د فراه والي ولي له خپلې دندې استعفأ وکړه؟
۱۳۹۶ بهمن ۶, جمعهمحمد عارف شاجهان د فراه مستعفي والي وویل چې په امنیتي ځواکونو کې فساد او سیاسي لاس وهنې د هغه استعفا لاملونه دي. فراه د افغانستان په غرب کې له ایران سره ګډه پوله لري.
نوموړي رسنیو ته د خپلې استعفا په هکله وویل: «ما په فراه ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله استعفا وکړه.» هغه همدا راز په خپلو مسوولیتونو کې د بیلابیلو کسانو له خوا لاس وهنې د یو بل دلیل په توګه یاد کړې.
که څه هم امریکايي او افغان پوځي قوماندانانو د جګړې په ډګر کې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د بریالیتوبونو په هکله ډیره خوشبیني څرګنده کړې وه، خو په فراه ولایت کې روانې ستونزې دا په ډاګه کوي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې امنیتي وضعیت څومره کړکیچن دی.
فراه د افغانستان په غرب کې یو له بې وزلو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو. سربیره پر دې په دې ولایت کې د مخدره توکو د قاچاق او د افغان پولیسو او طالبانو ترمنځ د د دسیسو ځینې تورونه هم لګول شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ، د فراه ولایت په مرکز کې سلګونه کسان سړکونو ته راووتل او د لاریون په ترڅ کې یې د پولیسو دوو موټرو ته اور ورته کړ. دوی په دې ولایت کې د امنیت د نه شتون پر ضد شعارونه ورکول او د والي د استعفا غوښتنه یې کوله.
د فراه د ولایتي شورا ریس فرید بختاور په دې هکله وویل: «فرا د اوږدې مودې راهیسې له ګن شمیر داخلي مسایلو څخه کړیږي [...] امنیتي ځواکونه شتون لري خو دوی په فساد، طالبانو ته د امنیتي پوستو، د تیلو او وسلو په خرڅلاو کې ښکیل دي.»
ځایي چارواکي بیا پر ګاونډي هیواد ایران باندي د امنیت د خرابوالي له امله تور پورې کوي. امریکا متحده ایالات هم وايي چې د افغانستان په غربي برخو کې یاغیانو ته د پیسو او پرمختللو وسلو له ورکړې سره ایران پر دوی باندې د خپل اغیز د پراخولو په هڅه کې دی. ایران بیا دغه تورونه رد کړي.
بل لوري ته بیا په ګاونډي ولایت هرات کې میشت د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محمد ناصر هدایت، وویل چې د افغان ملي اردو او پولیسو څخه جوړ د کنډک په اندازه درې قطعات فراه ولایت ته لیږل شوي ترڅو طالبان بیرته پر شا کړي.
نوموړي زیاته کړه: «په فراه ولایت کې همدا اوس پوځي عملیات ادامه لري او موږ پوهیږو چې هلته ستونزې شته چې موږ یې باید له مخې لیرې کړو.»
سربیره پر دې بیا هم د ښار ځینې اوسیدونکي د فراه د سقوط ویره په زړونو کې لري.
په فراه ولایت موټر خرڅوونکی حاجي هاشم وايي چې په ښار کې دوکانونه د څو ورځو له پاره تړل شوي او تر اوسه هم په خلکو کې دا ویره شته چې طالبان به بیرته راشي. هغه وايي: «له فراه څخه لیرې بیا هم د چاودونو او ډزو غږونه اوریدل کیږي. له حکومت څخه لار ورکه ده او هیڅ نه پوهیږي چې له دې حالت سره څنګه مبارزه وکړي.»
د جګړو له امله بې ځایه شوي کسان، انځوریز البوم موږ له آرشیف څخه: