د فټبال نړيوالي اتلولۍ په روسيه او قطر کي دايريږي
۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعهفيفا FIFA پرون اعلان وکی ،
«د 2018 کال د فټبال نړيواله اتلولي به په روسيه او 2022کال دا په قطر کښي دايري سي . »
د 2018کال دپاره د انګلستان تر څنګ هالينډ او بلجيم هم ځانونه کانديد کړي وه . هالينډ او بلجيم لکه هسپانيې او پرتګال غوښتل ، په ګډه سره د فټبال بين امللي جام ته ځانونه آماده کي ، خو روسيې دغه سيالي يووړه ، اواوس به وکولای سي ، د مليونو انسانانو پاملرنه خپلي خواته ورواړوي .
د 2022 کال د فټبال دنړيوالي اتلولي دپاره د امريکا متحده ايالاتو،اسټرليا ،جاپان ،جنوبي کوريا او قطر ځانونه کانديد کړي وه ،خو په آخره کښي کوچني شاهي هيواد هلته دايري سي .
د جرمني د فټبال د ملي ټيم پخواني فټبالر او په دوهه کښي د العربيه د ټيم اوسنی ترينر ستيلکه د پارس د خليج ددغه هيواد د فوق العاده سپورټي امکاناتو څخه په حيرت کښي پاته دی ،دی وايي،
هغه د سپورت ميدانونه او امکانات چه په دوهه کښي بيله نړيوالي اتلولۍ همدااوس موجود دي ، په جهان کښي يې مثال لږ ليدل کيږي . »
د بلي خوا ددغه خبر په اوريدو سره پرون پنجشنبه په قطر کښي په زرهاوو انسانان کوڅو او سړکانو ته راووتل ، او په سورسورانکو او نارو سره يې هغه ولمانځی . دا اوله پلا ده چه په يوه عربي هيواد کښي د فټبال نړيواله اتلولي جوړيږي .
دخبر په اوريدو سره نه يوازي قطر، بلکه ګرده عربي نړۍ خوشالۍ کوي . يو عربي ژورنالسټ وايي،
«هر څوک وياړي . زه شخصأ او ګرده عربي نړۍ هم ،چه په قطر کښي د فټبال نړيواله اتلولي دايريږي »
يوالجزايری وايي،
« موږ ډير خوشاله يو ، قطر ته مبارکي وايو . موږ هيله لرو چه په 2022 کال کي لا دلې يو ، او د فټبال نړيواله اتلولي ووينو . زما زوی به هغه وخت ۱۵ کلن وي ، هيله من يم چه دی هم هغه وويني . »
په قطر کښي د 7سپورټي مرکزو څخه 5 يې د 25 کيلومترۍ په فاصله کښي يودبله سره نژدې پراته دي ، او پدې حساب به نو د يوه ځای څخه بل ځای ته ورتګ هم آسانه وي .
انرولف/ محمد قاسم نوري
کتونکی : باري حکيم