د افغانستان د زراعت وزارت اټکل کوي چي سږکال به د فراه د انارو حاصلات تر ۱۵۰ زرو ټنو هم واوړي. د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کي تر ۸۰۰۰ هکټاره ډیره مځکه کي د انارو باغونه جوړ سوي دي.
اعلان
د افغانستان د زراعت وزارت ویلي دي، چي د فراه د زراعت ریاست هم د انارو د زرهاوو نیالګیو په توزیع، د باغدارۍ په زده کړه او د نمایشي او تمریني کروندو په جوړولو کي همکاري کړې ده.
د نوو باغونو جوړول او ایجادول د افغانستان د کلیوالي خلګو د مهمو عایداتي منابعو د جملې څخه دی. په فراه کي د انارو باغونه اکثرأ د دغه ولایت په مرکز، پشت رود، خاک سفید، اناردره او بالابلوک ولسوالیو کي وجود لري.
د زراعت وزارت بیا د کندهار د انارو د سږکال حاصلاتو په باب ارقام نه دي خپاره کړي. د کندهار انار خاص شهرت لري او د هغه د لوی والي، کلکو او اوبداره دانو له کبله ګران هم دي.
داسي معلومیږي، چي اوس به د فراه انار هم د کندهار د انارو تر څنګ د افغانستان په داخلي بازارو کي رقابت سره وکړي.
د کندهار انار په منطقه او جهاني بازارو کي شهرت لري او ځینو هیوادو ته صادریږي هم. هغه تر اوسه پوري پاکستان، روسیې، جاپان او دوبۍ ته صادریږي.
که څه هم هوايي دهلیزونو د افغانستان څخه هندوستان او اروپا ته هم د انارو د صادراتو امیدواري ډیره کړې ده، خو بزګران دغو هیوادو ته د خپلو محصولاتو صادراتو ته خوشبینه نه دي او مجبوره دي خپل محصولات په داخلي بازارو کي په ارزانه بیه باندي خرڅ کړي.
دغه سیمه څو کلونه ترمخه په سویلي حوزه کي یوه ناارامه سیمه وه. هره ورځ به رسنیو له همدې کلي د مرګ ژوبلي خبرونه خپرول. د کاناډایانو پر لوی قرار ګاه سربیره د ملي اردو او محلي پولیسو پوستې هم وې. په سیمه کې د وسله والو طالبانو مورچلې هم وې.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
اوس د سیمي خلک له دولت سره ملګري سوي او وایي ډیر خوشحاله دي، چې روح او روان یې آرام سوی دی. په کنډیالي کې پخوا د وسله والو طالبانو یوه بندیخانه او محکمه هم وه.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
که څه هم په دغه ځای کې نورې سیمي وچکالۍ ځپلي دي، خو د انارو ډک باغونه لري. اوس ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر سوي دي. پخوا یوازي د پاخه سړک غاړه ددولت په لاس کي وه، هغه به هم کله ناکله وسله والو طالبانو پر دغه سړک تیریدونکي افغان او بهرنیو سرتیرو ته ماینونه ښخول یا به يې وسله وال بریدونه کول.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
په یوه باغ کې تر پنځلس زیات کسان، چي اکثره يې ځوانان دي د انارو په شکولو، راټولولو، پاکولو، په کرېټونو کي د اوډولو او مارکېټ ته تر رسولو پوري په کار اخته دي.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
ځایي کسان آنار په کریټونو کې ځای پر ځای کوي. د کندهار آنار پر پاکستان سربیره جاپان، دوبۍ او روسیې پورې هم صادریږي. له دغه ولایت څخه په ۲۰۱۶م کال کې د چارواکو په وینا تر ۴۰ زرو ټنو زیات آنار صادرولو ته چمتو وو.
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
د یاد باغ د آنارو اجاره کوونکی ولي جان وايي، اوس ډېر خوشحال دی، ځکه له «جنګ څخه د تیښتې پر ځای ځوانان په خوشحاله زړه د خپلي کورنۍ له پاره یوه ګوله ډوډۍ پیداکوي.»
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
د آنارو په دغه باغ کي اتلس کلن خیرمحمد د خندا په ډکه خوله وایي: « موږ جنګ نه غواړو، که اوس جنګ وای، نو تاسي دلته نه سوای راتلای او نه به دا آناران وای!»
انځور: DW/Mohammad Ibrahim Speasaly
له پاکستان سره وخت ناوخته د پولو د بندیدو له کبله اوس آنار د هوایي دهلیز له لارې هند ته هم انتقالیږي. افغانستان اوس په نزدې وختونو کې له اروپا سره هم هوایي دهلیز پرانیست او په لومړي پرواز کې قره قل او قالین اروپایي هیوادونو ته صادر شول. انځورونه / لیکوال: محمد ابراهیم سپیڅلی