د قبطيانو روحاني شمر له دې نړۍ سترگي پټي کړې
۱۳۹۰ اسفند ۲۸, یکشنبهاعلان
د قبطي آرتودوکس عيسويانو روحاني مشر پاپ شېنودا دريېم د ۸۸ کلنۍ په عمر مړی سوی دئ. د مصر رسمي خبري آژانس ويلي دي چي نوموړی له زيات وخت راهيسي د سږو او اينې په ناروغۍ اخته وو او د شنبې په ورځ ئې ساه ورکړه.
هغه د ۱۹۷۱مېلادي کال راهيسي د قبطيانو روحاني مشر وو. د مصر څه باندي لس فيصد اوسېدونکي قبطي عيسويان دي. د مړه سوي روحاني مشر په هکله ويل کيږي چي هغه په مصر کي د مسلمانانو او عيسويانو د سوله ييز او پر دوه اړخيز احترام ولاړ ژوند له پاره ډېري هڅي کولې.