1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر د سولې په خبرو اترو کې دوه ورځنۍ وقفه

۱۳۹۷ اسفند ۹, پنجشنبه

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په قطر کې د سولې خبرو اترو په ترڅ کې یې له امریکایي پلاوي سره د لا ډیرې چمتوالي او مشورو له پاره پر یوې دوه ورځنۍ وقفې باندې توافق کړی دی.

Katar Taliban Büro in Doha
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د طالبانو د اعلامیې په حواله لیکلي دي چې خبرې اترې به بیرته د شنبې په ورځ پیل شي. د افغانستان د سولې له پاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، او په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال مشر شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ دا د خبرو اترو پنځم دور وو.

د طالبانو د اعلامیې له مخې تر اوسه بحثونه له افغانستانه د «بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرانګوالي» او «د نورو پر ضد د افغانستان د خاورې د استعمالیدو د مخنیوي» پر موضوعاتو راڅرخیدل.

د خبرو اترو دغه نوی پړاو هغه مهال پیل شو چې د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر چې اوس د قطر د دفتر مشري هم ورسپارل شوې له پاکستانه دوحې ته ورسید.

د آلمان خبري آژانس د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي دي چې عبدالغني برادر د خبرو اترو په دې پړاو کې برخه نه اخلي خو د زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو له قوماندان سکاټ مېلر او همداشان له قطري چارواکو سره یي لیدلي دي. لا تر اوسه له افغان حکومت سره د طالبانو د مستقیمو مذاکراتو په هکله کومه یادونه نه ده شوې.

متحده ایالات د تیر کال له جولای میاشتې راهیسې له طالبانو سره د افغانستان ۱۷ کلنې شخړې ته د سوله ایزې حل لارې موندلو په موخه خبرې اترې کوي. دغه جګړه د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه شمیرل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب