1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطيع الله ويسا د طالبانو له بنده آزاد شوی

۱۴۰۲ آبان ۴, پنجشنبه

د قلم لار ټولنې مشر او د نجونو د زده کړې فعال مطيع الله ويسا، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو له بنده آزاد شوی دی. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ريچارد بېنيت، د ويسا د آزاديدو هرکلی کړی دی.

آرشيف انځور: د قلم لار ټولنې مشر مطيع الله ویسا
آرشيف انځور: د قلم لار ټولنې مشر مطيع الله ویساانځور: Sanaullah Seiam/AFP/Getty Images

د مطيع الله ويسا، ورور عطاء الله ويسا، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د قلم لار ټولنې دغه بنسټ ایښوونکی «آزاد شوی دی» او «کور ته پر لار دی». نوموړي زياته کړه چې د خپل ورور د فزيکي روغتيا په اړه لا معلومات نه لري.

عطاء الله ويسا وويل چې ورور یې مطيع الله ویسا، د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د «زده کړې په برخه کې د خپلو هلو ځلو» له کبله نيول شوی وو.

د قلم لار ټولنې تر یوې لسیزې ډېرې مودې راهېسې په کليوالو سيمو کې د تعليم د اهميت په اړه عامه پوهاوي خپرولو او کتابتونو د رامنځته کولو له پاره کار کاوه او د نجونو او هلکانو د هغو ښوونځيو د بيرته پرانيستو په برخه کې یې هلې ځلې کولې چې د تاوتريخوالي له کبله تړل شوي ول.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو راهېسې دغه ډلې کلک قوانین نافذ کړي دي، نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ورکوي او ښځې یې تر ډېره له کاره او لوړو زده کړو منع کړي دي. ښځې او نجونې همدا راز پارکونو او د سپورت کلبونو ته د تللو اجازه نه لري.

مطيع الله ويسا د طالبانو له راتګ وروسته هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ او د دغه ادارې له خوا د نجونو پر زده کړې تر بندیز وروسته یې لیرې پرتو سيمو ته سفرونه جاري وساتل څو د سيمې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او د خپل کمپاين د جاري ساتلو هوډ یې څرګند کړی وو.

عطاء الله ويسا وويل چې ورور یې «د حکومت ضد تبليغاتو له کبله چې روښانه شوې نه ده کوم تبلیغات ول»، د اوو مياشتو بند په سزا محکوم شوی وو.

نوموړي زياته کړه: «زه نه پوهيږم څه ډول غبرګون وښييم ځکه ما له پرون راهېسې ډېر لږ خوب کړی او ډېر لږ څه مې خوړلي ځکه چې ما د هغه قضيه تعقيبوله.»

د مطيع الله ويسا، نیول کیدو د ملګرو متلونو او بشري حقونو نړيوالو ټولنو غبرګونونه پارولي ول.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي ريچارد بېنيت، د ويسا د آزاديدو هرکلی کړی دی.

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې «د افغانستان د بشري حقونو د هغو ټولو فعالانو د سملاسي او بې قيد و شرط آزادولو غوښتنه کړې ده چې د خپل او يا نورو انسانانو د حقونو له پاره د درېدو له کبله په خپل سري توګه نيول شوي دي.»

مطيع الله ویسا له هغو کسانو څخه يو دی چې په دې وروستيو اونيو کې د طالبانو له بنده آزاد شوي دي.

افغاني الاصله فرانسوی ژورناليست مرتضی بهبودي چې ۲۸۴ ورځې بندي وو، هم د روانې میاشتې په سر کې آزاد کړل شوی دی.

ب.ص/ ن. ز (AFP)

زده کوونکې: له زده کړو د پاتې کېدو تشه نه جبرانیدونکې ده

03:04

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل