د غور پيښي د دولت او طالبانو ترمنځ توپير ورک کړی
۱۳۹۴ شهریور ۱۱, چهارشنبه![Horia Mosadiq](https://static.dw.com/image/18689588_800.webp)
اعلان
په ټولنيزو شبکو کي د غور د يوې محکمې داسي ويډيو خپره سوې چي پکښي يوه نجلۍ او يو هلک د جنسي اړيکو په تور د دورو وهلو په حال کي ښوول کیږي. د بخښني نړيوال سازمان څېړونکي وايي، دا کار د دولت او طالبانو ترمنځ نه توپير ښيي. د بخښني نړيوال سازمان کي د افغانستان د چارو څېړونکې حوريه مصدق له دويچه ويله سره پر ږغېدلې ده.