1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د فابریکې مالک پر توپونو د قرآني آيت د ليکلو په تور نیول شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

پاکستاني چارواکو د فوټبال توپونو جوړونکې يوې فابريکې مالک توقيف کړی دی. پر دغه شخص باندې تور دی چې د اسلام د پيغمبر نوم او د قرآن کريم آيتونه يې د خپلې فابريکي په توليدي توپونو باندې چاپ شوي دي.

Pakistan Proteste nach Freispruch Asia Bibi
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د آلمان خبري آژانس له اسلام آباد څخه د خپرو شوو رپوټونو په حواله ليکي چې دغه کس د پاکستان پنجاب صوبې د سيالکوټ ښار چارواکو، «مذهب ته د سپکاوي» په تور توقیف کړی دی.

په اړه یې ويل شوي دي چې د هغه په فابريکه کې جوړو شوو د فوټبال پر توپونو باندې د اسلام د پيغمبر او د قراني آيتونو انځورونه ليدل شوي دي.

د تحقيقاتو د ادارې يوه افسر، اصغر علي د شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ويلي وو چې تورن په توقیف کې دی او د پاکستان د ديني علماو له بورډ څخه غوښتنه شوې چې دغه قضيه وڅيړي.

د پاکستان سيالکوټ ښار د ډيرو صنعتي کارخانو پر درلودلو مشهور دی. د پنجاب په دغه شمالي ښار کې د فوټبال، کرکيټ او نورو سپورټي لوبو وسايل په ډير لوړ کيفيت جوړيږي چې په نړۍ کې هم شهرت لري. د ۲۰۱۸م کال د فيفا نړيوال جام له پاره د فوټبال توپ هم د پاکستان په سيالکوټ کې جوړ شوی وو.

د کرونا ويروس او د دغې وبا له امله د لګول شوو بنديزونو سربيره، د جمعې په ورځ په سيالکوټ کې د مذهبي ادارو له خوا اعتراضونه ترسره شول. د اصغرعلي په خبره چې د تورن کس تر نيول کيدو وروسته، دغه اعتراضي مظاهرې درول شوي دي.

په پاکستان کې مذهب ته د توهین له پاره درنه سزا ټاکل شوې ده. د تورنو افرادو پر ضد اکثره دغه ډول قضيې، سخت دريځو ډلو راپارولي دي. په ځينو پيښو کې حتی دا ډول تورن کسان وژل شوي هم دي.

په کال ۲۰۱۱م کې د پاکستان د پنجاب صوبې پخوانی والي، سلمان تاثير چې مذهب ته پر سپکاوي باندې تورن وو، د خپل ساتونکي ممتاز قادري له خوا په ډزو ووژل شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب