د قذافي کشر زوی او درې لمسيان ووژل سول
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۱, یکشنبهليبيايي چارواکو يو شمير خبريالان هغه کورته چي په دريو توغنديو ويشتل سوی دئ، ور وبلل. د دغه کور بام په بشپړه توګه ويجاړ سوی. د حکومت وياند، ابراهيم موسي يو خبري کنفرانس ته وويل: « هغه څه چي موږ دلته وينو د ځنګله قانون دی.» هغه زياته کړه:« اوس بايد هر چاته ښکاره او روښانه وي چي په ليبيا کي خبره د ولسي وګړو ساتنه نه ده.»
ناټو له دې انکار کړی چي قذافي او يا د هغه کورنۍ د هغه د حملو هدف دی.خو ويلي يې دي چي د ليبيا د پلازمېني طرابلس پر هغه سيمه چي خبريالانو ځني ليدنه کتنه کړې، پر پوځي هدفونو باندي يې حملې کړي دي.
د شمالي اتلانتيک د تړون د سازمان، ناټو په خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي: « ناټو په طرابلس کي د رژيم پر پوځي تأسيساتو باندي د شپي له خوا خپلو دقيقو هوايي بريدونو ته دوام ورکړئ دی. په دغو هدفونو کي په باب العزيزييه کي د ليبيا د رژيم د قوماندې اوکنترول ودانۍ باندي د ګروينويچ په وخت د ماښام په 6 بجو حمله وسوه.»
د ليبيا د عملياتو لپاره د ناټو کاناډايي قوماندان، تورن جنرال چارلز بوچارد وويل نوموړی هدف دهغي ستراتيژي يوه برخه وه چي له مخه يې د ليبيا د رژيم د قوماندې هغه مرکزونه په نښه کوي چي ولسي وګړو ته ګواښ کوي.
د ليبيا د حکومت وياند ابراهيم موسي وويل چي د قذافي وژل سوی زوی ، سيف الرب نوميده او 29 کاله يې عمر درلود. هغه د ليبيا د رژيم د قدرت په جوړښت کي کوم مهم نقش نه درلود، هغه پخوا په آلمان کي محصل ؤ. ابراهيم زياته کړه چي د قذافي وژل سوي لمسيانو عمرونه له لس کلونو ټيټ دي.
د ليبيا د رژيم پر ضد د ملګرو ملتو پريکړه
د ملګرو ملتونو د امينت شورا د ليبيا پر هوايي قلمرو باندي د نه الوتني بنديز لګولی او نړيوالي ټولني ته صلاحيت ورکړل سوی، چي دغه قلمرو کنترول کړي او پرې نه ږدي چي د قذافي د رژيم الوتکي د ولسي وګړو پر ضد حملې وکړي.
خو اوس د ليبيا د رژيم له خوا دغه ادعا چي د تيري شپي د حملو هدف د قذافي وژل ؤ ، ښايي ددې سسبب سي چي د فرانسې او برتانيې په مشرۍ هوايي بريدونو باندي تورونه ولګول سي، چي د ملګرو ملتو له پريکړو څخه سرغړونه سوې. دغه پريکړه يوازي د ولسي وګړو د ساتني امر ورکړی دی.
د ناټو قوماندان، بوچارد وويل: « زه له دې خبر يم چي د رسنيو ځيني نه تصديق سوو رپوټونو له مخه د قذافي د کورني ځيني غړي وژل سوي دي.» هغه وويل: « موږ د هرانسان د وژلو څخه خواشيني کيږو.»
غبرګونونه
په عيني وخت کي د وينزويلا ولسمشر هوګو چاويز چي د قذافي د متحدينو له جملې څخه شميرل کيږي، د ناټو دغه حمله غندلې ده. هغه وويل: «په دې کي هيڅ شک نه سته چي د قذافي د وژلو امر ورکړل سوی ، دا مهمه نه ده چي څوک وژل کيږي، خو قذافي ووژنی! دا قتل دی.»
د سپيني ماڼۍ د مطبوعاتي چارو وياند وويل چي د متحده ايالاتو حکومت د ليبيا د رسنيو د رپوټونو څخه خبردی، چي د قذافي زوی وژل سوی دی. هغه وويل چي واشنګتن وضعيت تر څارني لاندي لري.
قذافي چي له 1969 کال څخه را په دي خوا په ليبيا باندي واکمني لري، د خپل هيواد په ختيځ کي د خلکو له بغاوت سره مخامخ سوئ. هغه ويلي دي چي دا د «اسلامي افراطينو او د لويديځو اجنټانو چي غواړي د ليبيا د تيلو پر شتمنويو کنترول ولري، بغاوت دی.»
آژانسونه/ عبدالبارحکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل