1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني ته د مبارکۍ پېغامونه او د عبدالله اعتراض

۱۳۹۸ اسفند ۱, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان په هکله اعتراضونه د پراخیدو په حال کې دي، هندوستان، کویت او اروپايي ټولنې محمد اشرف غني ته د بیا ولسمشر کیدو مبارکي ورکړې ده، خو عبدالله بیا ناراضه دی.

Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Hossaini

د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۸مه نیټه) تر اوږدو جنجالونو او اوږده ځنډ وروسته، د افغانستان دټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې چې په پایله کې یې محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغانستان د ولسمشر په توګه و ټاکل شو.

پرون د چهارشنبې په ورځ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي ټاکل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ وثیقه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وسپارله او هغه یې د دوهم ځل له پاره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ. د ولسمشر غني نیږدې کسانو ویلي چې دوی اوسمهال د ولسمشر غني او د نوموړي د مرستیالانو له پاره د لوړې د مراسمو د تنظیمولو په چارو بوخت دي.

بل لوري ته بیا د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» د ټیم پلویانو په یو شمیر ولایتونو کې د ډاکټر عبدالله د بریالیتبوب جشنونه نیولي دي. عبدالله چې د تیر کال د سپتمبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د غني یو له اصلي رقیبانو څخه دی، دغه پایلې یې نه دي منلې او د «ټول شموله حکومت» د جوړولو اعلان یې وکړ.

دا په داسې حال کې چې هندوستان، کویټ او اروپايي ټولنې محمد اشرف غني ته د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کیدو مبارکۍ ورکړي او د ښو چارو هیله یې ورته کړې ده، داسې یو اقدام چې د عبدالله غوسه یې راپارولې ده.

د هندوستان مبارکي
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۰مه نیټه) پر خپله انترنت پاڼه یو پیغام خپور کړی چې پکې د ټاکنو د پایلو د اعلان په اساس محمد اشرف غني ته یې د بیا ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ورکړې. د هند د بهرنیو چارو وزارت په دغه پیغام کې لیکلي: «هندوستان د افغانستان د خلکو د ډیموکراتیکو هیلو ملاتړ کوي او له نوي دولت سره به د ترهګرۍ له معضلې سره د مبارزې په برخه کې چې له بهر څخه یې ملاتړ کیږي، د ستراتیژیکو همکاریو د غښتلتیا او د دموکراتیک سیاست له لارې ملاتړ وکړي.»

په دې پیغام کې همدا راز راغلي چې «هندوستان د سولې او ملي پخلاینې له پاره چې د افغانستان د حکومت تر مشرۍ لاندې او په افغانستان پورې تړلې وي او د افغانستان تر کنترول لاندې وي، ژمن دی.»

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت همدا راز هیله څرګنده کړې چې د افغانستان نوی حکومت او ټول سیاسي مشران دې د ټولنې د ټولو قشرونو د ګټو او حقونو له پاره، د ملي وحدت او د مشارکت د ترویج له پاره هڅې وکړي. ولسمشر غني د هندوستان له دغه پیغامه مننه کړې او په یوه ټویټري پیغام کې یې لیکلي چې «د یوه ملګري، ګاونډي او د نړۍ د سترې ډموکراسۍ په توګه له هند څخه مننه کوم چې په افغانستان کې یې له ډموکراتیکې پروسې بشپړ ملاتړ کړی دی.»

له محمد اشرف غني سره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست تلیفوني اړیکه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نمایندګۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره محمد اشرف غني ته د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسوول جوزف بورل د تلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی. د دې اعلامیې په اساس، جوزف بورل د ولسمشر ټاکنو د نهايي پایلو له کبله اشرف غني ته مبارکي ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې اروپايي ټولنه به د غني په مشرۍ د افغانستان له نوې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د اروپايي اتحاديې د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل د ټول شموله حکومت جوړولو په برخه کې د ولسمشر غني د ژمنې هرکلی کوي، داسې چې په هغې کې د افغانستان ټول خلک د استازولي احساس وکړي.» د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول همدا راز ټینګار کړی چې اوسمهال د دوامدارې سولې له پاره د اتحاد رامنځ ته کیدل یو اولویت دی.

کویت هم ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې

د «کویټ ټایمز» په ګډون د یو شمیر رسنیو په حواله، د کویت امیر شیخ صباح احمد جابر هم ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کیدو له کبله د مبارکۍ یو پیغام لیږلی دی. د کویت امیر په دغه پیغام کې د افغانستان د سعادت او پرمختګ هیله څرګنده کړې ده.

که څه هم امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې په دې هکله رسمي دریځ نه دی ښوولی، خو یوه امریکايي سناتور لینډي ګراهم د یوه ټویټري پیغام له لاري ولسمشر غني ته د بیا ولسمشر کیدو مبارکي ورکړي ده. نوموړي په دې ټویټري پیغام کې لیکلي: «ولسمشر غني ته په ټاکنو کې د بریا او د افغانستان خلکو ته په میړانه سره د ډموکراتیک بهیر د هرکلي په برخه کې مبارکي وړاندې کوم.»

د یوناما عکس العمل

په دې ترڅ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ یا یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نهایي پایلو د اعلان او د اتخاباتي کمیسیونونو  د کار چې د پایلو د اعلان سبب ګرځيدلي، خبر دي. د یوناما په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې «ملګري ملتونه د هیواد د اساسي قانون او مقرراتو په رڼا کې د ټاکنو د پایلو د اعلان د پروسې اړوند د هر راز مشکلاتو پر حل او همدا راز پر ثبات او همسبتګۍ ټینګار کوي.»

دغه سازمان چې د ولسمشریزو ټاکنو د اعلان په برخه کې یې محتاطانه دریځ ښوولی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي حکومت هرکلی کوي او له هغه سره به همکاري وکړي.

د عبدالله عبدالله ناخوښي

ډاکټر عبدالله عبدالله چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني یو له اصلي رقیبانو څخه وو، د پایلو د نه منلو ترڅنګ د خپل حکومت د جوړولو اعلان کړی دی. نوموړي د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست د مسوول مبارکۍ ته هم غبرګون ښوولی دی. نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نمایندګي دې په دې برخه کې وضاحت وړاندې کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل