اعلان
د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو له پیل سره هممهاله سپین بولدک، تورخم او ځینې نورې لارې تړل شوي، چې لا هم بندې دي او له امله یې سوداګرو ته هره ورځ میلیونونه ډالر زیان اوړي او عام خلک هم له ستونزو سره مخ دي. که څه هم اوس د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند شوی؛ خو د لارو د بېرته خلاصون په اړه دواړو غاړو څه نه دي ویلي.
