د قطر ضرب الاجل دوې ورځي نور وغځول شو
۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبهد سعودي دولتي خبري آژانس (SPA) د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې سعودي عربستان او درو نورو هیوادونو پر قطر د خپل اقتصادي او سیاسي بندیزونو د پای ته رسولو له پاره ضرب الاجل د دوو نورو ورځو له پاره هم غځولی دی. دا پرمختګ د کویت د امير شیخ صباح احمد الجابر الصباح په منځګړتوب شوی.
د سعودي عربستان، مصر، بحرین او اماراتو هیوادونو له خوا قطر ته ورکړل شوی مهلت د یکشنبې (جولای میاشتي ۲) پای ته ورسید. دغو څلورو هیوادونو د جون میاشتي پر ۵ نیټه له قطر سره خپل سوداګریز او دیپلوماتیکې او همدارنګه د ځمکني تګ راتګ ارتباطات قطع کړل.
په عین وخت کې دغو هیوادونو د شرطونو یو ۱۳ مادیې لیست اعلان کړ چې د قطر له خوا د عملي کیدو په صورت به ورسره خپلې دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکي له سره پیل کړي.
دغه څلور هیوادونه پر قطر تور لګوي چې په سیمه کې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي. هغوی په خپلو دغو دیارلس مادیې شرطونو کې غوښتنه کړې چې قطر دې د حماس او اخوان المسلمين په څیر ډلو او ایران سره خپلې اړیکې پرې او په خپل هیواد کې د ترکیې پوځي قرارګاه را ټوله او د الجزیرې خبري شبکې کار ته د پای ټکې کیږدي.
قطر له تروریستي ډلو څخه خپل ملاتړ ردوي او وایې چې د داعش، القاعدې او په لیبنان کې د حزب الله په څیر ډلو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني، د شنبې په ورځ د دغو څلورو عربي هیوادونو غوښتنې په غیر مستقیم ډول رد کړی وې.
ټاکل شوی ده چې نن د دوشنبې په ورځ(د جولای میاشتې ۳) به د قطر د بهرنیو چارو وزیر کویت ته سفر وکړي او د خپل هیواد د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني ځوابي لیک به د کویت امير ته وسپاري.
د قطر کړکیج له پيل سره سم د کویت امیر د منځګړتوب له پاره خپلې هڅې پیلې کړي دي. د ایران او ترکیې په ګډون ځينو نورو هیوادونو اعلان کړی دی چې د کویت د امير د هڅو او منځګړتوب ملاتړ کوي.
سیمي ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سفر
قطر ته د څلورو عربي هیوادونو د ضرب الاجل له ختمیدو سره سم د آلمان د بهرنیو چارو زیر زیګمار ګابريل د دوشنبې په ورځ سیمې ته سفر کړی دی. نوموړي د خپل سفر له پیل څخه مخکې وویل څو اونۍ کیږي چې د عربستان په نیمه ټاپو کې ګاونډي او ورونه هیوادونه په یوه د اندیښنې وړ شخړه کې ښکیل شوي دي.
د آلمان د کورنیو چارو زویر زیاته کړه: «اندښمن یم چې د فارس خلیج حوزې د هیوادونو تر منځ دغه اختلاف او بې اعتمادي به په پای کې دغه ټول هیوادونه کمزورې کړي.»
ګابریل د ټولو خواو تر منځ د یوې حل لارې د پيدا کولو له پاره د مزاکراتو غوښتنه وکړه او وې ویل چې هیواد یې د کویت د امیر له خوا د منځګړتوب ملاتړ کوي.
په عین وخت کې مصر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د قطر د تحریمونکو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د چهارشنبې په ورځ په قاهره کې د قطر پر وړاندې د وروستیو ګامو په هکله سلا مشورې وکړي. د مصر د بهرنیو چارو وزیر په خبره د چهار شنبې ورځي په غونډه کې به د څلورو عربي هیوادونو د شرطونو د فهرست په اړه د قطر د دولت ځواب بررسي شي.