د خلیج په هیوادونو کي دیپلوماتیک کړکیچ دوام لري. د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، له برلین څخه د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني، د لیدنې پر مهال وویل چی یوازې د مقابلو اړخونو ترمنځ خبرې اترې کولای سي دغه کړکیچ پای ته ورسوي.
اعلان
قطر ولې دومره اهمیت لري؟
د نفوس او مساحت له اړخه قطر د خلیج یو کوچنی هیواد دی، خو په ټوله عربې نړۍ کې یې هله گوله رامنځ ته کړې ده. د انځورونو په دې گالرۍ کې د قطر په هکله ځینې معلومات شته.
انځور: Reuters
تیل او گاز
قطر په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې زیات «مایع طبیعي گاز» لري او په نړۍ کې دریم هیواد چې د طبیعي گاز ستري زیرمي لري. دغه خلیجي هیواد د تیلو او گازو په برخه کي بډای هیواد دی.
انځور: imago/Photoshot/Construction Photography
په نړیوالو شرکتونو کې ونډه
دغه هیواد د آلمان د موټر جوړولو شرکت فولکس واگن کې ۱۷ سلنه او د نیویارک د «امپایر سټیټ بلډنگ» کې لس سلنه ونډه لري. قطر په تیرو څو کلونو کې په بریتانيا کې میلیارده پونډه پانگونه کړې ده چې پکښې د بریتانيا د مشهور پلورنځي «هروډز» رانیول هم شامل دي.
انځور: Getty Images
د دریمگړي نقش
قطر د سوډان له حکومت او دار فور له قبایلو سره د څو لسیزو شخړې په هواري کې د دریمگړي نقش لوبولی وو. همداشان د فلسطین د الفتح او حماس ډلو تر منځ د منځگړتوب او همداشان له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره قطر نقش لرلی دی.
انځور: Getty Images/M. Runnacles
الجزیره شبکه
د دوحه، حکومت په ۱۹۹۶م کال کې د «الجزیره» په نوم یوه تلویزوني شبکه تأسیس کړه، چې په عربي نړۍ کې د خبرونو پوښښ او د خپرونو شکل ته بدلون ورکړ. اوس الجزیره نه یوازې په عربي، بلکې په ټوله نړۍ کې یو پیژندل شوی نوم دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Ulmer
قطر هوایي شرکت
د قطر دولتي هوایي شرکت «قطر ایر ویز» د نړۍ په ښو هوایي شرکتونو کې حسابیږي. دغه شرکت ۱۹۲ الوتکې لري او د نړۍ په ۱۵۱ ښارونو کې فعالیت کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst
د فټبال نړیوال جام
په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په قطر کې تر سره کیږي. قطر د عربي نړۍ لومړنی هیواد دی چې د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب کوي. دغه هیواد د فوټبال د سیالیو له پاره پر زیر بناوو باندې په میلیاردونو یورو پانگونه کوي.
انځور: Getty Images
د قطر نفوس
د قطر ټول نفوس ۲،۴ میلیونه دی چې د هغوی زیاتره یې په ۱۸مه میلادي پیړۍ کې د گاونډیو سیمو څخه دغه ځای ته ورغلي دي. دغه هیواد چې د طبیعي زیرمو له کبله بډای دی پکښې په کال کې د سړي سر متوسط عاید ۱۲۳ زره یورو دی.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/S. Babbar
له بریتانیا سره اړیکي
قطر تر۱۹۷۱م کال پورې د بریتانيا تر حمایې لاندې وو. د بریتانيا د ځانگړې ادارې لاندي ټوله موده ۵۵ کلونو ته رسیږي. خو په ۱۹۷۱م کال کې قطر له دې انکار وکړ چې د متحدو عربي اماراتو یوه برخه دې وگرځي او د یوه خپلواک هیواد په توگه راڅرگند شو.
انځور: Reuters
شاهي نظام
په قطر کې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې پاچاهي نظام واکمن دی او له همدغې مودې راهیسې د الثاني کورنۍ په واک کې ده. د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حما الثاني، په ۲۰۱۳م کال کې هغه وخت د قدرت واگي په لاس کې واخیستل چې پلار یې خلیفه الثاني له خپلې واکمنۍ لاس پر سر شو.
انځور: Reuters
له بېلابېلو عربي هیوادونو سره د اړیکو خرابیدل
د سعودي عربستان په گډون اوو هیوادونو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي دي. په دې سره منځنی ختیځ چې لا تر مخه له کړکیچونو سره لاس او گریوان دی له یوې بلې شخړي سره مخامخ شوی دی. پر قطر باندي د ترهگرو د ملاتړ تور پورې کیږي، چې دغه هیواد یې ردوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo
انځورونه1 | 10
په برلین کي د صدراعظمې انګلا میرکل او د قطر د امیر تمیم بن حمد الثاني، د خبرو اجنډا د گاونډي هیوادونو پر دوامداره محاصرې باندي راڅرخیده. میرکل تر رسمي خبرو وروسته وویل، په دې هکله اندیښنه ده چې د کړکیچ د شروع کیدو څخه تر ۱۰۰ ورځو وروسته هم د هغه حل هیڅ نه تر سترگو کیږي.
د سږ عیسوي کال د جون میاشتې پر ۵مه نیټه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین له قطر سره دیپلوماتیک مناسبات قطع کړل ځکه چي هغوی د خلیج دغه هیواد د اسلامي ترهگرو ډلو په ملاتړ تورونوي چې په کي د مصر د اخوان المسلمين او ایران له خوا ملاتړ کیدونکې ډلې هم شاملې دي.
پر دې سربیره هغوی له قطر سره ټولي ترانسپورتي لاري قطع کړي او دغه هیواد یې له هغه پوځي ایتلاف څخه ایستلی دی چی په یمن کي د حوثي شیعه یاغیانو پر ضد جنگیږي. له هغه وروسته کویټ او د امريکا متحده ايالات د خلیج په هیوادونو کي منځگړیتوب کوي. خو د دوهې حکومت د همسایه هیوادو دغه تورونه تل رد کړي دي. دوهه گومان کوي چي د قطر پر ضد هدفمند کمپاین روان دی چی متحده عربي اماراتو د غلط خبر په نشرولو سره پیل شوی دی. دغه خبر د هکرانو یا انترنتي غلو له خوا د قطر د دولتي خبري آژانس په انټرنټي پاڼه کي خپورسوی وو.
المان طرف نه دی خو غواړي د کړکیچ په حل کي نقش ولوبوي
میرکل وویل چې امیر ورته ډاډ ورکړی دی چي قطر هم غواړي له خپل طرفه داسي اقدامات تر سره کړي چي له نړیوالې اسلامي ترهگرۍ سره مبازه وسي.
میرکل هم ورته وړاندیز وکړ چي ټوله مقابل اړخونه دي ژر تر ژره پر یوه میز سره کښيني. میرکل وویل چې آلمان په دغه کړکیچ کي یو اړخ نه دی خو غواړي د هغه په حلولو کي نقش ولوبوي چی ټول اړخونه خپل حیثیت او اعتبار وساتلای سي.
صدراعظمي زیاته کړه چي دا کار یوازي د مستقیمو خبرو له لاري ممکن دی او حتمی نه ده چې هغه سمدلاسه په رسنیو کي نشر سي. الثاني چي د ملگرو ملتونو د عمومي غونډه کي تر گډون وروسته یې په برلین کی توقف وکړ د خپل طرفه ډاډ ورکړ چي غواړي د خلیج هیوادونو سره پر یوه میز باندي کښیني.
په همدې حال کی میرکل هغه گمانونه رد کړل چي گواکي آلمان کولای سي د دغه کوچني خو ځواکمن هیواد طرف ونیسي او زیاته یې کړه چي د آلمان حکومت نه یوازي د قطر بلکه د سعودي عربستان او متحده عربي امالات سره هم په دوامداره خبرو بوخت دی. د آلمان او قطر تر منځ ډیر نزدې اقتصادي اړیکې موجود دي. قطر د دویچه بانک او فولکس واگون موټر جوړولو شرکت سهم لرونکی دی.
قطر ته د وسلو پر لیږد نیوکي
پرسږ کال آلماني شرکتونو د ۲،۵ ملیارډو یورو په ارزښت مالونه قطر ته صادر کړل، چي په کي پوځي تجهیزات هم شامل ول. خو پر دې کار باندي د آلمان کیڼ اړخي گوند انتقاد کوي. د چپيانو د خارجي سیاست مسوله سېویم داگدیلن، وایي، د دې پر ځای چي «قطر ونازول سي»، جرمني باید ورسره پر خپلو اړیکو باندي له سره غور وکړي او د نظامي تجهیزاتو خرڅلاو ورباندي بند کړي.
دغه سیاستواله ټینګار کوي چې په په مصر کې د اخوان المسلمين او په منځني ختیځ کی د اسلامي ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن هیواد ته باید د آلمان حکومت وسلې و نه پلوري.
له قطر سره د عربي هیوادونو د اړیکو پریکون او پر خلکو یې اغیز
له قطر سره د ځینو عربي هیوادونو د اړیکو تر قطع کیدو، د دغه هیوا د خلکو پر ژوندانه باندې یو څه اغیز لرلی دی. د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپاره شوي انځورونه د خوراکي توکو د رانیولو له پاره د خلکو گڼه گوڼه ښيي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Doha News
له قطر سره د ځينو عربي هیوادونو د اړیکو تر قطع کیدو وروسته، د دغه هیوا د خلکو پر ژوندانه باندې اغیز.
تر دې دمخه قطر د خوراکي توکو او د سترو تعمیراتي پروژو د اړتیا وړ مواد ستره برخه له سعودي عربستان سره د ځمکنې لارۍ تأمینده.
انځور: Getty Images/AFP
له قطر سره د بحرېن، متحدو عربي آماراتو او سعودي عربستان له لوري د اړیکو د پرې کیدو تر اعلان وروسته له دغو هیوادونو سره د قطر ځمکنۍ، هوایي او سمندري لارې هم تړل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP
څلورو هیوادونو سعودي عربستان، متحدو عربي آماراتو، بحرېن او مصر په ناڅاپي توگه د دوشنبې په ورځ له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې وشکولي. د دې گام دلیل په «یمن او سوریه کې له ترهگرۍ څخه د قطر پایدار ملاتړ» ښوول شوی دی. تر هغې وروسته مالدیو، یمن او لیبیا هم له قطر سره خپلې اړیکي پرې کړې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/shalome05
پر دې سربیره د فارس خلیج درې هیوادونو چې د قطر مستقیم گاونډیان دي اعلان وکړ چې له قطر سره خپلې ټولې سرحدي لارې تړي. دغو هیوادونو په عین وخت کې د قطر له وگړو وغوښتل چې په ۱۴ ورځو کې ووځي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/shalome05
دا چې ځینو عربي هیوادونو له قطر سره د اړیکو پریکون او همداشان د هوايي لارو تړل یو ناڅاپي گام وو، نو د دوشنبې په ورځ قطر ته تلونکي الوتنې له ستونزو سره مخامخ وې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban
په دوحه کې هم ډیر مسافر له سرگردانۍ سره مخامخ شول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Mizban
د قطر هیواد د سعودي عربستان، مصر، متحد عربي آمارات او بحرېن له لوري د دیپلوماتیکي اړیکو پرې کول د تأسف وړ بللي او له ترهگرۍ څخه د ملاتړ تورونه یې رد کړي دي.