د فرانسې په نيس ښار کې بريد ۸۴ انسانان وژلي
۱۳۹۵ تیر ۲۵, جمعهفرانسه د خپل ملي جشن په ورځ د يو سخت بريد هدف ګرځېدلی دی: د فرانسې په جنوبي ښار نيس کې يوه بريدکوونکي د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۴ انسانان د لارۍ موټر او ډزو په واسطه وژلي دي.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير، بېرنارد کازنوف، په نيس کې وويل چې ۱۸ ټپيان په يو ډېر نازک روغتيايي حالت کې قرار لري. د رسنيو د راپورونو له مخې څه باندې ۱۰۰ انسانان ژوبل شوي هم دي.
بريدګر تونس الاصله فرانسوی وو
د څارنوالۍ په خبره لارۍ موټر د دوو کيلومترو په اوږدو د يوه سړک پر سر انسانان لاندي کړل کومو چې د سمندر غاړې ته د اورلوبو ننداره کوله.
د فرانسې خبري اژانس عکسونه دغه لارۍ ښېي چې ښيښې يې په ډزو سورۍ شوي دي. په لارۍ موټر کې دننه د پوليسو په حواله د يوه ۳۱ کلن تونسي ټبره فرانسوي تبعه پاسپورټ موندل شوی دی.
د نيس د سيمې يوه چارواکي، کريستيان اېستروسي، وويل چې په ۱۹ ټنه وزن لرونکې لارۍ کې وسلې او لاسي بمونه هم پراته ول. يوه عيني شاهد ويلي دي چې د لارۍ چلونکي پر پوليسو باندي ډزې پيل کړې.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير، کازنوف، وويل چې پوليسو «وکولای شول په يو ډېر خطرناک حالت کې يو ترهګر له منځه يوسي.» نوموړي زياته کړه: «موږ له داسې ترهګرو سره په جنګ کې يو چې غواړي موږ خوږ کړي.»
د خبريال د خولې د سترګو ليدلی حال
دغه بريد د شپې پر ۱۱ بجو د ملي ورځې په وياړ له شوو اورلوبو وروسته تر سره شو چې د ليدلو له پاره يې ګڼ شمېر خلک سره راغونډ شوي ول.
د فرانسې د خبري اژانس يو خبريال هم د «پرومېناد دېز انګلې» په نوم په دغه مشهور سړک باندي حاضر وو کله چې بريد پيل شو. د ده په خبره يوې سپينې لارۍ په ډېر سرعت سره راغونډ شوي انسانان په نخښه کړل: «موږ وليدل چې انسانان لاندي او شيان په هوا پورته شول.» له بريد وروسته ډېر مړي پراته ول چې سپين ټوکران ورباندي غوړېدلي وو.
د فرانسې په بهرنيو چارو وزارت کې له قربانيانو سره د مرستې ادارې د هغوی د کورنيو له پاره يوه عاجله تليفوني ليکه فعاله کړې ده.
په پاريس کې مېشتې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ سمدلاسه پلټني پيل کړي دي. تر اوسه پوري د بريدګر او د بريد د ممکنې انګېزې په اړه لا جزيات په ډاګه شوي نه دي.