1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې پارلمان ته د حجاب سره ورننوتلو پر سر شخړه

۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبه

ترهغه وروسته چي د فرانسې ولسي جرګې ته یوه ښځه په حجاب سره ورننوتله، یو تعداد وکیلانو ددغه ډول مذهبي سمبولونو د ممانعت غوښتنه وکړه. د جمهور رييس د حکومتي ګوند وکیلانو په پارلمان کې دغه راڅرگنديدل یو شوک وباله.

Deutschland Frau mit Kopftuch
انځور: picture-alliance/F. May

په داسي حال کي، چي د جمهور ريیس ایمانویل مکرون حکومتي ګوند، LREM او محافظه کاره جمهوري غوښتونکو ګوند وکیلانو د جمعې په ورځ دغه راڅرګندونه یو شوک وباله او هغه یې د «وسله والي اسلامسټۍ» یوه علامه وبلله، خو بیا د حکومتي ګوند یو تعداد نورو سیاستمدانو او زرغون ګوند په پارلمان کي د حجاب د ممانعت پر ضد اظهارات کړي دي.

هغوی دې ته اشاره کړې ده، چي په فرانسه کي په عامه محضر کي ښکاره مذهبي سمبولونو ته اجازه سته. د دې برعکس بیا په مکتبو کي د ۲۰۱۴ م کال راهیسي د دین او دولت د جلاوالي په سبب حجاب کولو ته اجازه نه سته.

د فرانسې د محصلینو د یوې لويي اتحادیې،UNEF استازې، مریم پوجتو د تیري سه شنبه په ورځ(د سپټمبر ۱۷ مه) د فرانسې په ولسي جرګه(ملي مجلس) کي د کرونا پانډمي په اړه د سوال او جواب د اوریدو پر وخت په حجاب کي ورننوتله. په حجاب کي د هغې د ورننوتو په احتجاج کي د پارلمان یو تعداد وکیلان له تالار څخه ووتله.

دا هم پداسي حال کي ده، چي د فرانسې د ولسي جرګې مقررات د جروبحثونو پر وخت تراوسه پوري په صلیبي نښانونو یا حجاب سره ورننوتلو ته اجازه ورکوي. تر دې پيښي وروسته ډیرو وکیلانو اوس د هغه د ممانعت غوښتنه کړې ده.

اړونده موضوع:د آلمان يوې محکمې په ښوونځي کې پر نقاب بندیز رد کړ

محافظه کاره وکیل ایریک ګیوتي په خپل تویتر کي لیکلي دي،:«ولسي جرګه نه باید د وسله والو اسلامسټانو د راڅرګندیدو ځای وګرزي.» د جمهورريیس ایمانوییل مکرون د حکومتي ګوند وکیلې، انه-کریستینا لنګ حجاب پر ښځو «د فشار یوه علامه » وبلله.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب