1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د قانون محافظینو قانون مات کړی، په لسګونو پولیس جریمه شوي

۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبه

د آلمان په ماینز ښار کې د نږدې پنځوس تنه پولیسو پر ضد دوسیې ثبت شوي. د پولیسو دغه کارمندان په یوه محفل کې د کرونا ویروس په سبب د نافذ کړای شویو مقرراتو په سرغړونې تورن دي.

Symbolbild Polizei Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stein

د ماینز ښار د چارواکو په حواله په لسګونو پولیس مامورینو د می په میاشت کې کله چې د کرونا وبا په آلمان کې خپل اوج ته رسیدلې وه، د دغې وبا له امله لګول شوي محدودیتونه او مقررات د یوه محفل په جریان په بشپړ ډول له پامه غورځولي دي.

پر دوی تور لګول شوی دی چې په یوه بار کې یي په داسې پارټي یا محفل کې ګډون کړی چې نه په کې له ماسک څخه استفاده شوې، نه ټولنیز واټن مراعات شوی او نه هم دا خبره په پام کې نیول شوې ده چې په دومره لوړ شمیر کې کسان باید یو ځای په یوه محفل کې ګډون ونه کړي.

د ترفیع مراسم ګران تمام شول

د ماینز د سیمه ایز حکومت د ویاند رالف پیترهان واهر، په خبره دغو پولیسو د خپلو څو تنو همکارانو د ترفیع د جشن د لمانځنې ترڅنګ د خپل یوه بل همکار د ناڅاپي مړینې په غم کې د ګډون له پاره دا پروګرام جوړ کړی وو.

اوس د پولیسو دغو افسرانو ته په لیکلې بڼه خبرداری ورکړل شوی او ترڅنګ د دوی هر یو تن په جلا جلا توګه په لسګونو یورو نقدي جریمه شوي دي.

د پولیسو سیمه ایز ویاند رینالډو روبیرټو وویل چې اول خو باید دغه ټول پولس هر یو یي خپله نقدي جریمه تحویل کړي او بیا به تصمیم ونیول شي چې آیا د دوی پر وړاندې د محکمې بهیر په لاره واچول شي او که څنګه؟

د جریمو له طریقه ترلاسه کیدونکي عایدات

د ټول آلمان په کچه د یوه تازه ترسره شوې سروې په حواله د کرونا ویروس د وبا پر مهال له حفاظتي مقرراتو څخه د سرغړونې په سبب حکومت ډیر عواید ترلاسه کوي. د بیلګې په توګه په هامبورګ کې د داسې سرغړونو په تر لس زرو زیاتو پيښو کې د جریمو له امله سیمه ایز حکومت نږدې ۹۰۰ زره یورو عاید ترلاسه کړی دی.

همدارنګه په سویلي ښار مونشن کې د ۹۵۰۰ اتباعو د جریمو له درکه نږدې ۹۵۰ زره یورو ترلاسه شوي دي. دې ته ورته خبره د آلمان په نورو ښارونو او ایالتونو کې هم ده.

د آلماني چارواکو په خبره په آلمان کې د کرونا ویروس له امله د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه او مقررات په ډیره لوړه کچه عملي کیږي، خو که څوک ترې سرغړونه وکړي، باید قیمت یي هم ادا کړي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب