1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د لبنان حزب الله پر اسرائیلو ۵۰ توغندي توغولي دي

۱۴۰۳ مرداد ۱۴, یکشنبه

د لبنان حزب الله د اسرائیل په شمال کې پراخ توغندیز عملیات ترسره کړي دي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران استازي ویلي دي «د لبنان د حزب الله عملیات به سرحدي نقطو، کم عمقه او نظامي اهدافو» پورې محدود پاتې نه شي.

Israel, Ashkelon | Iron Dome Raketenabwehrsystem
د لبنان حزب الله د اسرائیلو پر لور ۵۰ توغندي توغولي ديانځور: Amir Cohen/REUTERS

د لبنان حزب الله د یکشنبې (د اګست میاشتې ۴ نیټه) په سهار د اسرائیل په شمال کې د لسګونو توغندیو توغولو خبر ورکړی دی. د ایران دغې متحدې ترهګرې ډلې چې د ایران له خوا یي ملاتړ کیږي ویلي دي: «اسلامي مقاومت دا ځل د بیت هلل ښار د خپلو اهدافو په لیست کې ور زیات کړی دی او د لومړي له پاره یې د لسګونو توغندیو په وسیله په نښه کړی دی.»

د حزب الله په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه حمله یي په لبنان کې د کفرکلا او دیر سریان پر ښارونو د اسرائیلي برید په غبرګون کې ترسره کړی دی چې د ملکي خلکو د ټپي کیدو سبب شو.

د لبنان حزب الله مخکې تر دې اعلان کړی وو چې د یوه ۱۷ کلن ځوان په ګډون د دغې ډلې «دوه تنه مبارزه کوونکي» په دیر سریان کې وژل شوي وو.

د اسرائیل ۱۴ کانال رپوټ ورکړی دی چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم لږ تر لږه ۵۰ توغندي چې د لبنان له سویل څخه د کریات شمونا ښار او د اسرائیل په شمال کې د جلیل العلي سیمې ته توغول شوي وو، خنثی کړي دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل ایکس شبکه کې د یوه ویډیو په خپرولو سره د حزب الله بریدونه تائید کړي دي.

لبناني رسنیو د یکشنبې (د اګست ۴ نیټه) په سهار د حزب الله له برید څخه څو ساعته وروسته د لبنان په جنوب کې د بلاط ښار په اطرافو کې پر المحمودیه سیمې د اسرائیل د جنګي الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.

ایران: حزب الله د اسرائیل د خاورې تر عمقه پورې حمله کوي

ایران د شنبې په ورځ اعلان کړی وو چې د لبنان حزب الله به د دغې ډلې د لوړپوړي پوځي قوماندان فواد شکر تر وژل کیدو وروسته اسرائیل «د خپلې خاورې په عمق» کې په نښه کړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي د اسرائیلو برید ته د حزب الله د ځواب د څرنګوالي په هکله وویل: «تر نن ورځې پورې، حزب الله او رژیم په نا لیکلې شکل په خپلو پوځي عملیاتو کې ځینې خطوط [سرحدونه] مراعتول، په دې معنی چې عملیات به سرحدي او کم عمقه نقطو او نظامي اهدافو پورې محدود ول.»

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران استازولۍ ویلي دي چې د فواد شکر په وژنې سره اسرائیل له سرو کرښو اوښتی دی: «زمونږ وړاندوېنه دا ده چې حزب الله به په خپل ځواب کې لومړی اهداف او لا زیات عمق انتخاب کړي او دویم دا چې خپل ځواب به اهداف او نظامي ابزارو پورې محدود نه کړي.»

حماس: د اسرائیل په هوایي برید کې ۱۷ تنه وژل شوي

په اسرائیل کې د شنبې په ورځ هم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حکومت پر ضد مظاهره وشوه. اعتراض کوونکو پر اوربند او د بندیانو پر آزادولو د موافقې غوښتنه کوله.

د ۱۰ میاشتو راهیسې په غزې کې جګړه روانه ده او اور یې د منځني ختیځ نورو برخو ته هم غځیدلی دی.

حماس ډلې پورې تړلې د غزې روغتیا ادارې اعلان کړی دی چې د شنبې په ماښام پر یوه ښوونځي د اسرائیل په هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۷تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

اسرائیلي پوځ دغه برید تائید کړی دی، خو ویلي یي دي چې د حماس د قوماندې یوه مرکز یې په نښه کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

01:19

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل