د لبنان ولسمشر آعون ټینگار کړی چی په پلازمینه بیروت کی تر سختو چاودنو وروسته اوس هرې خواته پلټني رواني دي. د هغه په خبره له بهر څخه د یوه برید خبره هم له امکانه لیرې نه بریښي.
انځور: picture-alliance/dpa/Dalati & Nohra
اعلان
غفلت که حادثه. د لبنان په پایتخت بیروت کي تر سختو چاودونو وروسته تر هر څه دمخه همدا دوې فرضیې موجودي وې. ولسمشر میشل آعون اوس له یوه دریم علت څخه هم خبری کوي. د هغه په خبره یو راکټي او یا بمي برید هم له امکانه لیرې نه بریښي.
تر اوسه پوري خبره د ۲۷۵۰ ټُنه امونیم نایتریتو پر چاودنو ده چی د حکومت په خبره شپږکاله د بیروت په بندر کي په ناامن ډول ساتل سوي ول. خو اوس آعون په دریو سطحو پلټني کوي. اول به دا معلومه سي چي دغه سخت چاودیدونکي مواد له کومه ځایه راغلي ول او څنگه ذخیره سوي ول. دوهم دا چي آیا دغه چاودنه د چارواکو د غفلت په نتیجه کي رامنځته سوې او که کومه حادثه وه او دریم دا چي آیا دا خو به له بهر څخه کوم برید نه وو؟
د بندر کارکوونکي نیول سوي
د پنجشنبې راهیسي د بندر ۱۶ کارکوونکي د پولیسو تر نظارت لاندی دي. مخکې له دې چارواکو څو تنه هغه کسان په خپلو کورونو کي تر نظارت لاندی ونیول چي مرکز ته نژدې دغه بندر د ساحې د ساتلو مسئولیت یې پر غاړه وو. د حکومت د نوو معلوماتو له مخي د چارشنبې په ورځ دغو سختو چاودنو په نتیجه کي لږ تر لږه ۱۵۴ تنه وژل سوي او شاوخوا ۵۰۰۰ ټپیان سوي.
د بیروت په بندر کی تر چاودنی وروستهانځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camus
د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله د شاوخوا ۵۰۰۰ بسترونو په درلودلو سره ډیری روغتونونه زیانمن سوي. د نوموړي سازمان ویاند وویل، په خاص ډول د دې خطر هم موجود دی چي تر دغه ډول شرایطو لاندي د کرونا ویروس هم په آسانۍ سره پراخ سي.
د پیوستونڅپې
له بهر څخه له لبنان سره د مرستو او ملاتړ ډیر وړاندیزونه وسول. له مهاجرو څخه د ملاتړ ادارې او نړیوال غذايي پروگرام خپلې بشري مرستي لا پسي پراخي کړې. ډیریو هیوادونو د مرستو بیلابیل وړاندیزونه وکړل او خپل کارپوهان یې د پیښې ځای ته واستول. د اروپایی ټولنې د شورا رئیس چارلس میشل غواړي د شنبې په ورځ بیروت ته سفر وکړي .
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون اعلان وکړ چی لبنان یوازې نه دی او په عین حال کي یې له سیاسي رهبرانو څخه په دغه هیواد کي د ژورو بدلونونو د راوستلو غوښتنه وکړه. د هغه په خبره پرته له مهمو اصلاحاتو به دغه هیواد له سختي گډوډۍ سره مخامخ سي.
د آلمان پوځ هم خپل سرتیری او د ملکی دفاع کارپوهان په لبنان کي د آلمان سفارت د ساتنې له پاره استولي. د پوځ یوه ویاند وویل، نوموړی ټیم به د اړتیا په صورت کي د آلماني اتباعو په انتقال کي هم مرسته وکړي.
په بيروت کي چاودنې ـ انځوريز البوم
د۲۰۲۰م کال د اګست پر ۴مه نېټه د لبنان په پلازمېنه بيروت کي ۲ چاودونو سل انسانان ووژل او په زرونو نور يې ژوبل کړل. روغتونونه ډېر ژر په ژوبل سوو ډک سول او نور ځای پکښي نه ؤ. نور احوال په انځورونو کي:
انځور: Reuters/M. Azakir
په بيروت کي وارخطايي
دوو لويو چاودونو د لبنان مرکز بيروت ولړزاوه. د چاودونو له کبله وارخطايي رامنځ ته سوه او انسانانو د ځان د حفاظت په تلاښ په کوڅو کي په چټکي حرکت کاوه. د بيروت والي يو ځايي تلويزيون ته وويل:«ما په خپل ژوند داسي لويه فاجعه نه وه ليدلې.»
انځور: Reuters/M. Azakir
چاودنې د ښار پر څنډه رامنځ ته سوې
چاودنې د بيروت په بندري سيمه کي رامنځ ته سوې خو په ټول ښار کي يې لړزه محسوسه سوه. حتی څو کلومتره ليري د ښار په بل کونج کي دغو چاودونو د کورونو ښيښې ماتي کړي دي.
انځور: Reuters/K. Sokhn
په لسونو قربانيان او په زرونو زخميان
د لبنان د روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس په دغو چاودنو کي لږ تر لږه ۱۰۰ انسانان وژل سوي او تر ۴۰۰۰ زيات نور ژوبل سوي دي.
انځور: Reuters/M. Azakir
د کيمياوي موادو امونيوم نايټرېټ «د نه منلو وړ» زيرمه
لومړي وزير حسان دياب ويلي دي چي د دويمي او ستري چاودنې لامل د لومړۍ چادونې ځای ته څېرمه په بندر کي هغه زېرمه تون وو، چي ۲۷۵۰ ميترک ټنه امونيم نايټرېټ پکښې زيرمه سوي ول. د لومړي وزير په وينا:«دا د منلو وړ خبره نه ده چي بېله دې چي اړين ساتونکي تدابير ورته نيول سي په دغه زيرمه تون کي له شپږو کالو راهيسي ۲۷۵۰ ټنه امونيم نايټرېټ ساتل کېدل.»
انځور: Getty Images/AFP/STR
د ژوندي پاته سوو د ژغورنې هڅې
د سره صليب تر ۳۰ زياتي ژغورونکي ډلې او يو شمېر ځايي مرستندويانو تر چاودنو وروسته سمدلاسه سيمي ته ځان ورساوه. روغتونونو ډېر ژر وويل چي د ژوبل سوو کسانو شمېر يې تر امکاناتو ډېر زيات دی او نور ځای نه لري. روغتونونو له خلکو د ويني د ورکړي غوښتنه وکړه او د برېښنا له پاره يې جنراتورونه فعال کړل.
انځور: picture-alliance/AA/H. Shbaro
د قبرس په شان ليري سيمه کي هم لړزه احساس سوه
د آلمان د زلزلې د ادارې د شمېرو له مخي د دغو چاودنو قوت د درې اعشاريه پنځه شدت لرونکي زلزلې سره برابر وو. د راپورونو له مخي له بيروت څخه ۱۸۰ کلومتره ليري د قبرس اوسېدونکو هم د دغو چاودنو ږغ او هم يې لړزه احساس کړه.
انځور: Getty Images/AFP/STR
د کورنۍ د غړو سرګردانه تلاښ
د آلمان ږغ خبرياله باسل اريدي وايي چي په سيمه کي خلکو هڅه کوله چي د سوشل ميديا له لاري د کورنۍ د لادرکه کسانو تلاښ وکړي. اريدي تر چاودنو وروسته له يو روغتون څخه هم ليدنه وکړه او وايي: «هغه حالات چي ما په روغتون کي وليد، سخت دراماتيک وو. ټولو روغتونونو ويلي چي تر اندازې زيات ډک دي او ځای نه لري.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar
دوې اونۍ بېړنی حالت
لبناني چارواکي اندېښنه لري چی تر نړېدلو ودانيو لاندي به نور قربانيان هم پاته وي. ولسمشر مايکل عون د چهارشنبې په ورځ د کابينې سره تر ملاقات وروسته په ټول هيواد کي د ۲ اونيو له پاره بېړنی حالت اعلان کړ.
انځور: Getty Images/AFP/STR
لبنان د غبرګو تکانونو شاهد دی
په لبنان کي دغه دوې سترې چاودنې په داسي حال کي رامنځ ته کيږي چې دغه هيواد ترمخه لا له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دی. د دغه بحران له کبله له مياشتو راهيسي احتجاجونه ادامه لري. لومړي وزير د چهارشنبې په ورځ اعلان ملي ماتم اعلان کړ.