د فرانسې د پارلماني ټاکنو وروستی پړاو پیل سو
۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبهاعلان
په فرانسه کي نن د يکشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو دويم او وروستی پړاو پېل سوی دئ. دغه ټاکنې د ولسي جرگې د ۵۷۷ چوکيو له پاره تر سره کيږي. يوه اونۍ تر مخه د ټاکنو په لومړي پړاو کي یوازې ۳۵ کانديدان پر دې توانېدلي ول چي اړين رايي تر لاسه کړي او د پارلمان چوکۍ خپلي کړي.
د ټاکنو په دويم پړاو کي که يو کانديد تر خپل سيال معمولي زياتي رايي هم ولري نو د پارلمان چوکۍ ته کاميابیږي. اټکل کيږي چي د فرانسې د نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سوسيالست گوند به په دغو ټاکنو کي د پارلمان اکثريت چوکۍ وگټي.