د فرانسې خلکو نن یکشنبه (د جولای ۷مه) د سهار له ۸ بجو څخه د رایو ورکول پیل کړل.د رایو له لومړنیو شمیرنو سره به ماښام ځايي وخت اته بجې لومړنۍ پایلې اعلان شي.د رایو له لومړنیو شمیرنو سره به ماښام ځايي وخت اته بجې لومړنۍ پایلې اعلان شي.
که چیرې د ښي اړخي «ملي ټولنې» ګوند مطلق اکثریتې رایې ونه ګټي، د فرانسې پارلمان به په دریو برخو وویشل شي چې کولی شي حکومت په ټپه ودروي او یو سیاسي بحران سره یې مخ کړي.
دا چې په لومړي پړاو ټاکنو کې چې د جون په ۳۰ مه ترسره شوې ۷۶ استازي پکې وټاکل شول، اوس یوازې د ۵۰۱ حوزو رایه ورکوونکي باید خپله رایه وکاروي.
ټول هغه نوماندان چې په لومړي پړاو کې یې لږ تر لږه ۱۲،۵ سلنه رایې ګټلې وي په دویم پړاو ټاکنو کې د ګډون اجازه لري.
مطلق اکثریت لپاره، له ۵۷۷ څوکیو د ۲۸۹ څوکیو ګټل اړین دي.انځور: Patricia Huchot-Boissier/abaca/picture alliance د ټاکنو د پایلو ټاکونکی عامل د ټولو رایو ونډه نه، بلکې د ټاکنیزو حوزو شمېر دی. د مطلق اکثریت لپاره، له ۵۷۷ څوکیو د ۲۸۹ څوکیو ګټل اړین دي.
یوه اونۍ وړاندې په لومړي پړاو کې د رای ورکوونکو شمېر ۶۶،۷ سلنه و. په نن ټاکنو کې هم همدغه شمیر اټکل شوی.
دغه راز تیره ورځ د جولای په شپږمه فرانسویانو په کاناډا کې خپلې رایې وکارولې او په همدې ورځ د فرانسې په یو شمیر سیمو لکه کارایب، په سینټ بارتیلیمي، سین مارتین، ګواډیلوپ، مارتینیک او ګویان سیمو کې هم خلک د رایو صندوقو په لور لاړل.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جون په نهمه د اروپا په انتخاباتو کې د ښي اړخي افراطي ملي اجتماع ګوند له بریا وروسته د نویو ټاکنوغوښتنه وکړه. که چیرې ښي اړخي له ټاکنو وروسته په پارلمان کې مطلق اکثریت وګټي، مکرون به اړ شي چې د دغه غوند ګوند مشر« جردن باردلا»، د لومړي وزیر په توګه ومني.
انځورونه: د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو تاریخي شیبې
د فرانسې له ۴۸ میلیونه نفوس څخه غوښتل شوي وو چې په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او خپل نوی ولسمشر وټاکي خو په دې ټاکنو کې د خلکو ونډه د تمې خلاف کمه وه. د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته اروپايي ټولنه هم انتظار باسي. انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Mori د فیمین په نامه د خوځښت اعتراض د ټاکنو په ورځ د فرانسې پولیسو د فمن د خوځښت یوه غړې نیولې ده. د میرمنو دغه خوځښت په فرانسه کې د لوڅو لاریونونو له امله په نړیواله کچه مشهور دی. دوی د ښي اړخو د ګوند د نوماندې مارین لوپن پر ضد اعتراض کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Mori د تمې خلاف، په دې ټاکنو کې د خلکو ونډه تر پخوا کمه وه. د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې تر غرمې وروسته د خلکو د ونډې کچه ۶۵.۳ سلنه ته لوړه شوې. دغه شمیر د ورځې په پیل کې د ۲۸ سلنه په شاوخوا کې وو.
انځور: Reuters/E. Foudrot د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د دې ټاکنو د بهیر د امنیت له پاره ۵۰ زره پولیسو ته دنده سپارل شوې ده.
انځور: Reuters/G. Fuentes په سړکونو کې د پوځ سرتیري د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو راهیسې، حالت په فرانسه کې ډیر پوځي شوی دی. د ټاکنو په ورځ هم د فرانسې په واټونو کې د پوځ سرتیرې تر سترګو کیږي.
انځور: REUTERS د فرانسې د یکشنبې ورځې د دوهم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، د دې هیواد پولیسو یو ترهګریز برید هم شنډ کړی دی. د دې هیواد په شمال کې د فرانسې د پوځ یوه پخواني سرتیري چې په دې وروستیو کې اسلام ته اوښتی وو، د داعش په استازیتوب غوښتل چې یو برید ترسره کړي.
انځور: Reuters/P. Rossignol فرانسوا اولانډ هم رایه وکاروله د دې ټولو امنیتي ستونزو او سیاسي هلو ځلو سره، د فرانسې اوسني ولسمشر فرانسوا اولانډ هم خپله رایه وکاروله.
انځور: Reuters/R. Duvignau تر ټاکنو مخکې ترسره شوې نظر پوښتنو ښوولې وه چې امانویل ماکرون د فرانسې د رایه ورکوونکو ډیر ملاتړ لري. ماکرون د اروپايي ټولنې ملاتړی سیاست لري.
انځور: Reuters/C. Ena که څه هم تر اوسه پورې هر څه د ماکرون په ګټه روان دي، خو د امریکا ټاکنو دا وښودله چې هر څه امکان لری او د ټاکنو پایلې هره شیبه بدلیدای شي. مارین لوپین د اروپايي ټولنې او د مهاجرت ضد سیاست لري.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Corsan د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې به د رایې ورکوونې له لړۍ وروسته چې په ځايي ۶ بجو پای ته رسیږي، اعلان شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Paris