د همږغۍ دغه ګډ پلت فورم په ويانا کي د شلو هيوادونو د استازو د يوه ګډ کنفرانس په نتيجه کي رامنځته سوی دی. په هغه کي بايد د اروپايي ټولني او لويديځ بالکان هيوادونو ګډ تدابير سره هماهنګ سي.
د سرحدونو د ساتني ترڅنګ بايد د هغو کسانو بيرته استول هم ممکن سي چي د پاتيدو اجازه نه لري او د پناه غوښتني چټکه پروسه تطبيق سي.
د جرمني د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د ژورناليستانو په مخکي وويل چي آلمان په ورځ کي له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پوري مهاجرو په درلودلو سره، بيرته د کرونا بحران مخکي وخت ته رسيدلي او امکان لري چي دغه حالت همداسي دوام پيدا کړي.
ورته موضوع: یو وار بیا اروپا ته غیر قانوني مهاجرت ډیر شوی دی
له همدې کبله زيهوفر ددې کار هرکلی کوي چي دولتونه په ويانا کي د يوه ګډ همږغي کوونکي سيسټم پر جوړولو باندي موافقه کړې.
زيهوفر د هغو دولتونو ګډ دريځ ته چي د بالکان پر لار پراته دي، د مخکي له مخکي خبرداري سيستم په سترګه ګوري. د هغه په خبره د مخکي له مخکي موافقې له لاري دا ممکن کيږي چي په نړيواله سطحه تدابير ترلاس لاندي ونيول سي.
په جون مياشت کي د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتني آژانس فرونتيکس په حواله، د مديترانې له ختيځي لاري يعني د ترکيې او يونان څخه په می مياشت کي ۱۲۵۰په غيرمنظم ډول له سرحد څخه د اوښتلو پيښي ليدل سوي دي. دا د اپريل مياشتي په پرتله اته برابره زياتوالي ښيي.
د مهاجرو د سياست په اړه اروپا پاليسي ته وده ورکول
د پناه غوښتني په اړه د اروپايي ټولني نوي سياست ته په کتو سره زيهوفر اعلان کړی دی چي آلمان غواړي په سپتمبر کي د اروپايي ټولني کميسيون له خوا وړانديزونو ته وده ورکړي. خو دغه موضوع به اروپايي ټولنه د نورو ډيرو کلونو له پاره مصروفه وساتي او هيڅ يو غړي به په يوازي ډول ونه سي کولای دغه نړيوال مشکل حل کړي.
د ويانا په هوفبورګ کي دغه دوه ورځني کنفرانس کي د زيهوفر او د هغه د اتريشي همتا کارل نيهامير تر څنګ، د ډيرو هيوادونو داخله او د مهاجرت چارو وزيرانو او همدارنګه د مهاجرت له پاره د اروپايي ټولني د کميسيون د مشر مرستيال مارګريتيس شايناس هم برخه اخيستې وه.
اروپا ته غيرقانوني مهاجرتونه لږ شوي دي
د اروپا د بهرنيو سرحدونو د ساتني آژانس (فرانتکس) وايي چې د تيرو کلونو په پرتله سږکال اروپا ته دېر لږ مهاجر راغلي دي. دغه بدلون، د مهاجرت په چارو کې د اروپايي اتحاديې د هلو ځلو په پايله کې راغلی.
انځور: picture alliance / dpaيونان: يوه میاشت کې ۲۴ سلنه لږ مهاجر
د اروپا د بهرنيو سرحدونو ساتونکي آژانس (فرانتکس) په خپل يوه تازه بيان کې(سپتمبر ۱۸. ۲۰۱۷) ويلې دي چې په اګست مياشت کې يونان ته ۴۲۰۰ مهاجر رسيدلي دي، چې دغه شمیر د مخکنۍ مياشتې جولای په پرتله ۲۴ سلنه ښکته دی.
انځور: Getty Images/A. Koernerفرانتکس د روان کال له پیل تر اوسه يونان ته د تازه رسیدلو مهاجرو شمير ۲۱۱۰۰ تنه ښیي چې په هغوی کې ډیري يې د افغانستان، عراق او سوريې هيوادونو اوسيدونکي دي.
انځور: Joel Saget/AFP/Getty Imagesد فرانټکس په حواله، د روان کال په اتو مياشتو کې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمير د تيرکال همدې مودې په پرتله يو پر لسمي راښکته شوی دی.
انځور: picture alliance/NurPhoto/A. Widakايتاليا: په يوه میاشت کې ۶۰ سلنه لږ مهاجر
فرانتکس وايي چې په اګست مياشت کې ټولټال ۴۵۰۰ تنه مهاجر د مديترانې سمندرګي له لارې ايتاليا ته رسیدلي دي چې دا د جولای مياشتې په پرتله ۶۰ سلنه کمښت ښيي.
انځور: picture-alliance/dpaايتاليا ته په تازه رسيدلو مهاجرو کې ډیری يې د نايجريا او ګينه هيوادونو اتباع دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro۱۲۲۰۰ سرحدي غيرقانوني پیښې
فرانتکس يوازې په اګست مياشت کې اروپا ته د تلونکو څلورو لارو پر سر دغې وچې ته د غيرقانوني اوښتو ۱۲۲۰۰ پيښې ثبت کړي دي.
انځور: Frontexد روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې ايتاليا ته ټولټال ۱۴۲۷۰۰ تنه مهاجر رسيدلي دي. فرونتکس وايي چې دغه شميره د تيرکال په پرتله دوه پر درې ښکته ده.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardtهسپانيا: درې برابر زيات مهاجر
د يونان او ايتاليا په خلاف هسپانيا ته زيات مهاجر رسيدلی دي. د روان کال په اتو مياشتو کې دغه هيواد ته ټولټال ۱۳۶۰۰ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا شمير د تير کال (۲۰۱۶) همدې مودې په پرتله درې برابره لوړ دی.
انځور: picture-alliance/dpaله سرحد څخه د اوښتو ۲۴۰۰ غيرقانونې هڅې
فرانتکس آژانس يوازې په تيره اګست مياشت کې، د هسپانيا پر سمندري او ځمکني سرحدونونو، دغه هيواد ته د اوښتو ۲۴۰۰ غيرقانوني پيښې ثبت کړي دي.
انځور: Reuters/L. Foegerد بالکان لاره چې دوه کاله مخکې ورباندې د مهاجرو تر ټولو زيات رش وو، سږکال ورباندې تر ټولو کم مهاجرتونه شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bennettد بالکان سیمې هیوادونو څخه د اروپا پر لور ځکه ډير لږ کار اخيستل کيږي، چې اوس له ترکيې څخه اورپا ته تلونکي ډیر کم شمير مهاجر له دغې لارې کار اخلي. د دې ستر لامل پر دغو لارو د سيمې اغزنو کټارو درول دي.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Donevپه يوه اوونۍ کې د ۵۰۰۰ مهاجرو ژغورنه
اروپا ته غيرقانوني مهاجر د سختو او خطرناکو سمندري لارو کار اخلي. يوازې د سپتمبر مياشتې په يوه اوونۍ کې د ايتاليا او لیبيا په ساحلونو کې۵۰۰۰ مهاجر د سمندري ساتونکو له خوا له ډوبيدو ژغورل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Dilkoffد يونان په مشهور ټاپو لیسبوس کې د مهاجر يو کمپ دی چې د مهاجرت ژوند يوه برخه انځوروي. د دغه انځوريز رپوټ انځورنه د دويچه ويله له آرشيف څخه انتخاب شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki