1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې اعتصاب ډیري کورنۍ سره جلا کړي دي

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

د فرانسې اعتصاب که څه هم فامیلونه سره جلا کړي او د ډیره انتظاره څخه کوچنیان ژاړي، خو بیا هم د ریلونو اعتصاب روان دی او ډیری کسان نه سي کولای د کریسمس اختر په رخصتیو کي د خپلو فامیلونو سره یوځای سي.

Frankreich Streik Rentenreform Fahrgäste
کوچنیان د ریلونو په سټیشنونو کي د انتظار په حال کيانځور: picture-alliance/AA/J. Mattia

که څه هم د فرانسې د ریلونو کارکونکو د کریسمس اختر په رخصتیو کي د هغو کسانو له پاره ،چي غواړي د خپلو کورنیو سره یو ځای سي د حل یوه لاره پیدا کړې ده، خو د دوامداره اعتصابه په سبب د فرانسې د ریلونو شرکت د کریسمس اختر په مقدسه شپه کي د ریلونو د شبکې یوه لویه برخه کنسل او ریلونه به ورباندي حرکت ونه کړي.

انځور: Getty Images/AFP/J. Saget

په همدغه نن او سبا یکشنبي ورځو کي به هم د تقاعد د مقرراتو د اصلاحاتو پرضد روان احتجاجونو له کبله ډیر لږ ریلونه په حرکت کي وي. خو قهریدونکو مسافرینو ته په کتو سره د فرانسې د ریلونو شرکت، SNCF اطمینان ورکړی، چه کنسل سوي ریلونه به بیرته لمړی د زرهاوو کوچیانو پرمخ خلاص او تگ به یې  ممکنه کړي. ددغه شرکت یوې ویاندي وویل، چي دا کار ځکه ممکنه سو، چي د ریلونو ځیني چلونکي بیرته کار کولو ته حاضر سوي دي.

د ریلونو د کارکونکو اعتصابانځور: Getty Images/AFP/A. Mesenge

تر دې دمخه شرکت خبر ورکړی ؤ، چي د ډسمبر تر ۲۴ نیټې، یعنی د کریسمس اختر تر مقدسي شپې پوري به ۶۰۰۰ کوچنیان او نابالغه کسان د اوسني اعتصاب او ریلونو د کنسلیدو څخه متأثره سي. د هغوی فامیلونو ته احوال ورکول سوی ؤ، چي د کوچنیانو ټکټان یې نور اعتبار نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب