1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«د فیبرورۍ په ۱۱ به پاکستان کې عمومي ټاکنې وي»

۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه

د پاکستان د ټاکنو کمیسون وکیل سترې محکمې ته خبر ورکړی دی چې د جنورۍ تر ۲۹ پورې به د حوزو د انتخابولو بهیر بشپړ شي. ستري محکمې د ټاکنو کمیسون ته لارښوونه کړې ده چې د انتخاباتو د نیټې په هکله دې له ولسمشر سره مشوره وکړي.

Pakistan Parlamentswahlen
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون (اي سي پي) په حواله د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په ۱۱ نیټه به د ټول هیواد په کچه عمومي ټاکنې ترسره شي. دا خبره د اي سي پي وکیل سجیل سواتي نن پنجشنبې په ورځ د پاکستان  سترې محکمې ته کړې ده. محکمې د انتخاباتو کمیسون ته د ټاکنو د وروستۍ نیټې په هکله له ولسمشر سره د مشورې کولو لارښوونه هم کړې ده.

سترې محکمې د ملي او ایالتي شوراګانو له منحلولو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه د ټاکنو ترسره کولو په اړه د پنجشنبې په ورځ د غوښتنلیکونو استماعیه غونډه ترسره کړه. دغه غوښتنلیکونه پخپله د سترې محکمې د وکیلانو، د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو له خوا وړاندې شوي وو. 

د پاکستان د قاضي القضات فایز عیسی په مشري د قاضیانو درې کسیزې ډلې ته دټاکنو کمیسیون د وکیل له خوا وویل شول چې د حوزه بندۍ یا په بل عبارت د حوزو د انتخابولو پړاو به د جنورۍ تر ۲۹ نیټې پای ته ورسیږي چې تر هغې وروسته به د فیبرورۍ په ۱۱ نیټه ټاکنې ترسره شي.

په دې ترڅ کې قاضي القضات پوښتنه وکړه چې د ټاکنو د ترسره کولو موضوع مو له ولسمشر سره شریکه کړې ده؟ د ټاکنو کمیسون وکیل یې په ځواب کې وویل چې اداره یې د ولسمشر د خبرولو مکلفیت نه لري.

د محکمې له خوا د قاضیانو په دری کسیز پلاوي کې شامل قاضي اطهر من الله په دې خبرې خپله خواشیني څرګنده کړه او ويې ویل چې په دې کار سره یعنې له ولسمشر سره په مشوره نه کولو سره د ټاکنو کمیسیون «له سره قانون» لیکلی دی.

هغه وویل چې د قانون سرغړونکو پر وړاندې د ګام پورته کولو په خاطر اړوند فورم موجود دی.

قاضي اطهر من الله زیاته کړه چې پر خپل وخت د ټاکنو نه ترسره کول د قانون د تعلیق کولو په معنی ده چې د قانون سرغړونې پر وړاندې د شپږمې مادې په اساس یې باید پر وړاندې اقدام وشي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل