د فراه په دوو ولسواليو کي سختي جگړې رواني دي
عتيق الله مطمئن۱۳۹۵ مرداد ۱۸, دوشنبه[No title]
نور مطالب:
افغانستان: ژوند په جګړه کي
د ايراني عکاس مجيد سعيدي عکسونه ښيي چي په افغانستان کي پر خلکو باندي څه تير سوي دي. په دغو عکسونو کي هرڅه له ورايه ښکاري، په ځانگړې توگه څېرو کي.
د نانځکي پر ځای مصنوعي اعضا
د پلازمېني کابل په سويل کي دوې کوچنۍ انجوني د نانځکو پر ځای له مصنوعي لاس سره بازۍ کوي. دغه په ايران کي د رالوی سوي عکاس مجد سعيدي له خوا د اخيستل سوو انځورونو څخه يو دی.
بهترين عکاس
مجيد سعيدي ۱۶ کلن وو چي په عکس اخيستلو يې پېل وکړ. د هغه د انځور اخيستلو مقصد د خبرونو تر شا د هغو کسانو ژوند ښوول دی چي زياتره وخت د سختو کړاؤنو سره مخامخ سوي وي. سعيدي د خپل هنر په برخه کي يو شمېر جايزې تر لاسه کړي دي. په دغو کي نوموړي د ۲۰۱۳ کال د «ورلډ پريس فوټو اېوارډ» په سياليو کي د افغانستان د انځورونو په برخه کي دوهم مقام تر لاسه کړ.
د اظهاراتو ډکي ماشومي څېرې
د افغانستان د انځورونو په يوه بشپړه لړۍ کي ماشومان انځور سوي دي. د بېلګي په توګه په دغه انځور کي يو افغان کوچنی ښوول کيږي چي د ماين په چاودنه کي يې خپل دواړه بازوګان له لاسه ورکړي دي.
ښکاره ټپونه
نه يوازي خلک، د هغوی د څهرې يا د درېدو اظهارات د افغانستان د جګړې داستان بيانوي. بلکي زياتي ودانۍ هم د دغه هيواد د جګړې کيسې کوي. په دغو کي ګڼ شمېر تر بنياده بوري نړېدلي ودانۍ شاملي دي.
مخ په مخ متضاد
د ښکلي منظرې په مينځ کي د جګړې د ټپونو انځور: د وېرونکي او زړه وړونکي تر منځ د اختلاف او د هغوی مخامخ کېدل د مجد سعيدي د هنري کار يوه موضوع ده.
بل ته اړ ماشومان
په افغانستان کي د مخدره موادو معتادي يوه لويه ستونزه ده. په دغه هيواد کي د نړۍ ۹۰ فيصده کوکنار کرل کيږي. له همدې کبله په دغه هيواد کي د معتادينو شمېر هم ډېر دی. په دقيقه توګه داسي شمېرې نسته چي په افغانستان کي د ماشوم معتادينو شمېر وښيي. خو د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي په دغه هيواد کي تر ۳۰۰۰۰۰ پوري کمکي ځوانان او کوچنيان معتاد دي.
د پوليسو مارش
د سهار وختي نظامي تمرينونه: د کابل د پوليسو په اکاډمۍ کي پوليس په قطار ولاړ دي. آلمان له لسو کالو راهيسي د افغان پوليسو په روزنه کي مرسته کوي. د دغه کار موخه تر ۲۰۱۴ کال پوري و قانوني دولتدارۍ ته د ژمنو پوليسو په ډګر کي د افغانستان خودکفا کول دي. په دې هکله شکونه موجود دي چي دغه موخه پوره سوې ده.
افغاني ښوونه
دغه هلک د درد څخه په ډکه څېره له خپل ديني ښوونکي څخه جزا ويني. په افغانستان کي د ښووني او روزني يو پياوړی نظام موجود نه دی. زيات کوچنيان يا خو له سره ښوونځي ته نه ځي او يا د خپلي کورنۍ له پاره د پيسو پيدا کولو په ترڅ کي ډېر ژر له مکتب څخه وځي.
له تعليمه بې برخي
له ۱۹۷۹ کال راهيسي رواني جګړې د افغانستان پر تعليمي نظام سختي منفي اغېزې کړي دي. د ۲۰۱۱ کال په دوبي کي د آلمان حکومت د افغانستان په هکله وېرونکي شمېري خپرې کړې. د دغو له مخي په افغانسان کي ۷۲ فيصده نارينه او ۹۳ فيصده ښځي له ښوونځي څخه د فراغت بری ليک نه لري. په ټوليزه توګه د بې سواده افغانانو شمېره تر ۷۰ سلنه لوړه ياده سوې ده.
برقعه او باربي نانځکه
له افغان ښځو سره مرسته: د ماليزيا د يوې غېر دولتي مؤسسې په ورکشاپ کي و افغانو ښځو ته د نانځکو جوړولو روزنه ورکول کيږي. د دغه کورس په هره دوره کي ۸۰ ښځي په دې هيله برخه اخلي چي يو وخت به خپل د ژوند له پاره پخپله روزګار برابر کړي.
غچ د بن لادن له پاره
په کندهار کي د وسله والو طالبانو تر يو بريد وروسته د ژوبل سوو حال. د ۲۰۱۳ کال د می مياشتي په دغه بريد کي څلور انسانان ووژل سول او ۳۶ نور ټپيان سول.
د بندي ښکلا ارمان
وزن پورته کوونکی يو افغان ورزشکار تر سيالۍ وروسته. دغه ورزش په افغانستان کي زيات مينه وال لري.
حاصلات په خرابو کي
پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد له يرغل څخه نيولې بيا د ايساف تر ماموريت پوري د ۳۰ کالو جګړې د افغانستان پر مځکه نخښي پرې ايښي دي. داسي نخښي چي افغانان هره ورځ ورسره مخامخ کيږي او پکښي ژوند کوي. د بېلګي په توګه دغه کښتګر خپل حاصلات د شوروي د يرغل د وختو پر يو زره پوښ باروي.
لازمي مضمون قرآن
د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کي د مدرسې شاګردان د قرآن د زدکړي پر وخت.
محبوبه ننداره
په عامه محضر کي د حيواناتو جنګول د افغانستان په ټولنه کي زړه سابقه لري. په ټول هيواد کي د ګڼ شمېر تماشه چيانو په مخکي د بېلګي په توګه د چرګانو او يا لکه په دغه انځور کي د سپيانو جنګول تر سره کيږي.
د محدوديتونو ژوند
هغه څوک چي په رواني ناروغۍ اخته وي په افغانستان کي د ټولنې څخه جلا او يو غېر انساني ژوند تېروي. لکه دغه انځور چي د افغانستان په لوېديځ ښار هرات کي د رواني ناروغيو د روغتون ناروغان په ځنځيرونو کي تړلي ښيي.
څرګنده ناهيلي
اکرم د خپلو بازوګانو پر ځای مصنوعي بازوګان لري. د بيدېدو پر وخت هغه دغه مصنوعي بازوګان له ځان څخه ليري کوي او پر دېوال يې ځړوي. اکرم يو له ډېرو هغو افغانو کوچنيانو څخه دی چي جګړې ورڅخه د بدن غړي بېل کړي دي. عکاس مجد سعيد په خپل هنر سره د دغو ماشومانو د ژوند انځورولو او د هغه د مشخصه کولو هڅه کړې ده.
انځورونه د ښکاره مقصد له پاره
مجد سعيدي وايي چي له اول سر څخه يې شخصي مؤخه دا وه چي د خپلې عکاسۍ په مرسته د انساني ظلم او تاوتريخوالي اسناد برابر کړي. د نوموړي په وينا د افغانستان په هکله د انځوريزي لړۍ د جوړولو پرېکړه يې هغه وخت وکړه کله چي د سره صليب په مرکز کي يې د افغانستان د جګړې ژوبل سوي انسانان وليدل.