1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د فرانسې پوليسو يو کس چې ويل کيږي افغان دي په ډزو وواژه

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د فرانسې پوليسو د چهارشنبې په ورځ په پاريس ښار کې يو کس چې ظاهرا افغان ښودل شوی، په ډزو وواژه. د وژل شوي کس په اړه ويل شوي چې هغه غوښتل پر پولیسو باندې حمله وکړي.

Frankreich Villejuif, bei Paris | Sicherheitskräfte nach Messerangriff
آرشيفانځور: Reuters/C. Platiau

د فرانسې خبري آژانس د اپريل ۱۵مه رپوټ کې د پولیس او څارنوالانو له قوله ليکي، وژل شوی کس چې ظاهراً افغان وو، پوليس يې په چړې سره ګواښلي ول. پيښه د پاريس ښار شمال لور يوې څنډه کې رامنځ ته شوې ده.

د پوليسو په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې پر بایسکلونو سپرو پولیسو په لکورنو (La Courneuve) سیمه کې ګزمه کوله او له يوه کس ته يې پام شو چې يوه اوږده چاړه يې په لاس کې ده.

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې دغه کس پوليسو ته ګواښ وکړ او بيا د پولیسو پر لور ورغی چې په نتيجه کې پولیسو پر هغې پر له پسې ډزې وکړې او وې واژه.

 څارنوالانو د وژل شوي کس په اړه ويلي دي چې هغه «ظاهراً داسې ښکاري چې په افغانستان کې زيږيدلی» وو.

د پوليسو يوې بلې سرچينې د دغې پيښې په اړه ويلي دي: «هيڅ نظريه نشي رد کيدای، خو داسې کومې نخښې چې تروریستي انګيزه ولري نه دي ليدل شوي.»

تر دې وړاندې د اپريل پر ۴مه د فرانسې په سويل ختيځ کې يوه سوډاني، دوه کسان په چړې وژلي ول. دغه سوډانی تر هغې وروسته د تروريزم سره په تړاو جرمونو باندې تورن دی.

فرانسه له ۲۰۱۵م کال راهيسې د افراطي جهاديانو د بمي او وسله والو بريدونو شاهده ده. له هغه وخت راهيسې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۵۰ کسان په مختلفو تروريستي حملو کې وژل شوي دي.  

آژانسونه/م.ک.ص/ن.ز

 grd-tll-sjw/har

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب