د قطر پوځي الوتکې سقوط له امله شپږ کسان وژل شوي
۱۴۰۵ فروردین ۲, یکشنبه
د ډي پي ای خبري اژانس د رپوټ له مخې، تر دې مخکې د قطر دفاع وزارت خبر ورکړی و، چې دغه چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله د دغې هېواد اوبو کې د یوه عادي ماموریت پر مهال سقوط شوې ده.
ویل شوي، دغې الوتکې کې ټول اوه کسان وو، چې د شپږو هغو مړینه یې تایید شوې ده. د قطر دفاع وزارت ویلي، د یوه ورک شوي کس، چې د الوتکې پیلوټ دی، د جسد موندلو هڅې روانې دي.
اړوند: ترمپ: که ایران پر قطر بریدونه بند نه کړي نو جنوبي پارس به نابود کړو
د وژل شویو شپږو کسانو له ډلې درې د قطر او درې نور ترکي وګړي دي. ترکیې هم د خپلو وګړو د وژل کېدو پخلی کړی.
قطر د فارس خلیج له غني هېوادونو دی، چې پر ایران درامریکار او اسرائیل تر برید وروسته د ایران له توغندیزو بریدونو سره مخ شوی.
په دې هېواد کې العدید نظامي اډه منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه نظامي آډه ده. د فارس خلیج نورو هېوادونو کې هم د امریکا پوځیان او نظامي تاسیسات شته.