1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

عربي هیوادونه: په سیمه کې د امریکا د پوځ حضور کافي نه دی

۱۴۰۲ شهریور ۱, چهارشنبه

د عربي هېوادونو لوړ پوړو پوځي چارواکو ویلي دي چي په فارس خلیج کې د امریکا پوځي اقدامات د امنیت د تامین او د ایران له ګواښونو سره د مقابلې له پاره کافي نه دي.

Iran USA USS Georgia
انځور: Indra Beaufort/U.S. Navy/AP Photo/picture alliance

 دغو هېوادونو په سیمه کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۴۰ زره کسانو ته د زیاتولو غوښتنه وکړه. 

د «العربیه» وېب پاڼې د سه شنبې په ورځ د «اګست ۲۲مه» د خپلو سرچینو په حواله لیکلي دي چې له ډېرې مودې راهیسې د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې د امریکا د جګپوړو پوځي چارواکو او د هغوی د سیالانو ترمنځ ګڼې خبرې اترې روانې دي.

دغه خبرې اترې او سلامشورې تل په سیمه کښې د ګواښونو د ډول او په فارس خلیج کښې د امریکا د پوځي ځواکونو د مسئولیت او شمیر په هکله مطرح سوي دي.

د «العربیه» سرچینې د راپور له مخې د سیمې د عربي هېوادونو جګپوړو پوځي چارواکو له امریکا غوښتي چې په سیمه کې د خپلو ځواکونو په شمېر او د امریکا او عربستان د ګډو ګټو د ساتلو په هدف له سره غور وکړي. د سیمې د هېوادونو د اقتصاد د ملاتړ تر څنګ په منځني ختیځ کې د خپلو پوځیانو شمېر او اندازه زیاتوي.

په دې لړ کې له امریکا څخه غوښتل سوي دې چې په سیمه کې خپل محدود پوځي پروګرام د «پوځي برتري او پر عربي هېوادونو د پرمختللو وسلو د پلور پر بنسټ پراخ پروګرام» بدل کړي.

د «العربیه» سرچینو ویلي چې د دې غوښتنې ډېر لاملونه دي، په تېره بیا دا چې امریکا په تېرو لسو کلونو کې په سیمه کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی او د فارس خلیج نورو برخو ته یې خپلې الوتکې وړونکې بېړۍ لېږلې دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما اداره په دې باور وه چې په یوه سیمه کې چې د لوی ځواک لرلو ته اړتیا نشته د واشنګټن له پاره یې خپل اهمیت له لاسه ورکړی وي.

په کولمبیا کې امریکایي ځواکونهانځور: Vanessa Gonzalez/NurPhoto/picture-alliance

اوباما هم په دې باور و چې له ایران سره د خبرو او په ورته وخت کې په سیمه کې د ستر پوځي ځواک درلودل ناشونې دي. په همدې خاطر یې له سیمې څخه په وتلو سره تهران ته د «ښه نیت» ښودلو غوښتنه وکړه.

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال پنټاګون سیمې ته د اوباما پر تګلارې ټینګار وکړ او بالاخره پرېکړه وسوه چې په سیمه کې به د امریکايي ځواکونو شمېر تر۴۰ زرو پورې پاتې سي.

«العربیه» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر د دې نظر خلاف دی چې د عربي هېوادونوپوځي چارواکو د پاتریوت هوايي دفاع سیستم د بېرته ستنېدو له پاره د امریکايي پوځیانو شمېر  ۴۰ زرو تنو ته د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د دفاعي سیسټمونو، د نورو سمندري ځواکونو ځای پرځای کول او د ګډ نظامي همکارۍ د چوکاټ رامینځته کول او د دې هیوادونو د اصلي زیربناوو د ملاتړ په هدف د امریکا او عربي هیوادونو ترمنځ همکاري پراخه سوي ده.

د متحده ایالاتو د مرکزي قومندې مرکز (سینټیکام) قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا دوې اونۍ دمخه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ له قوماندان اډمیرل براډ کوپر سره د هرمز تنګي څخه د تیریدلو له پاره د «یواس‌اس هاندر» په کښتۍ کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

هغه د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو له قوماندان ډګرجنرال عیسی سیف محمد المزروي سره په کتنه کې د پوځي اړیکو د باثباته ماهیت او په سیمه کې له ګواښونو سره د مقابلې پر اړتیا خبرې وکړې.

امریکا د هوايي ځواک F-22 Raptorانځور: Airman 1st Class Mikaela Smith/U.S. Air Force/UPI Photo /Newscom/picture alliance

د دې خبر په اعلانولو سره د (سینټیکام) خبري سایټ هم لیکلي دي چې دغه لوړ پوړي امریکايي جنرال بیا بحرین ته سفر وکړ او هلته یې د بحرین له پاچا حمد بن عیسی ال خلیفه، د بحرین د دفاع له وزیر جنرال عبدالله بن حسن النعیمي، د دغه هیواد د دفاع د مرکزي قوماندانۍ له لوړ پوړو افسرانو سره وکتل. او د متحده ایالاتو د پنځمې بیړۍ د قوماندې مرکز څخه یې هم  لیدنه وکړه.

د ایران له ګواښونو سره مقابله

سرچینې «العربیه» ته ویلي دي چې په سیمه کې د عربي هېوادونو د پوځ له نظره، د بې پیلوټه کښتیو او امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ځای پر ځای کولو او همدارنګه د برید کوونکو بېړیو څخه د مرستې غوښتنې ته د چټک غبرګون ښودل سوی دی. د ایران له خوا، « اړین خو ناکافي»  ګڼل کیږي.

د عربي پوځي چارواکو په وینا، ایراني ځواکونه کولای شي په ازادو اوبو کې او سمندر ته نږدې دکښتیو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. سربیره پردې، «د امریکایي ځواکونو لیږل به ایرانیان په غوسه کړي، او په بدل کې به هڅه وکړي چې په سیمه کې د کوچنیو امریکایي ځواکونو نفوذ په نورو لارو بې اغیزې کړي».

د «العربیه» سرچینو د راپور له مخې، امریکايي چارواکو په سیمه کې د خپلو کوچنیو ځواکونو د شتون له امله د پوځي چارواکو له خوا سختې نیوکې ترلاسه کړې، چې «د ګواښونو او خطرونو د کمولو پر ځای ستونزې زیاتوي» .

د ایران اسلامی جمهوریت په وروستیو کلونو کښې د خپلو توغندیو او بې پیلوټه الوتکود جوړولو او پراخولو او د دغو وسلو دقت او حجم چې تر درې زره کیلومترو پورې واټن ویشتلی شي، زیاتي کړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، د دې معنی دا ده چې د دغو وسلو کارول د ګاونډیو هیوادونو اقتصاد او د دغو هیوادونو مهمو زیربناو ته احتمالي ګواښ دی.

د ایراناو روسیې تر منځ د پوځي همکاریو د کچې په لوړیدو سره واشنګټن په دې پوه سو چې منځنی ختیځ له زیاتو ګواښونو سره مخ دی او مسکو د عصري پوځي ټیکنالوژۍ په وړاندې کولو سره د بالستیک توغندیو په ګډون د ایران د وسلو دقت او حجم د زیاتولو توان لري.

په تهران کې د ایران د سپاه پاسداران د سترو قوماندانانو غونډهانځور: Iranian Supreme Leader's Office via ZUMA Press Wire/picture-alliance

ځیني باخبره سرچینې وايي، خو د امریکا پوځي چارواکو له خپلو عربي سیالانو سره په خبرو کې ځانونه محدود کړي او یوازې یې د راتلونکو خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دعربې هیوادونو پوځي چارواکو امریکا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې فارس خلیج ته دامریکا د محدودو عسکرو استول یوازې په سیمه کښې د ایران له خوا د تجارتي بېړیو د یرغمل کولو د هڅې په اړه د ستونزو یوه برخه حل کولای سي.

ص.ز/ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل