هرکلی کړی او له نوي افغان حکومت سره یې د ګډ کار او مرستو ژمنه کړې. 

خو په کور دننه یوشمېر سیاسي جریانونو ددې هوکړې پروړاندې منفي غبرګون ښودلی. د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ویلي چې د عبدالله او غني ترمنځ سیاسي هوکړه کې د خلکو رایې بابیزه وګڼل شوې.

ددغه ګوند په اعلامیه کې راغلي: «د محترم ډاکټر عبدالله عبدالله او محترم ډاکټر محمد اشرف غني ترمنځ توافق کې، د ټاکنو تقلبي پایلو ته مشروعیت ورکړل شو او د خلکو واقعې رایې نادیده ونېول شوې، په دې سره پر ملي بهیرونو د خلکو باور ته هم سخت زیان واوښت.»

جمعیت ګوند په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی وو. د دغه ګوند په وینا مبارزه یې د څوکیو ویش او دولتي مقام له پاره نه، بلکې ټوله هڅه یې د یوه غیرمتمرکز نظام په رامنځته کولو ورټوله وه.

د طالبانو غبرګون

طالبان بیا د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه د تېرو ناکامو تجربو تکرار بولي. د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «افغان جهتونه باید د ستونزې اصلی حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزي حل د دوحې د تړون په عملي کیدو کې ایښی، باید د خنډونو له ایجاد څخه ډډه وشي.»

شاهین د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر د ژر تر ژره بشپړولو غوښتنه کړې چې پi وینا یې د سولې بین الافغاني خبرو ته لار پرانېستل شي.

حقوقي مشروعیت

د غني او عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته یوه مهمه پوښتنه دا هم ده چې جوړېدونکی حکومت به حقوقي – انتخابي او که سیاسي – توافقي وي؟

حقوقپوهان وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې حکومت او حکومتي واک تعریف شوی او له هغې پرته هرډول تشکیلات او د واک ویش قانوني سرغړونه ده.

حقوقي شنونکي شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل، ولسمشر د قانون پربنسټ خپل ځینې صلاحیتونه یواځې خپلو مرستیالانو ته لیږدولی شي:

«د قدرت ویش د اساسي قانون له مخې جواز نه لري، د اساسي قانون ۷۰مه ماده حکم کوي چې حکومت له وزیرانو جوړ دی او یواځې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې خپلې چارې تنظیموي.»

د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک په اړه د ارګ په اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئيس او د ملي مصالحې د ملي شورا د رئيس ‌‌‌‌ترمنځ د اساسي قانون تر چتر لاندې د سیاسي توافق پر اساس ښاغلی ‌‌‌‌‌‌ډاکتر عبدالله عبدالله د تشریفاتو او پروتوکول له نظره د ملي مصالحې اړوند مسایلو کې د هیواد د دویم مقام جایګاه لري.»

اعلامیې زیاته کړې چې پر دې سربیره به هم د هېواد دویم ځای ځایګی د ولسمشر لومړي مرستیال له پاره خوندې وي.

ددې هوکړې د لاسلیک مراسم په ارګ کې د تړلو دروازو ترشا جوړ شوي وو، چې په بې ساري ډول هیڅ یوې رسنۍ په ژوندۍ بڼه خپاره نه کړل.

خو تر لاسلیک څو ساعته وروسته د افغانستان ملي ټلویزون ثبت شوی جریان خپور کړ چې پکې ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې او ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف لنډې ویناوې کړي.

اسماعیل شاکر – کابل   

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل