د مارين لوپين ښی اړخه ملي شورا ګوند او متحدينو یې ۱۴۳ څوکۍ ګټلي دي او په دې توګه یې دريم ځای خپل کړی دی.
د فرانسې لومړي وزير ګابریل اتل، وويل اوس به چې کيڼ اړخه ائتلاف یې برياليتوب ترلاسه کړی دی، خپله استعفاء وړاندې کړي. خو دا لا معلومه نه ده چې آيا ولسمشر مکرون به هغه ومني او که څنګه.
دا پايلې په څه معنا دي؟
په ټاکنو کې يوه ګوند هم په پارلمان کې دومره څوکۍ نه دي ګټلي دي چې قاطع اکثريت ولري. دا په دې معنا ده چې دغه خونه به پر څو مختلفو سياسي ډلو چې پر بېلا بېلو مسئلو مختلف دريځونه ولري، ويشل شوې وي.
داسې يو پارلمان چې قاطع اکثريت پکې موجود نه وي، کيدای شي د فرانسې سياست د ګډوډۍ ښکار کړي او د نوي لومړي وزير د ټاکلو په اړه مشورې ښايي څو اونۍ دوام پيدا کړي.
مکرون، چې هيڅ محبوبيت نه لري، ښايي د يوه داسې لومړي وزير ترڅنګ کار کولو ته مجبور شي چې د هغه د تګلارو مخالف وي.
پاريس د اعتصابونو له کبله په کثافاتو کې ډوب دی
په فرانسه کې ځينو اتحاديو د تقاعد په برخه کې د اصلاحاتو پر ضد په اعتصاب لاس پورې کړی چې د تنظيفاتو اداره هم پکې شامله ده. اوس د پاریس سړکونه وار په وار په خځلو ډکيږي او بد بوی دی. اعتصاب ښايي تر دوشنبې وغځيږي.
انځور: Stevens Tomas/ABACA/dpa/picture alliance
په فرانسه کې اعتصاب
په فرانسه کې له اوونيو راهيسې په سونو زره کسان سړکونو ته راوځي څو د حکومت له خوا د تقاعد د پلان شويو اصلاحاتو پر ضد احتجاج وکړي. د چهارشنبې په ورځ هم خلکو په احتجاجي مارش کې ګډون وکړ، لکه دلته په پاريس کې [په انځور کې] پوليس په ټول هيواد کې څه نا څه ۷۵۰ زرو مظاهره کوونکي د راوتلو اټکل کړی چې دا د مخکې ځل په پرتله يو څه لږ دي.