دغه ستدیوم چې د ۴۴۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري د سمارا سویل ته په یوه ټاپو کې د نړیوال جام له پاره جوړ شوی دی. تر دې دمخه په دغه ځای کې څوک استوګن او نه هم کومه زیربنا وه. په دغه لوبغالي کې به کوربه هیواد روسیه، د خپلو ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه وکړي. پر نورو سربیره په دغه لوبغالې کې یو کوراټر فاینل لوبه هم تر سره کیږي.
انځور: Reuters/M. Shemetov
والګا ګراد ارېنا
دغه ستدیوم والګا سنید ته څیرمه د پخواني مرکزي ستدیوم پر ځای جوړ شوی دی. په دغه لوبغالي کې ۴۵۰۰۰ کسان ځايدای شي او يوازي به گروپي سیالۍ پکښې تر سره شي. تر نړیوال جام وروسته به دغه لوبغالي د روتور والګا ګراد، لوبډلې کورنۍ لوبغالي شي. والګا ګراد پخوا د ستالینګراد په نامه هم یادید.
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/FIFA LOC
موردوویا ارېنا، سارانسک
آلماني مهندس تیم هوپه، دغه بشپړه نوی کاسه ډوله ستدیون د نړیوال جام له پاره ډیزاین کړی دی. په دغه لوبغالې کې ۴۴۰۰۰ کسان ځایدی شي او یوازې به د ګروپي سیالیو کوربه توب پر غاړه ولري.
انځور: picture-alliance/AP/dpa/J. Chestnova
روستوف ارېنا
روستوف ارېنا، چې د ۴۵۰۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت لري یو له هغو نوو ستدیومونو څخه دی چې د نړیوال جام له پاره جوړ شوی دی. په دغه لوبغالي کې به څلور ګروپي سیالۍ او د وروستیو ۱۶ لوبو څخه به یوه تر سره شي. دغه لوبغالی به د بل دوبي له سیالیو وروسته د اف سي روستوف، کورنۍ لوبغالی وي.
انځور: picture-alliance/Sputnik/Ирина Белова
نيږنی نووګورد
دغه ستدیوم هم په ځانګړې توګه د نړیوال جام له پاره جوړ شوی او ۴۵۰۰۰ نندارچیان ځایولی شي. په دغه لوبغالي کې به څلور ګروپي سیالۍ، همداشان یو پر اتم فاینل او یو پر څلورم فاینل لوبه تر سره شي.
انځور: picture-alliance/AP Images
کالېننګراد ستدیوم
دا د نړیوال جام یوازنی لوبغالی دی چي تر روسیې د باندي دی. کالېننګراد د پولنډ او لیتوانیا تر منځ د روسیې خاوره ده. دغه لوبغالی هم په ځانګړې توګه د فوټبال نړیوال جام سیالیو له پاره جوړ شوی دی چې د ۳۵۰۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. په دغه لوبغالي کې هم یوازې ګروپي سیالۍ کیږي.
انځور: picture-alliance/TASS/V. Nevar
اتکريتايا ارينا
که څه هم دغه ستدیوم د کنفدرایسیون سیالیو له پاره استعمالیږي، خو سږ به یوازې د فوټبال د نړیوال جام ګروپي سیالیو له پاره هم استعمال شي. په دغه ستدیوم کې په یوه وار ۴۵۰۰۰ نندارچیان ځایدی شي. دغه ستدیوم په ۲۰۱۴م کال کې بیا پرانیستل شو او د روسیې په تر ټولو بریالي فوټبال کلب سپارتاک مسکو پوري اړه لري.