د کابل د ابتدايي محکمې قاضي صفي الله مجددي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۱۹) ۱۱تنه پوليس په خپله دنده کي د پاته راتلو په خاطر هريو په يو يو کال بند محکوم کړل.
قاضي ويلي دي چي ۸ تنه نور پوليس د شواهدو د نه شتون په خاطر آزاد دي.
د کابل د دوهمي حوزې پر پوليسو او د هغه پر مشر باندی تور وو چي د فرخندې د قتل په مخنيوي کي پاته راغلي دي.
د مارچ مياشتي پر ۱۹ نېټه په کابل کي د فرخندې د قتل په تور ۴۹ کسان نيول سوي ول چي ۱۹ تنه ئې پوليس ول. فرخنده د قرآن شريف د سوځېدو په تور په سپينه ورځ په کابل کي د شاه دوشمشېره له زيارت سره تر وهلو ټکولو لاندي ووژل سوه.
تر دغه قتل وروسته په افغانستان کي ستر احتجاجونه پيل سول او د هغې د قاتلانو د محاکمه کولو غوښتنه ئې کوله.
د رواني مياشتي په لومړيو کي د فرخندې د قتل په تور څلور تنه په اعدام محکوم سول، ۸ تنو ته د ۱۶ کالو بند سزا واورل سوه او ۱۸ تنه نور د شواهدو د نه شتون په خاطر آزاد سول.
انځورونه:
انځورونه: د فرخندې قتل په تمثیلي پارچه کې وړاندي شو
د فرخندې د قتل پر۴۰مه ورځ په کابل کې د ښځو د حقوقو د فعالانو، مدني ټولنو د استازو او خلکو له لوري یو لاریون وشو. د شاه دو شمشیره مسجد ته څیرمه د فرخندې قتل په تمثیلي پارچه کې وړاندي شو.
انځور: DW/H. Siratټولي سترگې د هغې توري پردې، لور ته اوښتي دي چې د شاه دو شمشیره مسجد ته څیرمه راځړول شوې ده. په سلونو کسان په بې صبرۍ سره انتظار باسي چې څه پیښیږي.
انځور: DW/H. Siratناڅاپه توره پرده پورته کیږي او یوه نجلۍ چې تور کالي یې اغوستي دي، جادوگرانو ته وایي چې په تعویذ ورکولو سره خلک تیر نه باسي او د خلکو له آزارولو څخه لاس واخلي.
انځور: DW/H. Siratد تعویذ لیکونکو او د دغي نجلې تر منځ تا ویلې ما ویلې څو دقیقي دوام کوي، د شور ماشور په ترڅ کې دا غږ هم تر غوږو کیږي چې «کافري نجلۍ ولې دې قرآن وسوځاوه، ته باید د قرآن په څیر وسوځول شي.»
انځور: DW/H. Siratد هري شیبې په تیریدو سره جنجال لا پسې زور اخلي. تعویذ لیکونکي په لږ لوړ غږ سره دغه نجلۍ د قرآن په سوځولو تورنوي. د هرې دقیقي په تیریدو سره د احساساتي ځوانانو شمیر زیاتیږي. د نجلۍ وهل او ټکول پیلیږي.
انځور: DW/H. Siratخلکو د قهریدلې گڼې گوڼې څخه یو ټیټ غږ راپوته کیږي او فریاد کوي چې «ما قرآن نه دی سوځولی.» خو څوک دغه غږ ته غوږ نه نیسي. څو شیبې وروسته نوره دغه نجلۍ ژوندۍ نه ده.
انځور: DW/H. Siratپه دغه لاریون سره مدنې ټولنو غوښتل چې وښيي چې فرخنده څومره په رحمې سره وژل شوې ده. فرخنده د روان لمریز کال تر پیلېدو یوه ورځ دمخه په شاه دوشمشېره زيارت کې ووژل شوه.
انځور: DW/H. Siratلاریون له شاه دوشمشیره جومات څخه پيل شو او د ښار ته مرکزه یې ادامه ومونده. د لاریون گډونوالو د عدالت غوښتنې شعارونه ورکول.
انځور: DW/H. Siratپه دغه لاریون کې د فرخندې د کورنۍ غړو هم حضور لاره. لویې څارنوالۍ هم ویلي دي چې د فرخندې د قتل دوسیې یې اړونده محکمې ته سپارلي دي.
انځور: DW/H. Sirat