سپورتد فوټبال له پاره له آلمانه تر روسیې په تراکتور کې سفر01:24This browser does not support the video element.سپورت۱۳۹۷/۳/۳۱۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبهد آلمان د فوټبال یو مینه وال له خپل سپي سره د لوبډلې د تشویق له پاره له آلمانه تر مسکوه په تراکتور کې ولاړ. کابو په یوه میاشت کې یې ۲۴۰۰ کیلومتره لار ووهله. د هغه ۸۰ کلن تراکتور په ساعت کې یوازې ۳۰ کیلومتره سرعت لري.لینک کاپي کولاعلانزموږ له آرشیف څخه:د ايران او اسپانيا ترمنځ لوبي انځورونهايران چي د فوټبال د نړيوال جام سياليو په B گروپ کې لومړۍ لوبه له مراکش څخه يو پر صفر گټلې وه، د چهارشنبې په ماښام ئې يو پر صفر پر اسپانيا بايلوده. د لوبي انځورونهانځور: picture-alliance/E.Hoshiko ايران په B گروپ کي د چهارشنبې په ماښام خپله دوهمه لوبه له اسپانيا سره لرله.انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Hoshiko د دغي لوبي نندارې ته د روسيې په کازان لوبغالي کي ۴۲زره نندارچيان راټول سوي ول. دلته د اسپانيا لوبډلي مينوالو د نورو پام ځان ته اړولی وو.انځور: Reuters/S. Perez خو بیا هم په لوبغالي کي د ايران نندارچيان ډير ول.انځور: Getty Images/AFP/L. Acosta په لوبغالي کي ډيرو فکر کاوه چي ايران به دا لوبه وگټي.انځور: picture-alliance/S.Bobylev د ايران ملي لوبډله.انځور: picture-alliance/C.Cheng د اسپانيا ملي لوبډله.انځور: picture-alliance/dpa/M.Bogodvid د لوبي له پيله اسپانيا کوښښ کاوه چي ايران ته گول ورکړي.انځور: picture-alliance/S.Grits د لوبي په لومړۍ نيمايي کي اسپانيا د ايران پر گول څو حملې وکړي، خو نتيجه ئې نه لرله.انځور: picture-alliance/E.Hoshiko د لوبي په لومړۍ نيمايي کي بيا هم کوم گول ونه لگېد.انځور: picture-alliance/AP/T.Stavrakis لوبيه ډيره توده روانه وه.انځور: picture-alliance/M.Fernandez اسپانيا چي د لوبي په دوهمه نيمايي کي لوبه نوره هم تيزه کړه او خپلو حملو ته ئې دوام ورکړ. د لوبي په ۵۴ دقيقه کي د ايران گول ته توپ ننوت او لوبه يو پر صفر د اسپانيا په گټه روانه وسوه.انځور: picture-alliance/E.Hoshiko گول د ديگو په نوم وليکل سو.انځور: picture-alliance/V.Pesnya د اسپانيا تر گول وروسته ايران له دفاعي حالته راووت او تعرضي لوبه ئې پيل کړه. ايران هم يو گول ولگاوه خو حساب نه سو.انځور: Getty Images/R. Heathcote ايران د لوبي په دوهمه نيمايي کي د گول لگولو څو چانسونه لرله، خو بخت ورسره ياري و نه کړه.انځور: Reuters/J. Sibley ايران ډير خطرناکي حملې وکړي.انځور: Reuters/J. Sibley د لوبي په ۸۲ دقيقه کي ايران د گول لگولو ډير ښه چانس لاره، خو بيا بخت ورسره ياري و نه کړه او توپ تر ټمبې واوښت.انځور: Reuters/S. Perez لوبه بالاخره اسپانيا يو پر صفر وگټله او په B گروپ کي تر پرتگال وروسته دوهم ځای ونيو.انځور: Reuters/J. Silva د ايران ترينر کارلوس تر لوبي وروسته خپل لوبغاړي وستايل، ځکه هغوی د اسپانيا لوبډلي پر وړاندي ډيره ښه لوبه وکړه. د ايران وروستۍ گروپي لوبه به له پرتگال سره وي.انځور: Getty Images/AFP/L. Acostaانځورونه1 | 18