د فریدا کالو «خوب» په څه د پاسه ۴۴ میلیونو ډالرو وپلورل سو
۱۴۰۴ آبان ۳۰, جمعه
د «خوب(El Sueno)» په نوم د فریدا کالو یوه نقاشي د پنجشنبې په ورځ د ساتبیز په لیلام کې نوی ریکارډ ثبت کړ او د یوې هنرمندې ښځې په تر ټولو ارزښتناکه هنري اثر واوښت چې په یوه لیلام کې پلورل سوی دی.
د نقاشۍ دغه اثر په حقیقت کې د ځان انځور دی، یعني دا چې فریدا کالو خپل انځور پکښې نقاشي کړی دی.
دغه نقاشي چې په ۱۹۴۰ م کال کې کښل سوې ده او کالو په هغه تخت کې د خوب پر مهال ښيی چې د وریځو په منځ کې لامبو وهي، په ۵۴،۷ میلیونه ډالر (۴۷ میلیونه یورو) وپلورل سوه.
اړوند:يوه کېله په ۶،۲ مليون ډالره وپلورل شوه
په دې ترتیب، د نقاشۍ دغه اثر د «تاتوره/ اول نمبر سپین گل» له نقاشۍ څخه چې د جورجیا کیف اثر، مخکی سو.
دغه اثر د کالو له یو شمیر آثارو څخه یو دی چې له مکسیکو څخه بهر د یوه خصوصي ملکیت په توگه ساتل کیږي، په داسې حال کې چې په مکسیکو کې د هغې هنري آثار د یوې ملي خزانې په توگه ساتل کیږي.
داسې یوه پیښه چې د هغې د ژوند لاره یې بدله کړه
د «خوب» نقاشي د کالو له پیښو ډک ژوند په پړاو کې کښل سوې ده، هغه وخت چې نوموړې د پخوانۍ ناروغۍ او ترافیکي پیښې له امله رامینځته سوو روغتیايي ستونزو څخه اغیزمنه وه، او همدارنگه په ۱۹۴۰ م کې د هغې د طلاق او له ډیاګو ریویرا سره د بیا واده کولو له گډوډیو سره مخامخه وه.
هغه په شپږکلنۍ کې په پولیو یا د کوچنیانو په فلج اخته سوه او په ۱۸ کلنۍ کې د بس په یوې ترافیکي پیښه کې سخته زخمي سوه چې مجبوره سي د ژوند ترپایه له یوه کرست یا له اوسپنې او چرم څخه په ځانگړي توگه جوړ سوي کمربند څخه استفاده وکړي.
فریدا کالو له دغې ترافیکي پیښې وروسته د وخت د تیرولو له پاره په نقاشۍ پیل وکړ. دا د یوه بې سارې مسلک پیل و چې هغه یې د مکسیکو په یوې نامتو هنرمندې تبدیله کړه. هغې یو ځل ویلي وه: "ما هیڅکله خوبونه نقاشي نه کړه. ما خپل واقعیت نقاشي کړ."
د پنجشنبې د ورځې په لیلام کې دغه خرڅلاو په خپله د کالو د آثارو ریکارډ هم مات کړ.
په ۲۰۲۱ م کال کې د کالو یوه بله نقاشي چې په هغې کې دا او د هغې خاوند انځور سوی دی، د ۳۴،۹ میلیونو ډالرو په ارزښت وپلورل سوه. تر هغه وخته لا دا تر ټولو لوړ قیمت وو، چې د هغې د اثر له پاره په یوه لیلام کې ورکول سوی، که څه هم رپوټ ورکول سوی چې د هغې نقاشۍ گانې په شخصي توگه په لازیاتو بیې پلورل سوې دي.
د نقاشۍ تر ټوله گرانبیه اثر چې تر اوسه پورې په لیلام کې پلورل سوی دی د "سالواتور موندی" دی چې لئوناردو داوینچی ته نسبت ورکول کیږي او په ۲۰۱۷ م کال کې د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په بیې رانیول سو.
همدارنگه په روانه اونۍ کې د گوستاو کلیمت یوه نقاشي هم په یوه لیلام کې د ۲۳۶،۴ میلیونو ډالرو په بیه وپلورل سوه او په لیلام کې په تر ټولو قیمتي پلورل سوو آثارو کې یې دوهم ځای خپل کړ.