1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال يو بل افغان چارواکی هم له دندې ګوښه شو

۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعه

د افغانستان د فوټبال پر يو بل چارواکي باندې هم د جنسي ناوړه استفادې په تړاو پنځه کاله بنديز وضع شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د ملي ټيم پر وړاندې د جنسي ناوړه استفادې قضيه لا دوام لري.

Afghanistan Frauen Fußball
انځور: DW/H. Sirat

د فوټبال نړيوالې ټولنې يا فيفا ويلي دي چې سيد آقازاده، به د آسيا د فوټبال له کنفدراسيون څخه وايستل شي. هغه یوازې څو میاشتې مخکې دې دندې ته انتخاب شوی وو. پر آقازاده باندې د لس زرو سويسي فرانک چې معادل يې لس زره امريکايي ډلر کيږي، جريمه هم وضع شوې ده. فيفا ويلي دي چې «نوموړی له سو استفادې خبر وو او بايد چې رپوټ يې ورکړی او مخنيوی يې هم کړی وای.» 
فيفا دا هم ويلي دي چې په دغه قضيه کې د افغانستان د فوټبال د نورو چارواکو پر وړاندې پلټنې لا دوام لري. د افغانستان د فوټبال د ټولنې د سرمنشي په توګه آقازاده، له کرام الدين کريم سره نژدې همکاري کوله چې خپله هم له دندې ګوښه شوی دی. 
د افغانستان د فوټبال د ښځينه ټيم لوبغاړو د افغانستان د فوټبال پر چارواکو باندې د جنسي ناوړه استفادې او د دغو کارونو د پټولو تور لګولی وو. فيفا په جون مياشت کې پر کريم باندې د ټول عمر له پاره بنديز لګولی وو او هغه يې د ډېر شمېر ښځينه لوبغاړو په «بيا ځلې جنسي سو استفادې» تورن کړی وو. کريم د يو مليون سويسي فرانک په ورکولو جريمه شوی وو. د افغانستان قضايي چارواکو او فيفا تېر کال د دغې قضيې د پلټنو اعلان کړی وو. آقازاده په اپريل مياشت کې د څلورو کلونو له پاره د آسيا د فوټبال کنفدراسيون د مشرتابه کميټې ته انتخاب شوی وو، سره له دې چې په ورته وخت د فوټبال د افغان چارواکو پر وړاندې پلټنې روانې وې. 
تر دغو انتخاباتو مخکې د فيفا پخواني مرستيال رئيس د اردن شهزاده علي، پر افغان کانديدانو باندې غږ کړی وو چې که په قضيه کې ښکېل وي، نو بنديز به ورباندې ولګول شي.

د افغانستان په ښځينه فوټبال کې د ناوړې جنسي استفادې په هکله پلټنې دوام لريانځور: imago/Xinhua

ns/ms (ap)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل