1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قطر یو پلاوی کابل ته رسېدلی او طالبانو سره ېې کتلي دي

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د قطر د بهرنيو چارو وزارت یو پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته رسيدلی او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیرخان متقي سره ېې کتلي دي.

د آرشیف انځور
د آرشیف انځور انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي ويلي دي چې د قطر ځانګړي استازي، مطلب بن ماجد القحطاني د طالبانو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د دغه وزارت په ستوري ماڼۍ کې ملاقات کړی دی.

رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، بلخي وويل چې په دغه ناسته کې «د دواړو لوریو تر منځ د علاقې وړ موضوعاتو تر څنګ، په سیاسي همکاريو، د اړیکو پياوړتيا او بشري مرستو» خبرې کړي دي.

«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»

قطري پلاوی په داسې وخت کې کابل ته رسېدلی چې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو او نجونو تعلیم باندې محدودیتونو او په غیرحکومتي موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړی دی. قطر د طالبانو پر دغو اقداماتو چې په نړېواله سطحه پرې نېوکې شوي، خپله «ژوره اندېښنه» ښوولې ده.

سربېره پر دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، چين او پاکستان تېر کال خپل د بهرنیو چارو وزېران کابل ته واستول. په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال هم طالبانو سره د ښځو د حقونو او بشري مرستو پر موضوع ګانو خبرو اترو له پاره کابل ته تللی وو.

د م. م. يو پلاوی د ښځو د حقونو په اړه خبرو په موخه کابل ته تللی

قطر له د ۲۰۱۲م کال راهېسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه وو، هغه وخت چې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت پر ضد جګړه کوله. په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون هم په دوحه کې لاسلیک شو.

(Reuters)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل