1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال نړيوال جام تر پای لوبي وروسته په فرانسه کي اخ و ډب

۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبه

په روسيه کي د فوټبال نړیوال جام فاينل لوبه گټل، فرانسې په ډیري علاقه مندۍ سره تجلیل کړه او په دې سره یې د ۲۰۱۶م کال د اروپا کپ سخته ماته جبران کړه. خو د فرانسې په ډیرو ښارونو کي بیا سخت اخ و ډبونه رامنځته سول.

FIFA Russland WM 2018 Fanmeile in Paris
انځور: Reuters/J. P. Pleissier

د يکشنبې په ماښام په مسکو کي د ۲۰۱۸م کال د فوټبال نړيوال جام په پای لوبه کي د کرويشيا پر وړاندي د فرانسې تر بريا وروسته لمړني خراب خبرونه له پاریس څخه خپاره سول، چیري چي د یو تعداد مینه والو او پولیسو ترمنځ اخ و ډبونه رامنځته سول.

پولیسو د هغوی په مقابل کي اوښکي بهونکئ گاز استعمال کړ او دپاریس د مشهوري جادې شانسه لیزې څخه یې وایستل. تر دې مخکي هلته کشمکشونه رامنځته سوي ول. پر امنیتي قواوو باندي ډبري او بوتلان اورول سوي ول، مغازو او دوکانو ته تاوانونه رسیدلی وه.

په پاریس کي یو تن تر وهلو ټکولو وروسته زخمي سو او باید روغتون ته لیږل سوی وای. تقریبأ ۳۰ ځوانانو د یوه درملتون هنداري ماتي او هغه یې چور کړ، چه پولیسو یې بیا په مقابل کي اوښکي بهونکی گاز استعمال کړ. تر دې دمخه د فرانسې د فوټبال مینه والو پر کرويشيا باندي ۴ پر ۲ سره د خپلي ملي لوبډلي بری او د فوټبال نړيوال جام گټل په سوه له ایز ډول لمانځل.

«داسي یې څوک نه لمانځي»

په لسونو نقاب لرونکو ځوانانو د پاریس د شانسه لیزې د سړک د یوې مغازې هنداري ماتي او د شرابو بوتلان یې ځني غلا کړل. ځینو یې خندل او په موبایل ټلیفونونو کي یې حتی د خپلو ځانونو څخه فلمونه هم واخیستل. خو یو هغه کس چي په دغو کشمکشونو او غلاوو کي یې لاس هم نه درلوده، خو د اوښکي بهونکي گاز څخه متضرره سوی ؤ، وویل، چي سړی باید خپله کامیابي دا ډول تجلیل نه کړي.

انځور: Reuters/C. Platiau

د BFM ټلویزوني چینل او رویترس خبري آژانس په حواله د لیون، مارسې، اجکسیو، سټراسبورگ او له ریوینو څخه هم د کشمکشونو او اخ و ډبونو خبرونه رارسیدلي دي.

په لیون کي تقریبأ ۱۰۰ کسانو، چي اکثره یې ځوانان ول له پولیسو سره اخ و ډبونه کړي. دلته هم پر هغوی باندي اوښکي بهونکي گاز هغه وخت استعمال سو، چي هغوی پر پولیسو باندي ډبري او بوتلان واورول او کثافات دانیو ته اورونه واچول. پر یوه پله باندي تقریباً۵۰ ځوانانو کوښښ وکړ، چي د پولیسو ممانعتونه مات کړي چي په نتیجه کي یې یو تعداد کسان ونیول سول. په مارسې کي هم تقریباً عین ډول صحنې رامنځته او دوه پولیس زخمیان سول. هلته هم ۱۰ کسان بندیان سول.

په اجکسیو او کوریسکا ښارونو کي بیا د فرانسې او کرويشیا دمینه وال ترمنځ کشمکشونه رامنځته سول.

د اَنسي په ښار کي بیا یو۵۰ کلن هغه وخت مړ سو، چي د فرانسې تر گټلو وروسته يې یوه ژور کانال ته ځان واچاوه او غاړه یې ماته سوه. د فرانسې د شمال د سانت فیلیکس په ښار کي د فوټبال نړیوال جام اتلولۍ د خوشالیو په احساساتو کي یو تن له یوې وني سره ټکر او مړ سو.

په لسونو زره پولیس د گزمې په حال کي

یوازي په پاریس کي د فوټبال نړيوال جام اتلولۍ د لمانځلو په مناسبت د شنبې او یکشنبه په ورځو تقریبأ ۱۱۰۰۰۰ پولیس د گزمې په حال کي ول. په فرانسه کي د ۲۰۱۵م کال تر ترهگري بریدونو وروسته په دغه هیواد کي تر اوسه لوړ اظطراري حالت دی.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(  09.06.2014 )

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب