1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرهاد دریا وروستۍ څرګندونې ولې جنجالي شوې؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعه

د فرهاد دریا وروستیو لیکنو په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه راپارولي. ځینو کسانو پر هغه نیوکه کړې چې ګواکې لیکنې یې د یوه قوم پر ضد دي، خو دریا ټینګار کوي چې خبرې یې د پښتنو تر منځ د هنر او هنرمندۍ د بد وضعیت په اړه وې.

افغان سندرغاړی فرهاد دریا د سندرې اجرأ کولو پر مهال.
فرهاد دریاانځور: DW/R. Shirmohammadi

افغان سندرغاړي فرهاد دریا په خپل یوه فیسبوکي پوسټ کې له هنر او هنرمندانو سره د یو شمېر پښتنو پر چلن سخته نېوکه کړې. هغه ویلي  چې له هنرمندانو سره د ناسم چلن له امله «له استاد اولمیره بیا تر استاد ګل زمان پورې د هنرمندانو اراوې له ډیرۍ خاورې لاندې ناآرامه» دي.

د فرهاد دریا دې لیکنې ځکه د یو شمېر کتونکو غبرګون راپارولی چې هغه په کې د «پښتون لالا، خیرت دی؟ څه درباندې شوي؟ ...» په څېر کلمات او عبارتونه کارولي. د لیکنې منتقدین وايي چې فرهاد دریا له دغه ډول کلماتو سره ګویا ټول پښتون قوم ته سپکاوی کړی. دا په داسې حال کې ده چې فرهاد دریا د خپلو وروستیو څرګندونو سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې خبرې یې ناسمې تعبیر شوي.

دریا لیکلي: «د پرونۍ لیکنې مقصد مې نن د سبا په افغانستان کې د پښتنو ترمنځ د هنر او هنرمندۍ په بد وضعیت وو. خو نن چې ټول ذهنونه سیاست وهلي او سیاسي او ډير حساس شوي، حتی سپينې خبرې هم کله نا کله ناسمې تعبیریږي.»

دریا زیاته کړې: «تاسو یو شمیر ښایي تیر وتي اوسئ چې زما عمومي خبرې مو د ټول پښتون قوم پورې تړلي او فکر مو کړی چې خدای مکړه ټول پښتانه په بد کولو محکوموم.»

د دریا پر لیکنه نیوکې

د فرهاد دریا د وروستیو لیکنو منتقدین وايي چې دغه افغان هنرمند په خپله لېکنه کې د کلمو کارولو پرمهال له واقعیتونو سره بابیز چلن کړی. د دري ژبې لیکوال ګلنور بهمن، دویچه ویله ته وویل چې فرهاد دریا یوازې یو سندرغاړی نه بلکې په پښتو او دري ژبه بشپړ تسلط لرونکی لېکوال هم دی او باید یې دغه ډول ناسنجول شوی لحن نه وی کارولی: «فرهاد دریا په خپله لومړنی لېکنه کې "خیرت خو دی"! له بده مرغه د طالبانو او پښتنو ځای په سمه توګه نه دی تشخیص کړی او د طالبانو پرځای یې پښتانو مخاطب کړي.»

فرهاد دریا دغه موضوع په خپله لیکنه کې روښانه کړې ده چې هدف یې ټول پښتانه نه دي. ګلنور بهمن بیا له دې د فرهاد دریا دغه د سپیناوي دغه څرګندونې ستایلي دي.

له افغانستانه د شعر او ادب ټغر هم ټول شوی؟

د پښتو ژبې شاعر او لیکوال علم ګل سهار سره له دې چې د دریا په څرګندونو له دې امله نېوکه کوي په خبره یې فرهاد دریا په خپله لېکنه کې عمومي خطاب کړی، خو دغه افغان لیکوال په عین حال کې د دریا د لیکنې پر غبرګونونو هم انتقاد کوي.

سهار دویچه ویله ته وویل: «موږ ټول افغانان په مجموع کې دا ستونزه لرو لکه څومره چې موږ یو جنایتکار ته چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې ظلمونه کړي؛ خلک یې وژلي؛ جګړې یې کړي؛ د دې پر ځای چې هغوی ته ډېر متوجه یو نو یو هنرمند تر هغه ډېر غندو. دا یو واقعیت دی چې څومره توهین آمیزه لېکنې چې پر دې بې چاره آریانا سعید باندې کیږي پر هیڅ جنګسالار باندې نه کیږي.»

په تاجيکستان کې افغان هنرمندان د هيواد په یاد موسیقي غږوي

بل افغان لیکوال طایر ځلاند بیا له دویچه ویله سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې په ټولو قومونو کې داسې کسان شته چې د هنر او هنرمند پر ضد دي: «دا یو واقعیت دی چې داسې اشخاص شته چې هغوی د هنر، هنرمند او د سندرغاړي په اړه منفي نظر لري او دا په هره ټولنه کې شته او د افغانستان په هر قوم او سیمه کې دغه ډول خلک شته.»

د طالبانو د راتګ يوکال؛ د افغان هنرمندان له کړاونو ډک ژوند

فرهاد دریا یو له هغو افغان هنرمندانو څخه دی چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ډیر شمیر مینوال لري. هغه په وروستیو وختونو کې د هنر تر څنګ پر ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو هم تبصرې کوي. ډیر وخت د دریا په لیکنو کې پر طالبانو باندې سختې نیوکې کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل