د قبرس د قضيې سوله ايز حل اوس هم نه تر سترګو کيږي
۱۳۸۸ مرداد ۲, جمعهد ملګرو ملتو د هغه وخت عمومي منشي کوفي عنان د قبرس د بيرته يو ځاي کيدو په خاطر يو پلان وړاندي کړی ؤ . خو په بين امللي سطح په رسميت پيژندل سوي جنوبي قبرس او يوازي د ترکيې لخوا په رسميت پيژندل سوي شمالي برخه کښي ټول پوښتنو(ريفرانډم) بيا هم دغه هدف تر لاسه نکۍ . د قبرس د جزيرې يونانيانو چه اروپايي ټولني ته يې شامليدل ډاډمن وه، د بيرته يووالي پر ضد تصميم ونيوۍ ،او ترکانو يې د يوالي دپاره .
د ترکيې دحکومت خارجي سلاکار ذکريا اقسم د هغه وخت سياسي مقاومتو ته اشاره کوي ،چه صدراعظم طيب اردووان او دده حکومتي ګوند AKP د عنان د پلان څخه ملاتړ کړی ؤ .
اقسم وايي،« د حکومتي ګوند AKP سياست ډير عالي او په عين حال کښي د ريسک سره مخامخ ؤ . خو هغه سم او ضروري ؤ . AKP ددې غم وخوړۍ چه ترکيه د هغه تور څخه خلاصه سي ،چه 35- 40 کاله ورباندي پروت ؤ . »
خو سربيره پر دې د قبرس په موضوع کښي رامنځته سوې اميدواري او د هغه دبيرته يووالي مفکوره له منځه ولاړل .
د 2004 کال د مې پر اوله باندي ددواړو خواوو پر نه اتحاد سربيره د قبرس جمهورريت د اروپايي ټولني پوره غړيتوب تر لاسه کۍ .
دغير حکومتي سازمان انترنيشنل کريسيس ګروپ څخه د قبرس کار پوه هوف پوپ ، پدې نظر دی چه اروپايي ټولني ته د قبرس ورشامليدل پدې خاطر وه ،چه د قبرس مسله د بنت وبست سره مخامخ وه .
دی وايي ،« پنځه کاله مخکي اروپايي ټولني وويل چه حل د عنان په پلان کښي دی . ملګرو ملتو اود امريکا متحده ايالاتو همداسي ويل . خو بيا اروپايي ټولني دقبرس د جزيرې يونانيانو ته وويل ،تاسي به بيا هم د اروپايي ټولني غړيتوب تر لاسه کۍ،که څه هم تاسي د بيرته يووالي پر ضد رايه ورکړېده .
د يوه کال راهيسي د جزيرې يونانيانو او ترکان د ملګرو ملتو تر رهبرۍ لاندي د بيرته يوالي په خاطر سره معامله کوي . کوښښ کيږي چه په دواړو خواوو کښي بيرته ريفراندوم رامنځته سي .
سيمسيک/
کتونکی : محمد قاسم نوري