1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرصت کارت له لارې۲۵۰۰ کسانو د آلمان ویزې ترلاسه کړې

۱۴۰۳ آبان ۵, شنبه

هره میاشت تر ۵۰۰ زیات کسان د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو له پاره د «فرصت کارت» پروګرام انتخابوي. په ټوله کې د هند، چین، پاکستان او ترکیې وګړي د فرصت کارت له لارې المان ته د راتګ له پاره دغه پروګرام غوره کوي.

المان کې د مسلکي کارګرو له پاره یو بل نوی فرصت
المان کې د مسلکي کارګرو له پاره یو بل نوی فرصت انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د یوې مودې را په دیخوا آلمان له غیر اروپايي هیوادونو څخه د مسلکي کارمندانو د جذبولو لپاره "د فرصت کارت" یا »شانسن کارته« په نامه یو پروګرام معرفي کړ.

په المان کې د کاري فرصت ویزې په مرسته کار کول د نورو مهاجرتي ویزو په څیر کاري قرارداد ته اړتیا نه لري.

وروسته له هغه چې د فرصت کارت په نامه دمسلکي کارګرو د جذب پروګرام د روان کال د جون په پیل کې پیل شو، شاوخوا ۵۵۰ کسانو په آلمان کې د کار موندلو لپاره له دې لارې د المان ویزې تر لاسه کړي.

ایا المان د مهاجرت له بحران سره مخ دی؟

01:13

This browser does not support the video element.

 په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۷ مې نیټې پورې د فرصت کارت د نوي مقررې په لړ کې شاوخوا ۲۵۰۰ ویزې صادرې شوې دي. په دې اړه آلمانۍ ورځپاڼي «بيلډ» لا دمخه یو رپوټ خپور ورکړی وو.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایې هند د ۷۸۰ کاري فرصت ویزي په لرلو سره په لومړي مقام کې دی، او ورپسې بیا چین، ترکیه او پاکستان یاد شوي دي.

د فرصت د کارت شرایط

د "فرصت کارت" له لارې د آلمان د ویزې ترلاسه کولو لپاره اړین شرط لږ تر لږه دوه کلنې مسلکي زده کړې چې په اصلي هیواد کې پیژندل شوي وي، یا د اړونده پوهنتون سند، او په آلماني یا انګلیسي ژبه تسلط شامل دي.

علاقمندان، د ژبې د پوهې، کاري تجربې، عمر او له آلمان سره د تړاو پر بنسټ، نمرې یا پواینټونه ترلاسه کوي چې دوی ته اجازه ورکوي چې د "فرصت کارت" له لارې د آلمان ویزې ترلاسه کړي.

دا چې آلمان د مسلکي کسانو له کمښت سره مخ دی، هر هغه څوک چې کافي درجې یا نمرې په خپل مسلک کې ولري کولی شي آلمان ته راشي او بیا د یوه کار په لټه کې شي. په خاصو شرایطو کې د دوو کلونو له پاره د یوه کس د ویزې غځولو چانس هم موجود دی. 

(dpa) H/A A/SH

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب