1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قربانيانو کورنۍ: د سولې په مذاکراتو کې موږ هير نه کړئ

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو په پيليدو سره، د افغانستان د وروستيو دوو لسیزو جګړو د قربانيانو شاوخوا ۵۰ کورنۍ، پرون د کابل په يوه هديره کې راټولې شوې وې. هغوی ټينگار وکړ قربانيان بايد هير نه کړل شي.

Afghanistan Gedenken an die Opfer eines Selbsmordanschlags
انځور: Reuters/M. Ismail

دغه اعتراض کونکې کورنۍ، د کابل ښار په هغې هديره کې راټولې شوې وي، چې په ۲۰۱۸م کال کې د کابل په لويديځ کې پر يوه ښوونځي د حملې ډیری قربانيان په کې دفن دي.

يو هلک د خپل ټولګيوال پر قبر ژاړي او يو بل بيا په لاس کې يوه لوحه نيولې چې ورباندې ليکل شوي وو: «په مذاکراتو کې د قربانيانو له خوا څوک استازيتوب کوي؟»

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات، چې د افغانستان په روانه اوږده جګړه کې يو تاريخي ګام ګڼل کيږي، د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۳مه) د قطر هیواد په پلازمينه، دوحه کې پيل شوي. امريکا او طالبانو تر دې څو مياشتې مخکې د افغانستان جګړې د پاي له پاره، يو تړون لاسليک کړی وو.

يوه مور چې په ځانوژونکي بريد کې د خپلې وژل شوې لور قبر ته ناسته دهانځور: Reuters/M. Ismail

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د افغانستان په ۱۹ کلنه جگړه کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په هديره کې اکثره راټول شوي کسان چې ځينې يې د خپلو خپلوانو قبرونو ته ناست ول، د تل پاتې سولې غوښتونکې شول. خو دوی په عين وخت کې ټينګار وکړ چې د ملکيانو درد او رنځ ته چې د جګړو او تاوتریخوالو له امله يې ليدلی، هم پاملرنه وشي.

۲۷ کلنې ريحانه هاشمي چې خور يې په ۲۰۱۸م کال کې پر مظاهره کونکو د ډزو په پيښه کې يوه ښوونځي ته نژدې ووژل شوه، وویل چې هغې او کورنۍ يې شاوخوا دوه مياشتې مخکې د «جګړې د ملي قربانيانو شبکه» تاسیس کړه تر څو د سولې په مذاکراتو کې د قربانيانو د هيريدو انديښنه بيان کړي.

له جګړو څخه زيانمن شوي خلک د تل پاتې سولې غوښتونکي دي او ترڅنګ باید د قربانيانو کورنيو ته هم توجه وشيانځور: Reuters/M. Ismail

میرمن هاشمي وويل: «را دې شي او اعتراف دې وکړي چې د جنایت مرتکب شوي دي او د قربانيانو له کورنيو څخه دې بښنه وغواړي.» هغه وايي د دوی شبکه له هغو کسانو څخه چې د جګړې د دواړو لورو يې د کورنۍ غړي وژل شوي، ملاتړ کوي. ريحانه هاشمي زياته کړه: «د قربانيانو کورنیو ته باید مالي او اخلاقي غرامت ورکړل شي.»

ماه جان چې خپل يو زوی ېې د کابل په يوه ځانمرګي بريد کې له لاسه ورکړی، وايي چې د سولې پروسه بايد هرومرو يوې تل پاتې نتيجې ته ورسيږي: «که زه په هیواد کې د تلپاتې سولې شاهده شوم، د خپل زوی قاتل مې بښم.»

Af/na/mks/bs (Reuters)