د آلن دلون دریو بچیانو آلن فابین، انوشکا او انتوني، د یکشنبې په سهار (د ۲۰۲۴ کال د اگست ۱۸مه) فرانسې خبري آژانس ته په یوه ګډه خبر پاڼه کې ویلي چې دسینما افسانوي ستوری « د پاریس په سویل کې په خپل کور کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.»د هغه کورنۍ غوښتنه کړې چې «په دې لوی غم او دردونکې وخت کې دې» د دوی خصوصي حریم ته درناوی وشي.دغه ممثل له څو مغزي سکتو وروسته په روغتون کې بستر شو. د هغه درې بچیانو له میاشتو په دې بحث کوه چې پلار یې چیرته او څنګه تر درملنې لاندې وي.
په وروستیو کې د دلون حقوقي ملاتړي چې وړاندې یې د نوموړي طبي مسولیت درلوده مالي مسولیت هم واخیسته.
آلن دلون په ۶۰ او ۷۰ کلونو کې له رومي شنایډر سره په «پول» او د ژان پال بیلموندو سره «بورسالینو» او له لوچینو ویسکونټي سره په « پړانګ» په څیر فلمونو سره مشهور شو.
په ۲۰۱۹ کې، هغه د کن فلم فستیوال کې د خپل هنري کار لپاره د طلایي ونې جایزه واخیسته.
د هند د سینما هغه ستوري چې په خپلو کې ېې ودونه کړي
د هند په سینما کې ډېر داسې شوي چې اکټرانو یا د فلم ستورو سره په اصلي ژوند کې واده کړی وي. په دغه انځوريز البوم کې یو شمېر پخواني او اوسني هندي اکټران او اکټرانې درپيژنو چې له یو بل سره ېې ودونه کړي دي.
انځور: Sujit Jaiswal/AFP/Getty Imagesنرګس او سونیل دت (د سنجېدت والدین)
نرګس (کيڼ لور) او سونلدت په ۱۹۵۸م کال کې واده وکړ. د دوی لومړني فلمونه د هندوستان سینما د تور او سپين فلمونو د وخت دي. دوی دواړه مړه شوي، زوی ېې سنجیدت نن ورځ د هند سینما له وتلو ستورو څخه یو دی.
انځور: Imago/United Archives Internationalد هندوستان پخواني وتلي اداکار دلیپ کمار په ۱۹۶۶ کې له اکټرې سایره بانو سره واده وکړ. بیراګ یو له هغو فلمونو دی چې دوی په کې مرکزي رولونه لوبولي دي. دلیب کمار په ۲۰۲۱ کال کې د ۹۸ کلونو په عمر مړ شو، سایره بانو ژوندۍ ده. دوی اولاد نه لري.
انځور: Getty Images/AFP/STRدمپل کپادیا او راجیش کهنه
راجش کهنه تر امیتاب بچن د مخه په اویایمه میلادي لسیزه کې د هند سینما سوپر ستار وو. هغه په ۱۹۷۳ کې له فلمي اکټرې، دمپل کپاډیا سره واده وکړ چې لس کاله وروسته بېرته جلا شول. په انځور کې د دوی زوم، د فلم وتلی اداکار اکشې کمار هم ليدل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/STRکهنه د فلمي اداکارانو راجش کهنه او دمپل کپاډیا لور ده. توینکل کهنې په ۲۰۰۱ کال د هندوستان د سینما له وتلي اداکار، اکشې کمار سره وادوه وکړ. دغه جوړه اوس دوه اولادونه لري.
انځور: Getty Images/AFP/STRد هندوستان پخوانی سوپر ستار امیتاب بچن له جایا بچن سره د پخوانيو، شعلې او زنجیر په ګډون يو شمېر فلمونو کې ګډ کار کړی دی. دوی په ۱۹۷۳ کې واده وکړ. زوی ېې ابهیشک بچن هم په فلمونو کې کار کوي.
انځور: Mary Evans Archive/imago imagesابهیشک بچن او ايشوریا رای
د امیتاب بچن زوی ابهیشک بچین هم د پلار په څېر له فلمي اکټرې ایشوریا رای بچن سره واده وکړ. د دوی واده په ۲۰۰۷ کې وشو اوس يوه لور لري. دواړو په يو شمېر فلمونو له هغې جملې «ډهوم ۲» کې ګډ کار هم کړی. اېشوریا رای په ۱۹۹۴ کې د نړۍ د ښکلا ملکې لقب وګاټه.
انځور: APدا د هندوستان سینما تر ټولو وتلې جوړه ده چې په ډېرو فلمونو کې ېې ګډ کار کړی دی. ۷۰مه میلادي لسیزه او د ۸۰مې لسيزې پیل د دوی د شهرت وخت وو. له هیماماليني سره د دهرمندر، دوهم واده وو. دوی د ایشا دیول او اهانا دیول په نومونو دوه لوڼې لري.
انځور: Getty Images/AFP/STRDELریشي کپور له اکټرې نيتو سينګ سره چې اوس د ۶۵ کلونو ده، په ۱۹۸۰ کې واده وکړ. کپور په ۲۰۲۰ کې مړ شو. د کپور خاندان د هند په سینما کې د څو نسلونو هنرمندۍ سابقه لري. د دغې جوړې زوی، رنبير کپور، نن د هندوستان سینما له وتلو هنرمندانو څخه دی.
انځور: DW/J. Sehgal بوني کپور د فلمونو اداکار دی. هغه د هندوستان د ۸۰ لسیزې له نوموتې هنرمندې سري دیوي سره په ۱۹۹۶ کې واده وکړ. سريديوي چې د خپل وخت له نامتو ښایسته ښځينه اکټرانو څخه وه، په ۲۰۱۸م کال کې د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.
انځور: IANSاجې دېوګن په ۱۹۹۹ کې له اداکارې کاجول سره واده وکړ. د اجې ديوګن پلار ویرو دیوګن، اکشن ډایرکټر وو او د کاجول مور، تنوجه، هم فلمي اکټره ده. اجي دیوګن د ۵۴ او میرمن ېې د ۴۹ کلونو ده، دوی دوه ماشومان لري.
انځور: Eros Internationalکرينه کپور او سیف علي خان
کپور او خان د هند سینما یوه بله مشهور جوړه ده. دوی په ۲۰۱۲ کې واده کړی. کرینه کپور د هند سینما د پخوانۍ اکټرې ببيتا او رندهر کپور لور او سیف علي خان د پخوانۍ مشهورې اداکارې شرميلاتاګور زوی دی. د خان پلار د کریکټ پخوانی لوبغاړی او د هند د نوابانو څخه دی. دواړو اوس هم په فلمونو کې کار کوي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Jaiswalدوی په ۲۰۲۱ کې واده وکړ. دواړه اوس هم په فلمونو کې کار کوي. کترینا کیف چې اوس د ۴۰ کلونو ده له ۲۰۰۳ ېې د هند په سینما کې کار پیل کړی دی.
انځور: IANSدواړه خانداني هنرمندان دي. رنبير د ریشي کپور زوی او عالیه بټ د مشهور فلم جوړونکي، مهیش بټ لور ده. دوی د وادوه مراسم د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د هندوستان په ممبي ښار کې تر سره شو.
انځور: Sujit Jaiswal/AFP/Getty Imagesپراینکا چوپړه او نیک جانس
د هندوستان سینما دغې اکټرې بیا له امریکايي اکټر او سندرغاړي نیک جونانس سره واده کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmertديپيکا پادوکونه او رنویر سینګ
ديپیکا او سینګ په ۲۰۱۸ کې واده وکړ. دواړه د هند سینما له مطرح هنرمندانو په ډله کې راځي.
انځور: Rajanish Kakade/AP Photo/picture alliance Rsh/Aj/zn/aa (AFP)