امريکا ـ د پخواني عسکر په ډزو ۵ انسانان ووژل سول
د امريکا د متحده ايالاتو په فلوريدا ايالت کي يو وسله وال کس په ډزو کي ۵ انسانان ووژل. دغه پېښه د فورت لاودردال په هوايي ډګر کي رامنځ ته سوه. انځور: picture-alliance/Zuma Press/Palm Beach Post/A. Eyestone د ډزو وروسته وارخطايي رامنځ ته سوه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Sladky پوليسو سمدلاسه د هوايي ډګر امنيت ټينګ کړ.
انځور: picture-alliance/Zuma Press/Palm Beach Post/A. Eyestone زيات مسافر له بيري د الوتکو ډګر ته ووتل.
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/M. Herald بعضي مسافرينو د بريد وروسته پر ټولنيزو رسنيو خپل ليدلی احوال خپور کړ.
انځور: picture alliance/dpa/Sun-Sentinel/S/ZUMA وسله وال کس د پوځ پخوانی عسکر اوسېدلی چي په عراق کي يې هم دنده تر سره کړې وه.
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/L. Sladky په دغه بريد کي لږ تر لږه ۵ انسانان وژل سوي او ۸ نور ژوبل سوي دي.
انځور: AP د رسنيو د خبرونو پر اساس وسله د بريدګر په سامان کي موجوده وه.
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo
د پوليسو په وينا يو وسله وال کس د فلوريدا په يو هوايي ډګر کي په ډزو کي ۵ انسانان ووژل او ۸ نور يې ژوبل کړل. د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت ويلي دي چي ډزي کوونکی کس ۲۶ کلن دی او د پورتو ريکو او الاسکا د ملي ګارد پخوانی عسکر دی.
د دفاعي چارو وزارت ويلي چي نيول سوی وسلوال کس د ۲۰۱۰ کال له اپريل مياشتي بيا د ۲۰۱۱ کال تر فبرورۍ مياشتي په عراق کي مستقر ؤ. د امريکا د متحده ايالاتو دغه وزارت زياته کړې چي دغه کس په ۲۰۱۶ کال له پوځ څخه ووت. دغه څرګندونې د ياد وزارت يو چارواکي کړي دي.
د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د يو خبر له مخي د ډزي کوونکي کس ورور ويلي چي بريدګر تر روانې درملنې لاندي ؤ.
رسنۍ: په سامان کي وسله
يو عيني شاهد و (NBC) تلويزيون ته ويلي:«هغه بېله هدف شاوخوا ډزي کولې.» د (NBC) تلويزيون د راپور له مخي بريد د ياد هوايي ډګر په دويم ترمينل کي وسو. د برووارد په نوم د پيښي د ځای د پوليسو مشر يا شېرف سکاټ اسرائيل ويلي چي د وسله وال کس د بريد څخه وروسته بېله مقاومت څخه پوليس پرېښودل چي دی ونيسي.
د متحده ايالاتو د رسنيو د خبرونو له مخي بريدګر له کاناډا يا له الاسکا څخه په الوتکه کي د فورت لاودردېل دغه هوايي ډګر ته راغلی ؤ. ويل سوي چي وسله د نوموړي په هغه سامان کي وه چي هغه و الوتکي ته ورکړی ؤ. په متحده ايالاتو کي د دې اجازه سته چي مسافر خپلې قانوني وسلې په هغه سامان کي کښېږدي چي د ځان سره يې خپلې چوکۍ ته نه خېژوي بلکه الوتکي ته يې ورکوي.
د رسنيو د راپورونو له مخي بريدګر چي کله خپل سامان تر لاسه کړ نو يو توشناب ته ولاړ او هلته يې خپله وسله چمتو کړه.
د دغه بريد په تړاو د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش پخواني حکومتي وياند آري فلايشر پر ټويټر پاڼه خبر ورکړ. نوموړی هم د بريد پر وخت په هوايي ډګر کي موجود ؤ. هغه ليکلي ول: «ډزي وسوې. ټول خلک په ځغاسته کي دي.» وروسته فلايشر وليکل چي «اوس آرامي سوه خو پوليس هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چي له هوايي ډګر څخه ووزي.»
د ډزو وروسته په مؤقتي توګه دغه هوايي ډګر وتړل سو. دغه هوايي ډګر هر کال تقريبا ۲۵ مليونه مسافرو ته د پروازونو آسانتياوي برابروي. په زياته هغه مسافر چي و نژدې استراحت ځايونو ته سفرونو کوي پر دغه هوايي ډګر يې الوتکي بدليږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):
انځورونه: د آلمان په مونيخ یا مونشن ښار کي وسله وال بريد
په مونشن کي د احتمالي ۳ وسله والو په ډزو کي لږ تر لږه ۷ انسانان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په ماښام د اولمپیا مارکېټ ته نژدې او بيا د هغه دننه ډزو مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د دغه بريد په تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ: انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د مونشن د بريد په تړاو بېړنۍ غونډه راوبلل سوه.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller د پوليسو وياند مارکوس دا گلوریا مارتینز د مونشن د بريد په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکول.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze د خبرونو له مخي لومړۍ ډزي د مونيخ يا مونشن ښار په منځ کي واورېدل سوې..
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller د دغه بريد په تړاو په لومړي سر کي د ۶ او وروسته د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller پوليسو په لوړ شمېر سره د اولمپيا سر پټي مارکېټ شاوخوا سيمه محاصره کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د پوليسو د ملاتړ له پاره د بريد په سيمه کي څرخي الوتکي هم ګرځېدلې.
انځور: DW/J. Ospina-Valencia بريدګر د ډزو وروسته و اولمپيا کارکېټ دننه ته په تښتېدلو بريالي سول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe پوليسو د تښتېدلو بريدګرو د موندلو له پاره و سيمي ته ورتلونکي ټولي لاري بندي کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د مونشن د مرکزي برخي فضا د امبولانسونو، پوليسو د موټرو او څرخي الوتکو شور نيولې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليس د اورګاډو د لويو تمځايونو تر څنګ د ښار نورو حساسو ځايونو ته د امنيت نيونې په مقصد ورسېدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو د بريد له سيمي څخه د خلکو په خوندي ځايونو ته انتقالولو کي مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe د بريد شاهدانو په لومړي سر کي وويل چي درې وسله وال يې وليدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو په لومړي سر کي دغه بريد يو «وسله وال بريد» وباله. خو وروسته يې وويل چي کيدلای سي چي دغه يو «ترهګر بريد» وي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د جمعې په ورځ د ماښام د شپږو بجو څخه مخکي د مونيخ په مرکز کي ډزي واورېدل سوې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert پوليسو د مونشن له اوسېدونکو وغوښتل چي په خپلو کورونو کي دننه پاته سي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager د مونيخ دننه د هر ډول عمومي ترانسپورت تګ راتګ بند کړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager پوليسو له مځکي او هوا څخه وضعه څارله.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو په مونيخ کي له انسانانو وغوښتل چي و بازارونو او ښار نورو برخو ته له تګ څخه دي صرف نظر وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Widmann