1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرېدي په نوم بړبوکي د قربانيانو شمېر له ۴۶۰ واوښت

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د فرېدي په نوم ګردباد يا بړبوکي له امله د افريقا په سويل ختيځ کې څه دپاسه ۴۶۰ تنه مړه شوي دي. د چارواکو په خبره اغېزمن شوو کسانو شمېر له ۵۰۰ زرو تنو اوړي.

Malawi | Zyklon Freddy
انځور: Eldson Chagara/REUTERS

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وويل چې »د هوا دغه رېکارډ ماتونکي وضعيت« د مالاوي هېواد د باراني موسم په پای کې ځپلی دی کله چې »سيندونو او نورو لمدو ځايونو کې اوبه هسې هم لوړې وې.«

د فرېدي په نوم بړبوړکي اوس د مالاوي په سويل کې په شپږو ورځو کې دومره ډېر اورښتونه له ځان سره راوړي دي چې معمولاً په شپږو مياشتو کې کيږي. ملګري ملتونه وايي چې له ۱۸۳ زرو ډېر وګړي د ځمکې ښويدنو او نيزونو (سيلابونو) له کبله بې کوره شوي دي. په ځپل شوې سيمه کې له ۳۰۰ زيات بېړني استوګنځي رغول شوي دي.

د فريدي له لاسه ټول ټال ۴۶۳ تنه وژل شوي دي يعنې ۳۶۰ تنه په مالاوي، ۸۶ په موزمبيق او ۱۷ تنه په ماداګاسکار هیواد کې وژل شوي دي.انځور: ALFREDO ZUNIGA/UNICEF /AFP

د مالاوي ولسمشر، لازاروس چاکويره، له ځپلې سيمې څخه د ليدنې پرمهال وويل چې حکومت يې ويره لري چې «د ويجاوړۍ او مړينې دغه انځور به لا پسې بدتر شي» کله چې دوی نورو سيمو ته لاسرسی پيدا کړي. د خوړو د نړيوال پروګرام ځايي مدير، پاول تورنبول، وويل چې دغه هېواد به اوس «خورا ډېر ملاتړ» ته ضرورت ولري. ولسمشر چاکويره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسف خبرداری ورکړ چې په مالاوي کې د کولرا پخوا لا دوام لرونکې څپه ښايي د بړبوړکي په پايله کې لا پسې پراخه شي. فرېدي دغه سيمه د فبرورۍ په پای کې آن ځپلې وه، خو په مالاوي کې يې يوازې لږ زيان اړولی و. په ډېر نادر ډول دغه ګردباد وروسته بېرته راستون شو او په لا ډېر شدت يې بارانونه له ځان سره راوړل. د فريدي له لاسه ټول ټال ۴۶۳ تنه وژل شوي دي يعنې ۳۶۰ تنه په مالاوي، ۸۶ په موزمبيق او ۱۷ تنه په ماداګاسکار هیواد کې وژل شوي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب